حماس انقیادي
تکفير د تفعيل له باب څخه دی چې د باب تفعيل يو خاصيت نسبت د فاعل دی ماخد د باب ته لکه:
کفَّرته چې معنی یې ده نسَبتُه الی الکفر، نو د تکفير معنی ده يو څوک کفر ته منسوبول چې په شرعي اصطلاح کې يو څوک کفر ته منسوبول يا کافر بللو ته تکفير ويل کيږي.
تکفير په مطلق ډول قبيح نه دی، تکفير د اسلام د قلعې لپاره يو مظبوط ديوال په څير دی، اسلام د يوې کنډوالې په څير نه دی چې وتونکی او ننوتونکی يې تر هيڅ محدوديت لاندې نه دی بلکې دلته حدود شته چې په هغې سره يو سړی په دې قلعه کې مونږ يا داخل يا خارج بللی شو.
اسلام داسې يوه محوطه نه ده چې يو څوک دې ورته را ننوځي نو بيا يې وتل نشته؛ نه بلکې داسې معايير شته چې پر بنسټ يې يو څوک له دې قلعې خارج بللی شو خو هغه معايير د يو فرد، تنظيم او يا د يو زمان په واک کې نه دی او نه څوک د تکفير لپاره له ځانه اصول مقررولی شي.
د عثماني خلافت په را پرځرولو کې د هغو خائنينو لوی لاس ؤ چې په تکفيري فکر سره يې په دې بهانه ياد خلافت را ړنګ کړ چې ګواکې دا اسلامي خلافت نه دی؛ بلکې د خلافت حاملين يې مشرکان بلل.
د حرمينو نجدي متوليانو د نجدي فکر په خورولو سره ډېر مسلمانان مشرکان وبلل او د همدې فکري انحراف له امله دا دی دوی مسلمانان په مختلف فيها مسايلو کافر او وينه يې حلاله بولي.
د تکفير درې مهم اسباب دي:
الف: جهل.
ب : بي ځايه افراطيت.
ج: د مستبدو ظالمو مظالم او وحشتونه.
هغوی چې د رسول الله ﷺ له سيرته نا خبره دي، همدا خامي يې د دې سبب شوه چې په قرآن او حدیثو کې د وعيد ټول موارد په کفر حمل کړي.
همدا ډول الله تعالی فرمايي:
وَكَذَٰلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا لِتَكُونُوا…الخ
چې اسلام مونږ ته د اعتدال او منځ رويې لار را ښايي خو هغوی په دين کې د بي ځايه افراط په وجه له سمې لارې ګمراه شول.
همدا ډول د تکفيري فکر په خورولو کې د اشغالګرو او د هغوی د ګوډاګيانو هغه مظالم او وحشتونه هم لوی رول لري چې دوی د مسلمانانو په وړاندې تر سره کړي دي.
د حنفي فقهې علماء په يو چا د کفر په حکم کولو کې ډير احتياط کوي، ځکه سلف په دې حکم کې ډېر محتاط په دې وجه ؤ چې که په تکفير کې بيړه وشي يا دا حکم هر چاته په لاس ورکړل شي په امت کې به د قتل او قتال دروازه خلاصه شي او هر څوک به خپل مخالف په سستو او وهمي دلايلو کافروي.
له همدې امله يو د تکفير عام احکام دي او يو تنزيل د هغه حکم دی په يو معين باندې چې د دواړو تر منځ توپير وجود لري هغه داسې:
مونږ د بيلګې په توګه وايو: د فرض له لمانځه انکار کفر دی خو که مونږ وايو چې فلانی سړی کافر دی، ځکه د فرض لمانځه له فرضيت څخه منکر دی نو يوازې همدومره بسنه نکوي بلکې دا حکم بايد له څو مرحلو تېر شي.
د تکفير لپاره علماء څلور شرطونه وړاندې کوي:
دا ثبوت چې دا ويل يا کول، يا عقيده لرل، يا نه کول، د قرآن او سنت په استناد کفر دی.
دا ثبوت چې ياد کار له مکلف څخه صادر شوی.
د حجت دليل رسيدنه.
دا ثبوت چې دې معين شخص کې به موانع التکفير( د کفر حکم منع کوونکي ) نه وي موجود.
موانع د تکفير څلور دې:
جهل:
که نوموړی کس د دې حکم په فرضيت ناخبره ؤ ، دليل يې د انواط حديث دی چې اصحاب السنن نقل کړی چې صحابه کرامو رسول الله ﷺ ته وفرمايل: اجعل لنا ذات انواط کما لهم ذات انواط.
دلته هم صحابه چون له دې حکم نا خبره ؤ ، نو رسول الله ﷺ په ياده خبره دوی کافران ونه بلل.
خطاء:
له نوموړي کس په خطايي کې داسې څه صادر شول چې سبب د کفر وي ، دليل يې د ناقي مشهور حديث دی چې کله هغه په اوبو او خوارک بار اوښه پيدا کړي نو له ډيرې خوشحالۍ ووايي: انت عبدي و انا ربک.
اکراه:
نوموړی کس چا مجبور کړی ؤ چې کفر وکړي ، دلیل يې: ( الا من اکره وقلبه مطمئن بالايمان).
تأويل:
نوموړي کس تاويل کاوه، دليل يې د قدامه بن مظعون حديث ده چې د حضرت عمر رضي الله عنه په خلافت کې د حلال ګڼلو په وجه يې شراب وڅښل، ځکه نوموړي د دې آيت غلط تاويل کولو: ليس علی الذين امنو و عملو الصالحات الخ.
نو مونږ اوس ويلی شو چې له فرض لمانځه انکار کفر دی خو که ووايو چې فلانی کس ځکه کافر دی چې له فرض لمانځه منکر دی نو بايد مونږ پورتني شرايط پوره کړي وي، چې آيا دلته خو د تکفير موانع شتون نلري؟ ياد کس چې مونږ پرې د کفر حکم کوو آيا عقل يې سالم دی؟ ليونی يا خو بې هوشه نه دی؟ د دې فرضو د فرضيت تاويل کوونکی خو نه دی؟ يا د دې فرضو له فرضيته خو بي خبره نه دی؟ يا نوموړی کس خو د چا لخوا تر فشار لاندې نه دی؟ او آیا له نوموړي خو دا قول په غلطي کې نه دی صادر شوی؟
خو د بغدادي خوارج دا اصول نه پيژني، هغوی په سوريه کې لومړی د سوریې ائتلاف او هيئة الارکان کافر وبلل ځکه چې د بشار په وړاندې له امريکا کومک اخلي او په سوریه کې ديموکراتيک نظام غواړي.
وروسته يې ټولې هغه جهادي ډلې لکه الجبهة الإسلامية، احرار الشام او يا نور په دې دليل کافر کړل چې دوی د هيئة الارکان او جيش الحر سره د بشار په ضد په ځينو عملياتو کې ګډون کړی او جيش النصرة له دې امله مرتد بولي، هغوی تل د احرار الشام سره په عملياتو کې ګډون کوي او د داعش پر ضد ډيری عمليات پر مخ وړي.