لیکنه: حمدالله مبارز
انسان څه ته وایي؟ دا چې انسان ته خدای پاک دخبرو کولو، علم ، عقل او حیأ ځواک ور بښلی ـ الهي هدف په کې څه دﺉ ؟ آیا دغه الهي مخلوق هسې خوشې په خوشې پیدا شوی ، او که نه د خپل خدای او د خدای د نور مخلوق په وړاندې مسؤلیتونه هم لري ؟ که د نورو په وړاندې مسؤلیتونه لري ـ نو د انسان انساني دندې څه دي ؟
را به شو ددې پوښتنو ځواب ته چې د انسان کلمه له اُنس او اُلفت څخه اخیستل شوې ، دا کلمه خدای پاک ځکه انسان ته کارولې چې انسان یې له پېله د یوه تن او یوه وجود څخه په خپل بالغه حکمت له نېستۍ نه هستۍ ته له پوهې ، عقل او حیأ سره جوخت منځته را وړی چې د وجود ټول غړي او هره برخه یې د یوه وجود اعضأ دي ، او له هېڅ غړي یې تر هغو پورې کرکه او نفرت نه راځي چې تر څو یې له هغه غړي د خپلې نېستۍ احساس نه وي کړی . خو که د کوم علت له مخې یې د بدن کومه برخه مجبوراً پرې کېږي ، بیا یې هم اروا سره شریکه ده ، او د درد احساس یې د وجود ټولو برخو ته رسېږي .
د مخلوقاتو په پېدا کولو کې د الله تعالی لوی لوی حکمتونه دي، او هر څېز يې د جدا حکمت او فائدې لپاره پېدا کړی، څرنګه چې الله تعالی حکیم ذات دی نو هيڅ څېز يې عبث ندی پېدا کړی لکه چې فرمايي:
( أَفَحَسِبْتُمْ أَنَّمَا خَلَقْنَاكُمْ عَبَثًا وَأَنَّكُمْ إِلَيْنَا لا تُرْجَعُونَ فَتَعَالَى اللَّهُ الْمَلِكُ الْحَقُّ لا إِلَهَ إِلا هُوَ رَبُّ الْعَرْشِ الْكَرِيمِ )
ژباړه: آيا پس تاسې ګمان کوئ چې مونږ عبث پېدا کړی يئ او داسې ګمان کوئ چې تاسې مونږ ته به نه رواستلی کېږئ . پس ډير لوی لوړ دی الله تعالی(له عبثیاتو او نورو عیبونو) باچا حق دی، نشته هیڅوک لائق د عبادت په رښتیا مګر خو هم دی(يواځې) رب مالک د عرش کریم عزت ناک دی.
دارنګه فرمايي:
(وَمَا خَلَقْنَا السَّمَاءَ وَالأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا لاعِبِينَ )
ژباړه: او نه دی پيدا کړی مونږ آسمان او نه ځمکه او نه هر هغه چې په منځ د دوی کې دی په داسې حال کې چې لوبې کوونکي وو مونږ(او هیڅ يوه ګټه(فائده) د دوی په پېدايښت باندې مرتبه نه وي).
همدا راز فرمايي:
(وَمَا خَلَقْنَا السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا لاعِبِينَ مَا خَلَقْنَاهُمَا إِلا بِالْحَقِّ وَلَكِنَّ أَكْثَرَهُمْ لا يَعْلَمُونَ (
ژباړه: او نه دی پېدا کړی مونږ آسمانونه او ځمکه او ټول هغه شیان چې په منځ د دغو دواړو کې دی حال دا چې لوبی کوونکي يو(يعنې عبث) نه دی پېدا کړی مونږ دغه دواړه مګر په حقه سره لیکن زیاتره د دغو(مشرکانو) نه پوهېږي(په دې چې فعل د حکیم هیچېرې له حکمته خالي نه وي).
دارنګه فرمايي:
((حم تَنْزِيلُ الْكِتَابِ مِنَ اللَّهِ الْعَزِيزِ الْحَكِيمِ مَا خَلَقْنَا السَّمَاوَاتِ وَالأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا إِلا بِالْحَقِّ وَأَجَلٍ مُسَمّىً وَالَّذِينَ كَفَرُوا عَمَّا أُنْذِرُوا مُعْرِضُونَ) )
ژباړه: رالېږل د دې کتاب(قرآن) دی له طرفه د الله ښه غالب قوی(په نفاذ د احکامو) ښه حکمت والا (چې هر کار په تدبير او مصلحت سره کوی) نه دی پېدا کړی مونږ آسمانونه او ځمکه او هر هغه څېزونه چې په منځ د دی دواړو کې دی مګر په حقه(د پاره د دی چې دلالت وکړی په قدرت او وحدانیت زمونږ) او (په) ټاکلی (مقرر کړی) وعدی سره، او هغه کسان چې کافران شوي دي له هغه څېزه چې دوی پرې ویرولی شي(چې قرآن دی) مخ ګرځوونکي دي.
الله تعالی هيڅ څېز يې بی فائدې او بی حکمته ندی پېدا کړي او هغه کسان چې د ځمکې او آسمانونو پېدايښت ته عبث او بی فائدې وايي رب تعالی د هغو په اړه فرمايي:
(وَمَا خَلَقْنَا السَّمَاءَ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا بَاطِلًا ذَلِكَ ظَنُّ الَّذِينَ كَفَرُوا فَوَيْلٌ لِلَّذِينَ كَفَرُوا مِنَ النَّار)
ژباړه: او نه دی پيدا کړی مونږ دغه آسمان او ځمکه او هغه ګرد(ټول) مخلوقات چې د دغو دواړو په منځ کې دی په باطله سره، دغه(پېدا کول د دغو په باطله سره) ګمان د هغو کسانو دی چې کافران شوي دي. پس عذاب هلاک خرابي ده د پاره د هغو کسانو چې کافران شوي دي له اوره(چې سوځی به په کې).
لنډه دا چې: انسان په پېدايښت کې د الله تعالی زیات حکمتونه دي چې په ځېنو يې پوهېږو او ځېنې باندې نه پوهېږو، په دنیا کې انسان د ځمکې پر مخ خليفه وګرځيد، او د خلافت مقصد په انسان باندې امتحان کول وو، د خلافت موضوع يې د الله تعالی پېژندګلوی او عبادت دی، نو داسې وايو چې د انسان دپېدا کولو اهداف عبارت دي له:
۱ – د الله تعالی معرفت او پېژندنه.
۲ – د ځمکې خلافت ورته سپارل.
۳ – په نعمت او نقمت د انسان ازميښت.
څرنګه چې الله تعالی انسان ته پر نورو مخلوقاتو کرامت ورکړی نو ځکه يې ورته په توحید منلو امر کړی، او په ایمانیاتو باندې باور لرل يې پرې لازمي کړی.او د ځمکې خلافت يې ورته سپارلی.
په دې اړه د نبي (عليه السلام) یو مبارک حدیث :
رسول اکرم (صلی الله عليه وسلم) هم په دې اړه په مبارک حدیث کې ویلي چې (( کله حضرت آدم (ع) د الله په قدرت منځته راغۍ ، الله (ج) د حضرت جبرئیل (ع) په لاس دری څیزونه ور ته را ولېږل ، هغه دری شیان ( یو علم ـ بل عقل ـ او درېیم یې حیأ وه ، ) او حضرت آدم (ع) یې په کې خوښمن کړ چې په دې درېیو کې یو یې خوښ کړه ، څرنګه چې الله (ج) انسان فاعل مختار پیدا کړی ، او پرته له الله نه د بل هېچا غلام نه دﺉ ، نو حضرت آدم (ع) هم په خپله خوښه په ورته راوړیو درېیو څیزونو کې په عقل ګوته کېښوده ، او حضرت جبرئیل (ع) ته یې وویل چې زما یې عقل په کې خوښ دﺉ ، د آدم له دې خوښې کړې برخې سره سم علم او حیأ پر آدم (ع) غږ وکړ چې اې آدمه ! کله چې موږ دری واړه خدای پاک پیدا کړو ، را ته ویې ویل چې هر ځای عقل وي ، تاسو دواړه ( علم او حیأ ) به یوځای ور سره وۍ. له دېنه دا سې برېښي چې انساني مخلوق ته خدای پاک دری څیزونه ور کړي دي (علم ـ عقل او حیأ ) . او انسان طوطي هم نه دﺉ چې یوازې د نورو د تقلید او پېښو کولو توان لري ـ خو له ځانه د تفکُرـ اندېښنې او تعقُل کمال په کې نه وي . بلکي د دری ګونو قوو څخه جوړ شوی یو مخلوق دﺉ چې پر کارولو او تعمیل یې مُکلّف دﺉ . اوس چې دا دری واړه شیان د نور مخلوق په پرتله ټول د انسان په برخه شوي ، نو انسان د خپل عقل له مخې پر خپلو ټولو کړو وړو پړ هم دﺉ . او هغه دوه مسؤلیته لري، یو د خپل خدای ـ او بل د خدای د نورمخلوق په وړاندې . دا په دې مانا چې مکلف انسان خدای ـ او د خدای مخلوق ته یوه مسؤله مرجع ده ، او غیر مسؤل نه دﺉ . ځکه انسان ته د عقل له مخې دغه دواړه وجیبې ور په غاړه دي ، اود خپل هر عمل ځواب به د خپل خدای په وړاندې وایي . له دېنه دا جوته شوه چې انسان هسې خوشې په خوشې هرزه نه دﺉ پیدا شوی ،د هغه دندې په ژوند کې یوازې د خدای عبادت ـ او بني آدم ته په انساني چوکاټ کې پرته له ښکېلاک او ځبېښاکه خدمت کول دي او بس . آدم ـ او بني آدم ټول پر خپل وخت او موکه مسؤل وو ، دي ـ او وي به . پیغمبران هم مسؤل وو ، او اُمتونه یې هم مسؤل دي . څوک چې د سالم عقل څښتنان دي هغه ټول په خپله وسه د یوه خدای د عبادت تر څنګ د بني آدم د چوپړ مسؤلیت هم لري . خو مسؤلیت هغه وخت یوچاته ور په غاړه وي چې علماً ـ عقلاً او جسماً روغ او د خدای او مخلوق له خوا ورته ستر داسې امانتونه سپارل شوي وي ترڅو په هغه کې حقُ الله او حقوق العباد ټول په متوازنه او متعادله توګه داسې سره را ټول وي چې پرقسط ولاړ نظام او معاشره یې بیا په کې د شیطاني غوښتنو د سر صدقه نه شي . او د خپلې انساني ټولنې له پاره یو داسې نظام برابر کړي چې هلته د انسان له خوا د انسان له اوږو څخه د غلامۍ ژغ ښکته ـ او ټول د یوه الله د قانون تر سیوري لاندې د ورورۍ ژوند سره تېر کړي . الله (ج) ددې منصب د پاره د شمسي منظمې د ځمکې پر مخ ددې کار د پر مخ بېولو له پاره انسان ته تر ټولو غوره قانون ( اسلام ) ، او ددې اسلام د تطبیق له پاره یې تر ټولو غوره انسانان غوره کړ ي چې د بشري تاریخ په اوږدو کې یې خپل خپل اُمتونه د الله (ج) د ور سپارل شوي دین په رڼاکې د الله (ج) له خوښې سره سم پر لاره برابر کړي ، خو د طاغوت په وړاندې د مقابلې له پاره یې لومړی د (ادْعُ إِلِى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَالْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ وَجَادِلْهُم بِالَّتِي هِيَ أَحْسَنُ ) لاره د کاږه انسان د سمولو له پاره خپله کړې ، او که پر دې هم د خدای لارې ته نه دي سیخ شوي ـ نو بیا یې د (وَأَعِدُّواْ لَهُم مَّا اسْتَطَعْتُم مِّن قُوَّةٍ وَمِن رِّبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدْوَّ اللّهِ وَعَدُوَّكُمْ ) له ستراتیژۍ نه کار اخیستی ، تر څو د ځمکې له مخ نه فحشأ ـ منکرات او بغاوتونه ورک شي ، ځکه ټوله ځمکه د خدای د عبادت له پاره ده ، نه د عبث او نارواکارونو له پاره . او الله (ج) ددې منصب مسؤلیت هغه چاته ور په غاړه کړی چې د همدې موخې له پاره یې خپل ژوند وقف کړی وي . لکه چې په قرآن عظیم الشأن کې په دې اړه الله (ج) فرمایلي:
د ځمکې پر مخ د واک اوسیاست چلولو مسؤلیت د څه ډول انسانانو حق دی؟
((وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلاَئِكَةِ إِنِّي جَاعِلٌ فِي الأَرْضِ خَلِيفَةً ….الايه)) البقره (۳۰ ) آیت
ژباړه : او یاد کړه ( اې محمده ! ) هغه وخت چې پر وردګار پرښتو ته وویل : بېشکه زه په ځمکه کې د یوه خلیفه ګر ځوونکی یم ، (حضرت آدم علی نبیّنا وعلیه الصلوه والسلام ) الله (ج) خپل خلیفه په ځمکه کې مقرر کړی .
د خلافت له کلمې څخه په ډاګه څرګنده ده چې الله (ج) د ځمکې پر سر واک اختیار فاعل مختار آدم (ع) ته سپارلی ـ تر څو د خپل خدای ور کړي علم ، عقل ، او حیأ په رڼا کې د هغو صحیفو په چوکاټ کې له خپل الله سره د عباداتو ـ او له مخلوق سره د معاملاتو د ستراتیژۍ له مخې یو داسې پېیلی نظام جوړ کړي چې په انساني ټو لنیزه کورنۍ کې د هر وګړي ټول خدای ور کړي فطري حقوق تر پایه پورې ژوندي او خوندي وي .
د انساني نظام بنسټ اېښودونکی ابوالبشر د انساني ټولنې لومړنی حاکم او سیاستوال ؤ چې پر بنیادمانو یې الهي احکام عملي کړي ، او ټولو پرته له ( قابیل ) نه ددې احکامو تعمیل ته غاړه اېښې . خو د آدم په ځوځات کې داسې څوک هم را وټوکېدل چې د ظلم او تېري بنسټ یې د اولیأ الشیطان د کړنلارې له مخې کېښود ، او د خپل هرسؤ هدف تر لاسه کولو او هر ناروا عمل تر سره کېدو له پاره یې داسې ستراتیژي جوړه کړه چې پر تعمیل یې غیر ناطق ژوي هم شر مېږي . د انسانانو دې اړخ په لوی لاس خپل ځانونه او نور پیروان د انسانیت له چوکاټه ایستلي ، او د ځان له پاره یې داسې محیط جوړ کړی چې په هغه کې پرته له نور څه یوازې د مادي اړخ خپله ګټه ویني ، یو شمېر خو داسې کسان هم په کې شته چې یوازې پر معقول یې عقیده شته ، خو پر منقول یې هېڅ باور نه شته . او د ټولنې مشري او واکمني پر شته امکاناتو ـ مال او نسب د خپل ځان حقّه حق ګڼي ، نه دا چې علمي او جسمي ځواک ( علم او ادب ، قاطعیت ، بصیرت او درایت ) په پام کې وساتي . دغه ډول خلک دخپل ژوند او واک چلولو موجودیت د نورو په وژلو او لوټولو کې ګوري . خو خبر نه دي چې د هستۍ او نېستۍ ، د پاچاهۍ او ګدایۍ ، عزت او ذلت ، واک اختیار له خدای پاک سره دﺉ ، د هر څه مالک او خالق خدای پاک دﺉ . چاته چې وغواړي ور کوي یې ، او له چانه چې وغواړي ترې اخلي یې . الله (ج) په هر څه قادر ذات دﺉ . چې موږ ددې نمونې د یادبود په توګه د بشري تاریخ په تېر پېر ـ او اوسني بهیر کې په ډاګه د عبرت په سترګو لیدلې او وینو یې .
له دې نه داسې ښکاري چې انسان په معاملاتو کې د انسان د خدمت له پاره پیدا شوی ـ نه د خیانت او تخریب له پاره . ځکه خدای پاک هم په قر آن عظیم الشأن کې هغه چاته د غوره خطاب کړی چې خلکو ته یې ګټه رسېږي ، او هغه ته یې د ( خیرالنّاس من ینفعُ النّاس ) کلمې کارولې دي ، تر څو په تر ټولو ښه روېښ د خدای د نورو بنده ګانو په وړاندې داسې کړه وړه تر سره کړي چې په هغه کې د خدای او د خدای د نورو بنده ګانو رضأیت ، خوښی او ګټه پرته وي . که نه نو ناوړه عمل خو نه خدای ته د قبول وړ دﺉ ـ او نه د خدای تعالی نورو بنده ګانو ته . ځکه له هر څه نه چې د چا خدای ورکړي فطري حقوق مُتضرر کېږي ، هغه ظلم دﺉ ، او ظلم او تېری څوک نه خوښوي . او اسلام د حق او باطل تر منځ داسې شرعي برید اېښی چې د فارق قرآن په رڼاکې یې دغه دواړه سروکي سره بېل کړي ، او حق هېڅکله په باطل کې مُنحلېدی او ورکېدی نه شي . خو ددې کار د تر سره کېدو له پاره سالم مُدیریت او روغې مشر تابه ته اړتیا شته ـ تر څو د تعادل پرتله د حقوقو د احیأ او خوندي کېدو غورچاڼ د انساني نظام د تقرُر او بقأ له پاره په کې څرګند شي . همدېته انساني او اسلامي سیاست ویل کېږي ، یا په بله وینا ؛ اسلامي سیاست هغه کړنلاره ده چې د حقُ الله او حُقوق العبادو تر منځ په مُتعادله توګه ټینګې او رېښتینې رابطې د الهي ظابطې په رڼا کې ساتي . خو په اوسنۍ نړۍ کې سیاست یوه داسې کړنلاره بلل کېږي چې دولتونه یې د خپلو ملي ارمانونو پوره کولو له پاره کاروي . او په نوره مُتمدنه نړۍ کې له هرې لارې هدف تر لاسه کولو ته سیاست ویل کېږي . چې ددې دواړو تعریفونو لږ او ډېره نیمګړتیا له ورایه مالومېږي ، په دې تعریف کې د انساني بڼ د ونو ټولو رېښو ته هغه شان تغذیه نه رسېږي چې له ثمرو یې انساني پر ګنې خپلې فطري ګټې په کې تر لاسه کړي . ځکه چې دغه ډول سیاست پر روابطو ولاړ وي ، نه په ضوابطو. او حال دا چې ضوابط تل د بشري پېښلیک په اوږدو کې د روابطو پر سولۍ را ځړېدلي دي . او چېرته چې رابطه واکمنه وي ، ضابطه په کې ترور او له منځه تللې ، همدلته ده چې د انساني معاشرې نظام له منځه په کې ځي ، او پر ځای یې باطل واکمن شي . خو یاده دې وي چې باطل هېڅکله هم د حقوقو مدافع وکیل او مشر نه شي جوړېدی ، ځکه په باطل کې د حق او حقیقت جوهر نه شته چې د خلکو تر منځ د ښه او بد فرق وکړي ـ او حق حقدار ته وسپاري . په داسې حال کې چې د مشر تابه (خلیفة الله) له خواصو یو هم دادﺉ چې په معاملاتو کې د هر چا خپل خدای ورکړی حق پرته له غبن او حق پټولو نه ور کړي . نه چې حقوق په غیر مسؤله تو ګه د زدو بندونو او ناروا اړیکو قرباني کړي .
حضرت داؤد (ع) ته ولې خدای پاک د ځمکې پرمخ دخلافت او په عدل د حکم چلولو امر وکړ؟
له حضرت آدم (ع) نه نیولې ـ بیا آن تر حضرت محمد (ص) پورې ټولو مبعوثو پیغمبرانو ته د ځمکې واک اختیار د الله (ج) له لوري د بالغه حکمت له مخې ځکه سپارل شوی ؤ چې پر دوی ټولو کې الله (ج) د متوازن عدل او قسط له خدایي اخلاصه ډک جوهر ځای کړی ؤ . له همدې کبله بل ځای د خلافت په اړه الله (ج) داسې فر مایلي :
(يَا دَاوُودُ إِنَّا جَعَلْنَاكَ خَلِيفَةً فِي الْأَرْضِ فَاحْكُم بَيْنَ النَّاسِ بِالْحَقِّ وَلَا تَتَّبِعِ الْهَوَى فَيُضِلَّكَ عَن سَبِيلِ اللَّهِ إِنَّ الَّذِينَ يَضِلُّونَ عَن سَبِيلِ اللَّهِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ بِمَا نَسُوا يَوْمَ الْحِسَابِ ))د (ص) سورت (۲۶) آیت .
ژباړه : (( اې داؤده ! (ع) ته موږ په ځمکه کې خلیفه ګرځولی یې ( چې لوی سلطنت مودرکړیدﺉ ) ، نو د خلکو په منځ کې په حق سره حکم وکړه ، او د هوا مطابعت مه کوه (په احکامو کې د خپل نفس ) پس تابه دغه هوا د الله له لارې نه بې لارې کړي . بېشکه هغه کسان چې د الله (ج) لاره ورکوي (بعدم الا یمان به) دوی ته سخت عذاب شته . ))
په دغه آیت کې الله (ج) پر حضرت داؤد (ع)باندې امر کړی چې د الله (ج) د احکامو عملي کول او د معاملاتو فیصلې او پرېکړې له شریعت سره سمې په عدل او انصاف داسې تر سره کړه ـ چې د نفساني غوښتنو یوه ذره هم په کې څرګنده نه شي . ځکه چې نفساني هوا او هوس سړی د الله (ج) له لارې بې لارې کوي ، او بیا د ښې شپې ورځې خاوند نه شي کېدی . هوا او هوس له دوی نه د حساب کتاب ورځ له یاده باسي ، (( ګومان هم نه کوي چې یوه ورځ به دوی له خدای سره مخ ، او د یوې ذرې حساب کتاب به را سره کېږي ، په داسې حال کې چې د قیامت په ورځ په دغه کسانو ډېر سخت عذاب د الله (ج) د احکامو د شاته غور ځولو او هېرولو له امله را ځي . ))
د قرآنکریم په دغه آیت کې الله (ج) خپل نازولي اولی العزمه پیغمبر حضرت داؤد (ع) ته د ځمکې پر مخ د واک چلولو د منصب تر څنګ داسې امر کړی چې په انساني معاملاتو کې الهي احکام له نفساني غوښتنو پرته په عدل ، انصاف او قسط سره د شریعت له مخې عملي کړي ، ځکه چې د الهي احکامو پر عدل او قسط ولاړ تعمیل د شریعت له مخې یو الهي امانت دﺉ . او الهي امانت د پیغمبرانو په څېر پرته له نفساني او شیطاني غوښتنو سپېڅلی وجدان ، ویښ ضمیر او ریښتینی صداقت غواړي . او په چاکې چې د عقل ، علم او حیأ تر څنګ ریښتینی ویښ ضمیر، صداقت او سپېخلی وجدان موجود وي ـ هغوی د خپلو ټو لنو ریښتیني واکوال او استازي هم وي ، ځکه چې هغوی هېڅکله هم د خپلو نفساني او شیطاني غوښتنو پیروي نه کوي ، او پر دې پوهېږي چې نفس او شیطان دواړه دوی د خپل خدای له لارې د انحراف پر خوا ور سیخوي ، او د رحمان له لارې یې بلې خواته ور اړوي . نو کله چې یو څوک د خدای له لارې کوږ شي ـ په اصل کې یې خپله لاره ورکه کړې ، او لار ورکی انسان هېڅکله هم نورو داسې انسانانو ته لاره نه شي ور ښودلی چې هغوی د ریښتیني مخکښ لار ښوونې ته اړتیا لري .
کله چې انسان په شرعي لحاظ د انساني اکمال د بلوغ تر عقلي کچې پورې ورسېږي ـ ور باندې لازمه ده چې د خپل لارښود (مخکښ) په ټاکلو کې له پوره عقل نه کار واخلي ، خپلې ټولې انساني (ځاني او ټو لنیزې) روا خواوې او اړیکې سره وسنجوي ، که داسې څوک یې وموندل چې په معاملاتو کې پرته له خپلسریو ، روابطو او ځاني غوښتنو د فرد او جامعې تر منځ د شرعي احکامو په چوکاټ کې د دوی او ټولنې ، او همداسې د دوی او خالق تر منځ د ور سپارل شویو او سپارل کېدونکو امانتو اړیکو تعادل په سالمه او صادقانه توګه ژوندی او خوندي ساتلی شي ، نو بیا ور باندې واجبه ده چې هداسې سړی خپل مشر او مخکښ وټاکي ، تر څو د خپل انساني ژوندانه په مسیر کې خپله لاره ورکه نه کړي ، او د اولیأ الشیطان پر کږو کوڅو ور برابر نه شي ، چې بیا به هېڅکله د ابدي بریالي ژوندانه خوند ونه څکي ، او خپل ځان او خپله ذریه به په لوی لاس د خدای عذاب ته ور ټېل وهي . خو ددې کار د تر سره کېدو له پاره پر هر چا لازمه ده چې د یو چا د موالاتو او دوستۍ نیولو له پاره د رسول الله (ص) دری خبرې په پام کې وساتي او عمل پرې وکړي :
حضرت محمد (ص) خپلو اصحابو کرامو ته وفر مایل : (( کله چې یو څوک په موالاتو او دوستۍ باندې نیسۍ ، هغوی په درېیو پړاوونو کې وآزمویۍ !
لومړی : له په دوستۍ نیوونکي سره ډېره اوږده انډیوالي وکړۍ ـ او د هغه هر عمل تر خپلې دقیقې څارنې لاندې ونیسۍ ، تر څو تاسوته د هغه ټول خواص او کړه وړه مالوم شي ، ځکه چې هغه ددې انډیوالۍپه ټولو شپو ورځو کې خپل ځان نه شي کنټرولولی ، او خامخا هغه عملونه په (۲۴ ) ساعتونو کې سر ترې وهي چې له نورو خلکو یې پټول غواړي .
دویم : که په لومړۍ آزموینه بر یالي نه شوۍ ـ آزمویونکی ریْس جمهور ؤ ، وزیر ؤ ، والي ؤ ، کوم غټ چارواکې او یا هم په نړیواله کچه کوم امپراطور ؤ ، او تاسې د بندیزونو له کبله ور سره داسې انډیوالي نه شوی کولی ، نو چېرته کوم اوږد سفر و ور سره وکړۍ ځکه په سفر کې هم په (۲۴ ) ساعتونو کې خپل ځان هغسې نه شي کنټرولولی لکه چې په څو دقیقو ـ یا څو سا عتو کې یې د خلکو په وړاندې ځان حق په جانب او واجب الاحترام نیولی وي . خامخا به هغه منفي عملونه سر ترې وهي چې له خلکو یې پټول غواړي .
درېیم : خو که په دوهمه آزموینه هم بریالی نه شو ، نو د آزمویونکي انډیوالان دې وګوري ، که له هر ډول خلکو سره یې ناسته پاسته لرله ـ هغه هم (فهُو منهُم) دﺉ . )) او دا درېیم شرط خو د هر چا پر وس پوره دﺉ چې عملي یې کړي . او له مخې یې یو څوک په موالاتو او دوستۍ باندې په هغه صورت کې ونیسي چې کله یې ټول کړه وړه ور سره تطبیق شي ، او باور یې پرې راشي چې دا سړی به زما ، او زما د اولاد ، ټولنې او دین په حق کې ناروا تصرف او مداخلې نه کوي او هر ه فیصله به د الله د حکم سره سمه پرته له څه کمي او زیاتي نه عملي کوي . خو که پرته له سنجشه په بېباکانه ډول ـ او یا د بل په خوله یو څوک په دوستۍ باندې ونیسي او یا یې خپل مشر وټاکي ، نو په راتلونکې کې چې هر څومره ورانۍ او فسادونه د ځمکې پر مخ خوروي ، او هر چېرې د ټولنې د وګړو حقوق په کې د زدو بندونو او روابطو قرباني کېږي ، او ددین متاع ددنیا سودابازانو ته په لاس کې ورکوي ، مانایې داده چې رأیه ورکوونکي او ټاکونکي له خپلې خدای ور کړې آدمُ الاصلې میراثي پرګنې ( عقل ) نه کار نه دﺉ اخیستی ، سزا یې داده چې په دنیا کې به هم ډېر ژر ذلیل ، بې واکه ، بې وسلې او د بل مزدور وي ، او خدای تعالی به عزت ترې اخلي او د ذلت او برده ګۍ پړی به یې په غاړه کې پروت وي ، او د آخرت په هغه ورځ کې به هم د خدای د پو ښتنو په وړاندې ولاړ وي چې همدغه نفس او شیطاني غریزو د ده د بې ایمانۍ له وجهې پر قیامت باور او عقیده ترې اخیستې ، او د سخت عذاب د څکلو په انتظار به د الهي فیصلې د پېړیو په انډول برابرې شېبې شمېري ، او د ذرې ذرې حساب کتاب به ور سره کېږي .
معاملات دیني او ملي دواړه اړخونه لري ، او دغه دواړه اړخونه یو امانت دﺉ چې د مکلف انسان پر اوږو ور بار دﺉ . خو ساتنه یې د سالمې او روغې ریښتینې مشر تابه په چوکاټ کې د الهي احکامو په تعمیل کې پرته ده ، چې که پام ور ته ونه شي د لوټ کېدو او تلف کېدو احتمال یې هره لحظه لیدل کېږي . الهي احکام هم یو ستر نړیوال امانت دﺉ ، پر حضرت داود (ع) هم له شریعت سره سم دغه احکام دده پر امت باندې د عملي کېدو له پاره د الله (ج) له لوري را نازل شوي ، او هغه یې په معاملاتو کې د سمو او پر ځای متعادلو پرېکړو پر عملي کولو مأ مور کړی ؤ ، تر څو د انسا ن له خوا د بل انسان حق تلف نه شي .
د قرآن د پورتني آیت نه دا څرګنده شوه چې د ځمکې پر مخ د حکومت د چارو واګې الله پاک هغو کسانو ته ور کړې چې عقلاً ، علماً او حیاءاً تر بل هر چاروغ وو ، او د خدای پر دین او خپلو اُمتونو یې ډېر زړه خوږېده . هغوې داسې عُلمأ سؤ هم نه وو چې د خدای (ج) آیتونه یې (په ثمناً قلیلاً ) باندې سوداکړي وي . هغوی د الله (ج) په رانازل کړیو صحیفو او کتابونو کې په یوه توري او یوه کلمه کې هم د خپلې خوښې تصرُف نه دﺉ کړی ، او کټ مټ یې خپلو اُمتونو ته د خپل مأموریت او رسالت په چوکاټ کې په امانته توګه رسولي . هغوی ټول د خدای پاک ریښتیني بنده ګان وو ، او موږ چې ځانونه د نبي آخر زمان اُمتیان بولو ـ پر موږ هم لازمه ده چې د خدای د خوښ کړي دین ددې امانت د ساتلو له پاره منافقو او لادینو عناصرو ته رأیې ور نه کړو ، ځکه هغوی د الله (ج) د هغو طاغي او سر کشو بنده ګانو په کتار کې دي چې موخه او کار یې تل د الله بنده ګانو ـ او د الله (ج) غوره کړي دین ته خیانت کول دي ، دوی لکه مضره باکتر یا ـ یا پرازیتي وایرس تل یوازې خپله تغذیه دنورو په وینه او کالبوتونو کې لټوي . ددوی حکومت او خدمت هم یوازې ددوی په خپل نفس او ګېډه پورې محدود دﺉ . له دېنه آخوا د بل هېچا آزادي ، پوزېشن ( انساني کرامت ) او ژوند په رسمیت نه پېژني . خو ددې پر خلاف خدای (ج) ـ او د خدای بنده ګان له دغه ډول عناصرو نفرت کوي ، ځکه دوی خپله انساني دنده پرې اېښې ، او په اصل کې یې د خدای (ج) ـ او د الله د نورو بنده ګانو دوښمنۍ ته ملا تړلې ، او دوښمن هېڅکله هم د خدای ددین او نورو بنده ګانو استازیتوب او مشري نه شي کولی . که یې وکړي ـ نو دا له عقل نه لرې خبره ده . ځکه هغوی د خپل پر له پسې مردود عمل په بیا بیا تکرارېدو باندې مُعتاد وي ، او عادتي خپل عادت په مرګ باندې پرېږدي ، نه په ژوند . خو که د خدای تعالی له خوا پرې رحم او کرم وشي ، نو دا بېله او په تکوین پورې تړلې خبره ده . او انسان په کې د تصرُف هېڅ حق نه لري . ځکه چې هادي خدای تعالی دﺉ ، نه بل څوک . ځکه انسان ته الله (ج) یوازې په تشريعي اومور کې دا حق ور کړی دﺉ ، او تکویني اُمور یوازې په الله (ج) پورې اړه لري ـ نه په انسان پورې ، ځکه انسان ددې وس او وړتیا نه لري چې په تکویني اُمورو کې دې هم دده لاس وي . د بېلګې په توګه ؛ انساني مخلوق شپه په ورځ ـ او ورځ په شپه ، او یا هم میاشت په کال ـ او کال په میاشت او فصلونو نه شي بدلولی .