داعش؛ د خوارجو بیا راګرځېدل! لومړۍ برخه

احمد عزیز

د تاریخ په بهیر کې د بېرته راستنېدو د مفهوم سریزه!

په نړۍ کې د پېښو په منځ کې کله ناکله داسې پدیدې راڅرګندېږي چې څېره یې نوې ښکاري، خو روح یې زوړ وي؛ داسې لکه تاریخ چې خپل درسونه بیا بیا تکراروي او موږ د ژور غور او تأمل پر لور رابولي. د «داعش» په نوم پېژندل شوې ډله، له همدې ډول پدیدو څخه ده چې اسلامي نړۍ او ټوله بشري ټولنه یې له یوه خونړي او وېروونکي ننګونو سره مخ کړه، خو پوښتنه دا ده چې آیا دا ډله رښتیا هم بې‌سابقه او بې‌ریښې پدیده وه؟ که نه، د هغې د باورونو او کړنو نښې د تاریخ په پاڼو کې موندل کېدای شي؟

دغه لیکنه پر دې باور ولاړه ده چې د داعش د پدیدې ژور درک یوازې د معاصرې زمانې په پېښو پورې محدودېدای نه شي، اړینه ده چې بېرته شاته ولاړ شو او د اسلامي امت په وجود کې د لومړي ستر انشعاب څېړنه وکړو؛ هغه مهال چې یوه ډله د «خوارجو» په نوم راپورته شوه، خوارجو د دین له سخت‌گیرانه او بې‌رحمانه لوست سره ځانونه یوازیني ریښتیني مسلمانان ګڼل او نور یې په کفر تورنول. دوی په خپلو تورو سره نه یوازې پر دښمنانو، بلکې پر پرونیو ملګرو هم برید وکړ او د نوې اسلامي ټولنې په وجود کې یې د تفرقې او وینې بهېدنې تخم وکاره.

اوس، له پېړیو تېرېدو وروسته، د هغو لومړنیو خوارجو او د ننني ورځې د داعش تر منځ وېروونکي ورته‌والي لیدل کېږي؛ له تکفیري ایډیالوژۍ او د نورو د انکار له منطق نه، تر د تاوتریخوالي ډکو لارو چارو او د قساوت د نندارې پورې، څو مخالفین ووېرېږي. دا ورته‌والی تصادفي نه دی؛ بلکې د یوه ورانګړي الګو د ژوندۍ پاتې کېدو نښه ده، هغه الګو چې کله ورته فکري او ټولنیزې زمینې برابرې شي، نو په نوې بڼه او تازه جامه کې ځان ښکاره کوي.

د دې لیکنې موخه یوازې د فجایعو او تاوتریخوالي بیانول نه دي، بلکې د دې فکر د ریښو پلټنه او د دې حقیقت څرګندونه ده چې داعش یوه جلا او بې‌سابقه پدیده نه ده، بلکې د هماغه زړې مفکورې «بېرته راګرځېدل» دي، چې په عصري بڼه او د پرمختللو وسایلو په مرسته راڅرګنده شوې ده. د دې تاریخي پیوند درک کول د هغه څه د پوهېدو کلي ده چې زموږ پر نړۍ تېر شول او د راتلونکي لپاره یو خبرداری دی، څو بیا د تاریخ له تورو کونجونو داسې تیاره را ونه وځي.

دغه اثر هڅه کوي چې په منصفانه او مستند لیدلوري سره حقایق وړاندې کړي او په ساده او روانه ژبه دا پیغام ټولو ته ورسوي چې د افراطیت او تاوتریخوالي پر وړاندې مبارزه، مخکې له دې چې یوه نظامي جګړه وي، یوه فکري او فرهنګي جګړه ده؛ هغه جګړه چې پکې پوهاوی او روښانتیا زموږ تر ټولو سترې وسلې دي.

په دې لاره کې به د دې پدیدې بېلابېل اړخونه وڅېړل شي؛ له تاریخي او ایډیالوژیکو ریښو نیولې، تر عملي لارو چارو او ورانګرې پایلې پورې. وبه ووینو چې څنګه دواړو ډلو د دیني مفاهیمو له ناوړه کارونې خپلو تاوتریخوالو ته توجیه ورکړه او څنګه په پای کې، سره له ټولو سترو ادعاوو، د خپل محتوم برخلیک ښکار شول.

هیله ده چې دا لیکنه، که څه هم کوچنی، خو یو ګام وي د دې شومې پدیدې د ژورې پېژندنې پر لور، او د داسې نړۍ د جوړېدو لپاره لاره هواره کړي چې له تاوتریخوالي او افراطیت څخه پاکه وي؛ یوه نړۍ چې پکې خبرې اترې او زغم د تاوتریخوالي او تکفیر ځای ونیسي او انسانیت د لوړ ارزښت په توګه د ټولو له لوري درناوی شي.

Exit mobile version