محمود محفوظ
حامداً او مصلیاً اما بعد:
په جمهوري سلطنت کې، يو وګړی د عمومي خلکو له خوا حاکم ټاکل کېږي، چې د جمهور رئيس په نامه سره يادېږي، دغه جمهور رئیس ته ټول هغه اختيارات په واک کې نه ورکول کېږي، چې د يو مهربان سلطان لپاره يې اړتیا وي، په ځينو معمولي چارو کې هم جمهور رئیس مجبور وي او د خپلې هيلې او خواهش خلاف کار به ترسره کوي.
د حکومت اصلي اساسي مرکز نه وي معلوم، واک سره وېشل شوی وي، خلک په حکومت کې په يو نه يو ډول ونډه لري، څوک مستقيماً په حکومت کې داخل وي، چا خپل نماينده ګان ټاکلي وي، چې د هر چا په ټاکنه کې د اقلیت لاس وي، ولې ځکه چې نوماند خلک هغه که رياست جمهوري ته وي، يا پارلمان يا هم داسې نورو لویو او کوچنیو نماينده ګيو ته، نو هر نوماند ته په ولس کې څه خلک خپله رايه ورکوي، له ټولو نوماندانو څخه یو کس کامياب اعلانېږي، پاتې نور نوماندان، د هغه ملاتړ کوونکي او رایې د کثافاتو ساتل ته اچول کېږي. نو له پورته حقيقت څخه څرګندېږي، چې جمهوريت د اقلیت ګټې خوندي کوي او اکثریت محکوم ساتي.
جمهوري نظامونه ظاهراً ښکلي او غولونکې بڼه لري، ملت ته بې بند و باره آزادي په لاس ورکوي، په مملکت کې ډيموکراسي حاکموي، ټول هغه مذهبي قیودات او قوانين چې بشري فطرت کنترولوي له منځه وړي، په کورونو کې، د يوازې والي په وخت کې، په بيدياوو، دښتو لارو، غرونو، رغونو او نورو ځايونو کې تل انسان د حکومت له سلطې څخه آزاد وي، په دغسې ځايونو کې يوازې مذهبي قیودات کولای شي او حکومت نشي کولای چې انسان له، غلا، قتل، وژنو، زنا، لوټمار، قاچاق، او داسې نورو نواقصاتو څخه بچ کړي، کوم چې د يو هېواد د وګړو امنيت، ډاډ او آرامتیا ته زيان رسوي.
که د ځمکې پر مخ ټول اوسیدونکي انسانان لا مذهبه شي، نو د ځمکې مخ به د وژنو، وينو تويولو، غلا، زنا، تښتونو، درواغو، دوکو، او فرېبونو په لوبغالي بدل شي، او د ځمکې مخ به د اوسېدونکو لپاره جهنم وګرځي.
د جمهوري نظام يوه بله نيمګړتيا داده چې، د جمهور رئيس د واک يا سلطنت موده مالومه ده، ډېر کله داسې هم پېښه شي چې، يو تجربه کار، ملت او هېواد ته ګټور او ارزښتناک سړی يوازې له دې امله له کار څخه لرې کړای شي او د نوي سړي د ټاکنې زحمت ګالنه د پر ځان ومنل شي، چې د پاچا د پاچاهۍ موده (وخت) پوره شوې ده.
د يو مملکت خليفه په حقيقت کې د ملت خادم، څوکيدار، او امين وي، نو چې يو خادم، امين او پاسبان خپل مسؤلیتونه په صحیح توګه سرته رسوي، نو بيا ولې خپل ځانونه ملت او هېواد په يو نوي ازمېښت کې اچوو. زوړ امير بدلوو او نوي انتخابات ترسره کوو.
ماخذونه:
۱- د اسلام تاریخ- مولانا اکبر شا نجيب آبادي.
۲- د افغانستان اساسي حقوق- ډاکټر عبدالعلي محمدي.