فرقې او دننه تفرقې
د خوارجو تاریخ د هغو دننه بدلونونو او پېچلو تحولاتو انځور وړاندې کوي، چې په تدریجي ډول یې دا غورځنګ په ګڼو څانګو ووېشه. دا وېشونه نه یوازې د فکري اختلافاتو څرګندونه کوي، بلکې د هغه مهال د اسلامي ټولنې د ټولنیزو او سیاسي کړکېچونو انعکاس هم ګڼل کېږي، د خوارجو تر ټولو مهمې څانګې ازارقه، نجدات، صفریه او اباضیه وې، چې هرې یوې د خوارجي اصولو په تفسیر کې خپله ځانګړې لاره غوره کړه.
ازارقه د نافع بن ازرق په مشري د خوارجو تر ټولو سختدریځه ډله وه. دوی د تکفیر په مفکوره کې خورا افراطي لیدلوری درلود؛ نه یوازې یې مخالفین، بلکې ټول هغه کسان چې د دوی له عقیدې سره موافق نه وو، کافران ګڼل. دغه ډله آن د مخالفینو د ښځو او ماشومانو وژل روا ګڼل او باور یې درلود چې دا کړنې د خدای جلجلاله په لار کې ترسره کېږي.
د ازارقه د ځواک مرکز د اهواز سیمه وه، له هغه ځایه به یې پر شاوخوا سیمو یرغلونه کول، د مسلمانانو د اخروي ژوند په اړه يې هم سخت دریځ لرلو؛ دوی باور درلود چې د نورو اسلامي فرقو ټول پیروان به تل په دوزخ کې پاتې وي.
نجدات د نجده بن عامیر په مشري یو څه معتدل دریځ غوره کړی و. دوی د ازارقه ځینې افراطي کړنې رد کړې او د ښځو او ماشومانو وژنه یې ناروا وبلله، د اخرت په اړه یې هم نرم نظر درلود؛ د دوی په باور، هغه مسلمانان چې ستر ګناهونه کوي، کېدای شي له یوې مودې وروسته د خدای تعالی جلجلاله له خوا وبښل شي، دا ډله په یمامه سیمه کې مېشته وه او د یو څه مودې لپاره یې یو کوچنی سیمهییز حکومت جوړ کړی و، چې نسبي ثبات یې درلود.
صفریه، چې د خوارجو له مهمو څانګو څخه شمېرل کېږي، د ازارقه او نجدات تر منځ یې منځنی دریځ درلود، دوی د ماشومانو وژنه ناروا ګڼله، خو په ځانګړو حالاتو کې یې د مخالفو ښځو وژل روا بلل. د صفریه نفوذ په ختیځو اسلامي سیمو لکه سیستان او کرمان کې ډېر و او د اوږدې مودې لپاره د سیاسي او نظامي ځواک په توګه فعاله پاتې شوه. دغه ډله وتوانېده چې په ځینو سیمو کې نسبي باثباته سیمهییز حکومتونه جوړ کړي.
اباضیه د عبدالله بن اباض په مشري د خوارجو تر ټولو منځلاري فرقه وه، چې تر نن ورځې هم پاتې ده. دوی د نورو مسلمانانو تکفیر نه کاوه او یوازې له ظالمو واکمنانو سره سیاسي مخالفت درلود. اوس مهال اباضیه په عمان، شمالي افریقا او زنجبار کې مېشته دي، او د منځلارې مسلمانانو په توګه پېژندل کېږي. دا فرقه وتوانېده چې د خپلو بنسټیزو اصولو د ساتنې ترڅنګ له بدلونونو سره ځان عیار کړي.
دغه داخلي وېشونه څرګندوي چې څنګه یو واحد بهیر په تدریجي ډول په بېلابېلو څانګو وېشل شو او هره څانګه د بنسټیزو اصولو خپل تعبیر وړاندې کړ. د دغو فرقو مطالعه د خوارجو د فکري بهیر په درک کې مرسته کوي او څرګندوي چې څنګه یو ایدیولوژي د وخت په تېرېدو سره بدلون مومي او بېلابېلې څېرې خپلوي. دا بدلونونه دا هم ښيي چې حتی په یو ظاهراً یو موټي خوځښت کې هم د نظرونو او تعبیرونو تنوع شته.











































