د ازمویل شوي بيا ازمویل تېروتنه ده!

غیاث‌الدین غوري

“وَ إِنْ عُدتُّمْ عُدْنَا”

په عصري ګډوډه نړۍ کې، داسې ویاړلي ملتونه شتون لري چې له تجربو زده کړه کوي او د تېر وخت تېروتنې نه تکراروي، تاریخ شاهد دی چې د ناکامو لارو تکرار، له سرګردانۍ، بربادۍ او زوال پرته بله پایله نه لري. د تاریخ په اوږدو کې، افغان ملت د استعمار او ظلم پر وړاندې په جوش، ایمان او استقامت ولاړ پاتې شوی دی. دوی هېڅکله د ظلم، جبر او زورونې په وړاندې سر نه دی ټيټ کړی او نه به یې ټيټ کړي.

د دې ټاټوبي خلک باید هېڅکله د هغو کسانو سره پرتله نه شي چې د بنی‌اسرائیلو په څېر د غلامۍ سره عادت شوي وو او جهاد او آزادي ورته دروند بار ښکاره کېده. ځینې کېدای شي د غلامۍ عادت اخېستی وي او د جهاد، مبارزې، شهادت او آزادۍ توان ونه لري؛ خو د افغانستان د هر‌دم‌شهید ملت پلرونه ازاد‌فکره انسانان وو، د هغوی اولادونه هم په آزادۍ او ویاړ ژوند کوي، او د جهاد، مبارزې او آزادۍ مزل هېڅکله نه ستړي کوي، ځکه دوی د غلامۍ عادت نه لري آزاد او سرلوړي وو او دي.

د افغانستان خلک په تېره یوه پېړۍ کې له ډېرو سختو تاریخي تجربو تېر شوي دي؛ له بهرني اشغال څخه نیولې، تر کورنیو جګړو او د انحصارګرو حکومتونو تر آزموینو پورې. هر ځل چې دا ملت د بهرنیانو ژمنو ته زړه ښه کړی او له فکري او مذهبي خپلواکۍ لرې شوی، پایله یې له ویجاړۍ او وېش پرته بله نه ده پاتې شوې.

اوس چې د اسلامي امارت د واحد حکومت تر سیوري لاندې نسبي سوله ټینګه شوې، ځینې کسان بیا د تېر وخت د تکرار او په ازمېيل شويو عناصرو د باور غږونه پورته کوي، دوی غواړي د خپلو تلپاتې شیطاني خویونو په وسیله د افغانانو امنیت او یووالی ګډوډ کړي، حال دا چې هر باخبره انسان پوهېږي: ازمویل شوی بيا ازمویل تېروتنه ده.

افغانانو په خپل تاریخ کې ښودلې ده چې، سره له ټولو ستونزو، د مادي سرچینو نشتوالي او اقتصادي کمزورۍ، د دوی د ایمان او غیرت روحیه هېڅکله نه سړېږي. د سلیمان له دنګو غرونو، تر د پنجشیر درو او د جنوب د دښتو تر بريدونو پورې، د آذان غږ، د آزادۍ فریاد او د دین او وطن د دفاع روح دا ملت د یوه تن په څېر سره نښلولی دی.

دینداري او زړورتیا د افغانانو په وینه او رګونو کې جریان لري او دا ځانګړتیاوې هغه شتمنۍ دي چې که په سمه توګه ورڅخه ګټه واخیستل شي، هېواد له انحصار، فساد او وېش څخه ژغورلی شي.

له بلې خوا، پاکستان هم د سیاست او اقتصاد د طوفاني څپو په منځ کې سرګردان دی. سره له دې، چې د افغانستان د اسلامي امارت اړیکې له ټولو ګاونډیانو سره ښې او هوښیارې دي؛ خو دې هېواد په وار وار تجربه کړې چې دوه ګونی سیاست او د لنډمهاله ګټو لپاره د مذهبي یا قومي جریانونو ګټه اخیستنه په نهایت کې دا ثبات له منځه وړي.

نن ورځ د پاکستان ملت هم له همدې حقیقت سره مخ دی: د تېرې تجربې تکرارول، د خطا په لور ګام اخيستل دي، افغانانو په خپلو کړنو سره دا ثابته کړې چې هر کله دوی د اسلامي اصولو او ملي غیرت پر بنسټ ولاړ وي، هېڅ ځواک نشي کولای پرې تسلط ومومي.

Exit mobile version