جهاد د زخمي امت یوازینی درمل!

ابو جاوید

#image_title

د غرب د پرلپسې هڅو پایله دا شوه، چې جهاد د مؤمنانو په ذهنونو کې د ترهګري او وحشت په نامه ترسیم شو، د اسلامي نظام د احیاء په پار مبارزه کوونکي د دې پر ځای چې محسن وپېژندل شي، د مؤمنانو په اذهانو کې ترهګر ترسیم شو، دغه د غربي پلانونو له جملې یو هغه و، چې په بشپړه توګه پلي شو.

 

دا تر لمر بارزه خبره ده چې جهاد یوازینۍ لاره ده چې د کفر اتباع ترې زیات په وېره کې دي، دوی د تاریخ په اوږدو کې خپل د زوال او انحطاط تراخه د جهاد له ډګرونو او توندو معرکو څښلي دي، هغه وخت چې امت د عروج لوړو ته ختلی و، د همدې جهاد په توسط یې په دغو لوړو کې خپل ځان د عظمت او پرتم په ننداره کې کاته، د تاریخ په هر کونج کې چې کومه ځلا او تجلی وي، هغه به د جهاد او مبارزې له برکته وي.

 

مدینې منورې ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر هجرت وروسته هغه صلی الله علیه وسلم دولت جوړ کړ، خو د دولت د ساتنې او د اسلامي نظام د قلمرو زیاتونې په خاطر یې د مغازي‌‌وو یو داسې تاریخ پرې ایښی، چې د هر نظام لپاره الګو او اساس دی.

 

خو دلته بد مرغي داده چې د غزاء ګانو دغه وسیع باب د امت له ځوان نسل نه پنهان پاته شوی، هغوی ته نه غزاء ګانې تحلیل شوي، نه تدریس شوې دي.

 

د قلم خاوندان دي دغه رسالت اداء کړي، د رسول الله صلی الله علیه وسلم هر قدم د مصلحت او حکمت په اساس دی، که غزاکانې تحلیل شي، یقین وکړئ دېرې شبهې به دفع شي، هغوی چې د امارت تګلاره نقدوي، خوله به یې بنده شي، ټولې ادعاوې به یې باطلې شي.

 

زما اراده ده چې په دغه باب کې هڅې وکړم، ان شاء الله! د رسول الله صلی الله علیه وسلم غزاګانې به په مسلسل ډول تر تاسو در ورسوم، اللهم وفقني لما تحبه وترضاه!

هرماس الافغاني
Exit mobile version