په تېرو مطالبو کې مو ځینې ګناهونه وښودل چې خوارج یې مرتکب شوي دي، دلته یې نورې ځینې لویې او خطرناکه ګناهونه یادوو، کوم چې د قرآن او سنتو خلاف دي او د اسلامي امت لپاره یې سخت تاوانونه راوړي دي.
۵- الخروج على ولي الأمر (د حاکم پر ضد بغاوت)
د مشروع حاکم پر ضد بغاوت د قرآن او احاديثو له مخې حرام کار دی، الله تعالی په قرآن عظيم الشان کې فرمايي:”يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الْأَمْرِ مِنكُمْ” (النساء: ۵۹)
ژباړه: “اى مؤمنانو! د الله اطاعت وکړئ، د رسول (صلى الله عليه وسلم) اطاعت وکړئ، او د خپلو مشرانو اطاعت وکړئ.”
دا آيت واضح حکم کوي چې د مشروع حاکم اطاعت فرض دی، تر څو چې هغه ښکاره کفر نه وي کړی، نبی علیه الصلاة والسلام په حديث شريف کې فرمايي:”من خرج عن الطاعة، وفارق الجماعة فمات، مات ميتة جاهلية.” (صحیح مسلم)
ژباړه: “چا چې د اطاعت نه سرغړونه وکړه، او د مسلمانانو له جماعت نه بېل شو، نو که مړ شو، د جاهليت په مرګ مړ شوی دی.”
خو خوارج د آيتونو او احاديثو خلاف د مشروع حاکم پر ضد خروج کوي او د اسلامي نظام پر وړاندې تل بغاوت کوي، څرنګه چې په احاديثو کې راغلي دي، خوارج هميشه د کفارو پر ځای خپله وسله پر مسلمانانو پورته کړې ده.
۶- تدمير المساجد ودور العبادة (د مسجدونو او عبادت ځایونو ویجاړول)
دا هم يوه له هغو کبيره ګناهونو څخه ده چې په اسلام کې ترېنه منع راغلې ده، او هر څوک چې مسجدونه ويجاړوي، د ځمکې پر مخ تر ټولو لوی ظالم دی.
الله تعالی فرمایي:”وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنْ مَنَعَ مَسَاجِدَ اللَّهِ أَنْ يُذْكَرَ فِيهَا اسْمُهُ وَسَعَىٰ فِي خَرَابِهَا…” (البقرة: ۱۱۴)ژباړه: “او له هغه کس نه څوک زیات ظالم نه دی، چې د الله له مسجدونو څخه یې خلک منع کړي، چې هلته د الله نوم واخیستل شي، او هڅه کوي چې مسجدونه وران کړي.”
همدارنګه، په احاديثو کې راغلي دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم مسجد ته درناوی کاوه، او حتی که ماشوم یا لیونی هم پکې وای، نه به یې ایسته، د مسجد د احترام له امله.
خو خوارج په تاریخ کې مسجدونه، زيارتونه او مدرسې خپل د برید هدف ګرځولي دي، نني داعش، چې د خوارجو عصري ممثل دی، په عراق، سوريه او افغانستان کې ډېر مسجدونه، مدارس او زيارتونه ويجاړ کړي دي، دا ځکه چې هغوی تکفيري فکر لري او نورو مسلمانانو ته کافران وايي.
۷- انتحار (ځان وژنه)
الله تعالی فرمایي: وَلَاتَقْتُلُواأَنفُسَكُمْ (النساء: ۲۹) ژباړه: “خپل ځانونه مه وژنئ، الله پر تاسې مهربان دی،”رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:”من قتل نفسه بشيء، عُذِّب به يوم القيامة.” (بخاري و مسلم)
ژباړه: “څوک چې خپل ځان په یو شي سره ووژني، د قیامت په ورځ به په همغه شي عذاب شي.”
د همدې قرآني او نبوي ارشاداتو خلاف، خوارج د ځانمرګو بریدونو مشهوره ډله ده، دوی ځانونه الوځوي، مسلمانان وژني، او دا عمل د دوی لپاره عبادت ګڼل کېږي، حال دا چې دا په اسلام کې حرام او د دوزخ لامل دی، دا ځان وژنه ده او شرعاً حرام عمل دی.