افغانستان به نور د نیابتي جګړو مرکز نه وي

رحمت الله فیضان

افغانستان او ایران له شک پرته د ګډ تمدن وارثان دي، د رسمي، څرګندو او ثابتو پولو له تشکیل وړاندي ډیرو واکمنانو پر هغه جغرافیه چې نن د ایران او افغانستان په نامه یادیږي، حکومت کړی او اوسنی ایران د تاریخي ایران یوه برخه ده.
کله چې رسمي پولي ترسیم شوې او حدود وټاکل شول، بیا هم له ایرانیانو سره یو ډول تفکر په ذهن کې پاته شو او هغه دا چي: (افغانستان مال ایران بوده است)
هغه انستنباط چي‌ له دې جملې څخه رامنځ ته کیږی طبیعي ده، چې د افغان ولس د ناراحتۍ او غبرګون سبب او لامل به ګرځي.
که چیرته افغانستان په ۱۹۳۵ کال کې د پارس په څېر د (ایران )نوم د ځان لپاره غوره کړی وای، ایا نن یې دا ادعا کولای شوای چې ووایې (پارس د ایران، یعنې د افغانستان برخه وه،یا ده؟ )
دا چې کله ناکله ایراني ديپلوماتان او روشنفکران د افغانستان په اړه داسي پاروونکي او غیر مسولانه څرګندوني کوي چې د مالکیت بوی ترې راځي، د دا ډول څرګندونو د تفکر ریښه په همدې مغالطه کې پرته ده چې وایي: ( افغانستان مال ایران بوده است )
نن ورځ شرایطو ډیر تغیر کړی، د افغانستان او ایران خلک په دوو خپلواکو هیوادونو کې ژوند کوي چې مختلف ارزښتونه او سیاسي نظامونه لري، خپل جغرافیایي او اقتصادي سرحدونه لري؛ یوازي فارسي ژبه، ګډ تاریخ او د اسلام دین هغه دری عناصر دي چي د دواړو هیوادونو د خلکو ترمنځ روابط جوړولای سي، بس خلاص.
په افغانستان کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او خاص استازی ښاغلی حسن کاظمي قمي چې یو کهنه کار ديپلومات دی او د افغانستان او ایران د روابطو په جوړولو کې یې رغنده ګامونه اخیستي، د ستایلو وړ دی خو دا چي د افغانستان په اړه یې وروستۍ پاروونکي وینا کړې د دې څرګندونو ریښه هم ( افغانستان مال ایران است ) کې پرته ده.
موږ باید ښاغلي قمي ته وریاد کړو چي افغانستان مستقل هیواد او متمرکز نظام لري، دا نظام هم د خارجي سیاست په برخه کې د بهرنیو چارو وزارت په نامه دستګاه لري او د دې ترڅنګ د ذبیح الله مجاهد په نامه رسمي ویاند هم لري، همدا راز هغه څه چي باید په واضحو ټکو وویل شي هغه دا دي چې افغانستان به نور د نیابتي جګړو مرکز نه وي.
د فلسطین او په خاص ډول په هغه کې د اقصي شریف ( د مسلمانانو لومړۍ قبلې) قضیه په عقیدوي لحاظ د ټول اسلامي امت شریکه قضیه ده او افغانستان هم د اسلامي امت یوه برخه ده.
د افغانستان اوسنی نظام تر هر چا زیات د فلسطین د مظلومیت درد احساسولی شي، په دې برخه کې د افغانستان د اوسني دولت موقف واضح او ښکاره، دی فکر نه کوم چي د نورو هیوادونو په خاص ډول ایراني ديپلوماتانو ته به اړتیا وي چي د افغانستان د خارجي سیاست په برخه کې نظر څرګند کړي.
ایران له کلونو کلونو راهیسي له اسرائیلو سره د (موش گربه) لوبه مخته وړي، که داسي نه وي نو ولې په فسلطین د اسرائیلو جنایات یوازي په الفاظو غندي، دوی هم استشهادی کنډکونه لري ایا دوی تر اوسه د فلسطین په ننګه کوم استشهادي کنډک هلته استولی؟
ایران کولی شي چي په منځني خټیځ کې د خپلو اقتصادي ګټو لپاره استشهادیان وکاروي؛ نو ولې نشي کولی چي د فلسطین په ننګه یوازي حزب الله ته د جنګ حکم ورکړي هغه حزب الله چې په سیمه کې له هر لحاظ قوي او مضبوط دی.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version