ايا داعش د واقعي اسلام سره تړاو لري…؟

 

کله چي مو د داعش نوم تر سترګو شي او يا کله چي د داعش نوم په غوږونو واورى، حتماً به مو په فکرونو کي ( د انتحار، کشتار، وحشت، غارت، ناوړه چلند، د انسانانو له سرونو سره لوبې او هغه څه چي په عادي ژوند کي ناممکنه وي) وګرځي
داعش چي په خونخوارو کړنو خورا مشهوره او د مسلمانانو تر منځ منفوره ډله ده، اوس د نړۍ په ګوډ ګوډ کې د مختلفو اديانو مختلف اشخاص دا تور پورې کوي چي ګواکي داعش د اسلام څخه را ولاړه شوې پديده او داعش په اسلام پورې مربوطه ډله ده
ايا په رښتیا هم داعش د واقعي اسلام څخه استازي توب کوي..؟
نه بلکل نه، موږ دلته تاسو ته د نړۍ د مشهورو علماوو نظرونه او فتواوې د داعش ډلې په اړه درته وړاندي کوو

لومړۍ : د عراق د اهل سنت علماوو ټولنه وايي.
ډيره جالبه ده چي داعش ډلې د موصل د نيولو څخه مخکي په موصل ښار کي اوسيدونکو عيسويانو ته د ښار پريښودو مهلت ورکړى وو، په داسي حال کي چي خپل مسلمان عراقي اتباع يې سم له لاسه د نيولو سره سره ووژل او مالونه يې ليلام او کورونه يي قبضه کړل، هغوى زياته کړې چي په داسي حال کي چي اسلام همدغه اهل کتاب عيسويانو ته هم د جزيې په ورکړه سره د ژوند د خونديتابه حق ورکړى دى

دوهم : د مصر الازهر جامع مشهور امام احمد الطيب وايي.
داعش يو افراطي، وحشي او په واقعي توګه ترهګره ډله ده، هر څوک چي د دوى تر شاه دي، هر ډول نومونه، بينرونه، تخلصونه، هر څه چي دي يوازي يو استعماري محصولات دي چې د نړيوال صهيونيزم په نوې نسخه کې خدمت کوي او د غربي نړۍ په مرسته د عربې نړۍ او ختيځ د نا امنه کول لپاره اکمال کيږي او دا ډير د افسوس ځاى دى چي په دوى کې د ناپوهۍ له وجې د اسلام منعکس تصویر نړۍ ته وړاندي کيږي

دريم : د سعودي مشهور عالم مفتي عبدالعزيز الشيخ وايي.
داعش د هغه مکتب نوم دى چي افراط، ترهګرې، جنګي مفکورې د ځمکې پر مخ د تخریب په پار خپروي او انساني تمدن لمنځه وړي چي دا د واقعي اسلام سره په پوره معنا په ټکر کي دي
دوى د اسلام لومړي دښمنان دي او مسلمانان يې لومړي قربانيان دي

څلورم : د کعبې مشهور او خوږ ژبى امام قاري عبدالرحمن سديس وايي.اسلام د داعش له وحشيانه کړنو څخه بيګناه دى

نوموړى وايي : د اسلام په نوم دا وحشیانه عملونه د دې لامل کیږي چې اسلام د هغو کسانو په ذهنونو کې چې په اسلام نه پوهیږي، له وحشت سره په تړاو لرلو تورنوي
د اسلام تر ټولو سخت دښمنان هغه جاهل مسلمانان دي، چې په خپلو کړنو سره د اسلام ریښتینې مانا تحریفوي او نړۍ ته دا فکر ورکوي چې اسلام همدا دی

پنځم : د اسلامي هيوادونو مشترک اسلامي شورا وايي
په اسلام کې له ټولو اړینو زده کړو پرته فتوا صادرول حرام دي.  بیا هم فتوا باید د اسلامي قانوني تیوري تعقیب کړي لکه څنګه چې په شرعي او کلاسيک متنونو کې تعریف شوي.  دا هم حرام دي چې د قرآن د يوه آيت يا د يوه آيت يوه برخه نقل کړي، پرته له دې چې هر هغه څه چې قرآن او احاديث د دې موضوع په اړه ښوونه کوي
د حکم اخيستلو لپاره په بل عبارت، د فتوا لپاره سخت موضوعي او هدفي شرایط شتون لري، او هیڅوک نشي کولی د ټول قرآن او حدیث په پام کې نیولو پرته د قانوني دلیلونو لپاره قرآني آیتونه وړاندي او ناسم استعمال کړي
يادې شورا داعش د اسلام څخه په خروج يعني خوارج تعریف کړي دي

شپږم : د نړيوال جهاد مشهور عالم ابو قتاده وايي.

دا ډله په ټولو مسلمانانو د واکمنۍ واک نه لري او د دوی اعلان په هیچا باندې نه تطبیق کیږي مګر پخپله پر دوى باندي

د مخالفانو د وژلو ګواښونه، د نورو جهادي ډلو او له مخالفینو سره د جګړې له تاوتریخوالي ډکه طریقه لویه ګناه ده، چې د دې ډلې واقعیت منعکسوي
دا ډله په ريشتيا خوارج دي

اووم : د القاعده تنظیم د شام جبهې مشهور عالم ابو عبدالله الحسيني وايي
دوى داعش خوارج دي، دوى په ټوله نړۍ کي د کفري هيوادونو او ظالمو نظامونو پر ځاى اول ګذار د جهادي تنظیمونو پر سينو کړى دى
دوى هميشه خپل ګريوان ته لاس اچولى دى
دوى تر نورو ډير اسلام ته ضرر رسولى دى

اتم : په عربي نړۍ کي د جهاد ځلانده ستورى اردني عالم ابو محمد المقدسي وايي
زه تاسو داعش ته نصیحت درکوم، ستاسو د خپل ځان لپاره، د ټولو ظلمونو لپاره خدای ته توبه وکړئ، ظلم د قیامت ورځ درباندې تیاره کوي.  په یاد ولرئ چې خدای به په هغه چا رحم نه کوي چې په نورو رحم نه کوي
ستاسو خونړی او تیریدونکی طبیعت د اسلام تصویر خرابوي او د خدای له پیغام څخه لرې دی

ليکوال : ابو حمزه موحد

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version