خوارج؛ له ظهوره تر تکفیري مفکورې
د داعش په څېر پدیدې د درک کولو لپاره، موږ باید تېر وخت او د اسلامي نړۍ د تفرقې لومړنیو څپو ته لاړ شو، دا ستنېدل موږ د هجرت لومړۍ پېړۍ او د صفین د جګړې کیسې ته رسوي، په هغه وخت کې د حضرت علي کرّم الله وجهه او معاویه رضي الله عنه ترمنځ د خلافت په اړه لویه شخړه راپورته شوه، کله چې جګړه په ټپه ودرېده، دواړو خواوو موافقه وکړه چې د حکمیت په جوړولو سره به مسئله په سولهییز ډول حل کړي، خو دا پرېکړه د یوې ډلې د راڅرګندېدو لپاره یوه پلمه وګرځېده چې تاریخ یې تر اغېز لاندې راوست.
د حضرت علي کرّم الله وجهه په لښکر کې یو شمېر جنګیالیو د هغه د حکمیت د منلو مخالفت وکړ، هغوی د «لا حکم الا لله» (له الله تعالی پرته بل هېڅ حکم نشته) شعار پورته کړ، دوی باور درلود چې د الله جلجلاله د حکم پر ځای د انسانانو حکمیت منل غلط او کفر دی، له همدې امله له لښکره جلا شول او په «حرورا» نومي ځای کې راټول شول، چې په پیل کې ورته «حروریه» ویل کېدل، وروسته د هغه وخت د خلیفه پر وړاندې د «خروج» له امله په «خوارج» مشهور شول.
په دې توګه، د اسلام په تاریخ کې لومړنی لوی درز د بهرنیو دښمنانو لهخوا نه، بلکې د مسلمانانو له ټولنې دننه راپورته شو. خوارج، د دین په خورا سخت او ظاهري تفسیر سره، ځانونه یوازیني ریښتیني مسلمانان بلل او هر هغه څوک چې له دوی سره موافق نه وو، ان د وخت خلیفه به یې تکفیر کاوه او د هغه وینه یې مباح ګڼله. دا آند یو ډېر خطرناک فکري بنسټ و، چې پایلې یې د پېړیو لپاره دوام وکړې.
دا کړکېچ هغه مهال خپل اوج ته ورسېد، چې خوارجو د خلکو ډلهییزې وژنې او وحشت ته مخه کړه. د عامه امنیت د دفاع لپاره حضرت علي کرّم الله وجهه اړ شو چې د نهروان په جګړه کې ورسره مخامخ شي، که څه هم خوارج په دې جګړه کې مات شول، خو د دوی ایډیالوژي هېڅکله په بشپړه توګه له منځه نه لاړه، بلکې د اېرو لاندې د اور په څېر د تاریخ په اوږدو کې پټه پاتې شوه، د هر ډول جوړجاړي او زغم په ردولو سره، هغوی د راتلونکو مذهبي تاوتریخوالو لپاره لاره هواره کړه.
د تاریخ د دې فصل درک د راتلونکو پېښو د پوهېدو لپاره بنسټیز اهمیت لري، خوارجو داسې نمونه جوړه کړه، چې په هغې کې د دین قشري او انفرادي تفسیرونه د نورو مسلمانانو د ورور وژنې او تکفیر پلمه کېده، د دې نمونې پېژندل د نن ورځې د افراطي ډلو د تحلیل لپاره خورا اړین دي، لکه داعش چې ځان د همدې ایډیالوژۍ وارث بولي، د دې تاریخي ریښو له درک پرته زموږ د معاصرو پېښو تحلیل نیمګړی او سطحي پاتې کېږي.
د تکفیر مفکوره، چې خوارجو یې ملاتړ کاوه، د اسلامي ټولنې په بدن کې د یوه وژونکي ویروس په څېر ننوته. هغوی، د دین له یوې سطحي پوهې او د فقهي او کلامي ژورتیا له نشتوالي سره، ځانونه د حق او باطل وروستي قاضیان ګڼل او په بېسارې زړورتیا سره یې ان د پیغمبر صلیاللهعلیهوسلم ستر صحابه له ایمان څخه بهر ګڼل. د ځان د حق ګڼلو او د نورو د نه زغملو دا روحیه، یو ناوړه میراث و چې د راتلونکو نسلونو لپاره پرېښودل شو او په راتلونکو پېړیو کې د افراطي ډلو د راڅرګندېدو لپاره فکري زمینه برابره کړه.
د یادونې وړ ده چې خوارج په پیل کې زاهدان او عابدان ګڼل کېدل او دینی خلک وو؛ خو د دین په پوهه کې د هغوی کمزوري او د عقلانیت پر ځای د وچو مذهبي احساساتو غلبې، هغوی د افراطیت او تاوتریخوالي کندې ته ورسول، دا بدلون، له زهد څخه تر تاوتریخوالي پورې ټولو مذهبي ټولنو ته یو دوامدار خبرداری دی، چې څنګه د مذهب ظاهري بڼه کله ناکله د ناپوهۍ او تعصب پوښ ګرځېدلی شي او باید تل هوښیار و اوسو، څو عبادت د ترهګرۍ او کرکې په وسیله بدل نه شي.