د داعشي خوارجو فتنهګره ډله په دې وروستیو کلونو کې د اسلامي نړۍ په کچه یوه له تر ټولو ورانوونکو افراطي جریانونو په توګه سر راپورته کړی دی. دغه ډله د دین د ناسمو تعبیرونو او افراطي افکارو له امله، نه یوازې د اسلام له سپېڅلو اصولو او ارزښتونو سره په ټکر کې ده، بلکې په عملي توګه د اسلام د دښمنانو د موخو د پلي کولو وسیله ګرځېدلې ده.
په دې وروستیو کې ټولو ته څرګنده شوې چې دغه ډله، پرته له کوم شک او تردید څخه، د اسلام د قسم خوړلو دښمنانو د پروژو عملي کوونکې ده او له هماغه یوه دسترخوانه تمویلېږي. له دغو پروژو څخه یې یوه د حقاني علماوو او هغو دیني عالمانو شهادت دی چې د کفري حکومتونو مخالفت کوي. دغه ډله د طاغوتي قوتونو په ملاتړ، له څو کلونو راهیسې د رښتیني علماوو د له منځه وړلو لپاره خپل ټول تمرکز ځانګړی کړی، په ځانګړي ډول د افغانستان او پاکستان په سیمو کې؛ ځکه دا مهال پاکستان او د هغه حکومت د دوی یوازینی پناهځای او مأمن ګڼل کېږي.
که څه هم دغه فتنهګره ډله د پاکستان له حکومت سره په همغږۍ د علماوو د شهادت مسؤولیت پر غاړه اخلي او د پاکستان رژیم ته سپک او توهینآمیز نومونه کاروي، خو لمر په دوو ګوتو نه پټېږي. که د دوی ادعا رښتیا وای، نو آیا په دومره اوږده موده کې یې نه شوای کولای چې د دغه رژیم یو عسکر هم په نښه کړي؟ حال دا چې دا کار د دوی لپاره هېڅ ستونزمن نه دی.
هغه ویډیوګانې چې د مولانا صاحب ادریس رحمهالله د شهادت صحنې څرګندوي، بې له شکه دا حقیقت بیانوي چې د دغې ډلې او د پاکستان د رژیم پلانونه او دسیسې سره یو دي؛ ځکه د ورځې په رڼا او د ښار په منځ کې، څو تنه وسلهوال پرته له کومې وېرې او ډار، مولانا صاحب په شهادت رسوي او بیا سیمه پرېږدي. دا ټولې صحنې ښيي چې د دغو برنامو طرحه د کفري حکومتونو لهخوا جوړې شوې او عملي کول یې د دغې جاهلې او خوارجو ډلې پر اوږو بار شوې دي.
د دغو کړنو له امله د اسلام دښمنانو ته زمینه برابره شوې چې د دې ډلې له اعمالو څخه د اسلام د بدنامولو او په اسلامي هېوادونو کې د خپلو لاسوهنو د توجیه لپاره استفاده وکړي. په داسې حال کې چې علما د انبیاوو وارثان دي او د ټولنې په لارښوونه او د اسلامي تعلیماتو په صحیح بيانولو کې بنسټیز رول لري، دغه ډله د هغوی په شهادت رسولو سره هڅه کوي د اعتدال او حقیقت غږ خاموش کړي. له همدې امله، د علماوو له منځه وړل د دیني پوهاوي کمزوري کول او په ټولنه کې د جهل او افراطیت د خپرېدو لپاره د لارې هوارول دي.
سربېره پر دې، د علماوو شهادت نه یوازې د اسلامي امت لپاره ستره ضایع ده، بلکې د دغې ډلې حقیقي څېره هم څرګندوي؛ ځکه دوی تر دې چې له بهرنیو دښمنانو سره مقابله وکړي، د امت دننه فکري او اصلاحي ځواکونه په نښه کوي. دا کړنې په ښکاره څرګندوي چې داعش د اسلامي امت د داخلي تخریب پر لور ګامونه پورته کوي.
په پایله کې ویلای شو چې داعش د خپلو کړنو له امله عملاً «د اسلام د دښمنانو د لاس ډبره» ده. د دغې پدیدې پر وړاندې مبارزه فکري بیدارۍ، د اسلام په سپېڅلو تعلیماتو منګولې لګول او د علماوو او علمي بنسټونو ملاتړ ته اړتیا لري، څو اسلامي ټولنه وکولای شي د دې ډول منحرفو جریانونو پر وړاندې ودرېږي او د اعتدال او عزت لاره وساتي.










































