کله چې د بریالیو ملتونو او غورځنګونو تاریخ ته وکتل شي، په څرګنده معلومېږي چې یووالی، خواخوږي او د رهبرۍ سره ژمنتیا د هغوی د بریا او سرلوړۍ له مهمو لاملونو څخه دي. الحمدلله، نن د افغانستان د اسلامي امارت د مسؤولینو او منسوبینو ترمنځ د اتحاد، یووالي او اطاعت ښکاره بېلګې تر سترګو کېږي او دا هر څه د دیندارۍ او پیاوړي ایمان زېږنده دي.
نن ورځ موږ په خپلو غوږونو اورو او په خپلو سترګو وینو چې، لله الحمد، د اسلامي امارت د مشرانو او منسوبینو ترمنځ شته اطاعت او فرمانبرداري د اسلام د صدر مبارکې دورې یادونه راژوندۍ کوي. کله چې د امیرالمؤمنین حکم یا ټاکنه راورسېږي، نه اعتراض تر سترګو کېږي، نه اختلاف او نه هم سرغړونه؛ او همدا چاره د هغوی د اطاعت، ژمنتیا او حقانیت څرګندونه کوي. هیڅ اداره او نظام له داخلي انسجام، همغږۍ او یوه ګډ محور ته له ژمنتیا پرته نه شي کولای د سترو ستونزو او ننګونو پر وړاندې خپلو موخو ته ورسېږي.
د افغانستان د خلکو د جهاد او مبارزې په تجربه کې هم دا حقیقت په ښه توګه څرګند شوی دی. هغه څه چې د مجاهدینو لیکې یې په تر ټولو سختو شرایطو کې خوندي وساتلې او هغوی یې د خپلو موخو پر لور ثابتقدم ودرول، د ورورولۍ، اتحاد او اطاعت روحيه وه، کله چې د یوه نظام غړي شخصي ګټې او فردي سلیقې یوې خوا ته کړي او عامه ګټو ته لومړیتوب ورکړي، د پرمختګ او بریالیتوب لپاره مناسب چاپېریال رامنځته کېږي. اسلام هم پر همدې اصل ډېر ټینګار کړی دی. قرآن عظیمالشان مسلمانان یووالي ته رابولي او له تفرقې څخه یې منع کوي، ځکه تفرقه د کمزورۍ او د ځواک د له منځه تلو لامل ګرځي.
د همدې الهي لارښوونو په رڼا کې، هر کله چې یوه اسلامي ټولنه د یووالي او د خپل امیر د مشروع اطاعت پر محور راټوله شي، د ستونزو پر وړاندې د درېدو او له کړکېچونو څخه د وتلو توان پیدا کوي. بېشکه، په هر نظام کې د انسجام او همغږۍ ساتل د متقابل باور، مسؤولیتپالنې او د ګډو پرېکړو د منلو غوښتنه کوي. هر څومره چې دا روحيه د خلکو ترمنځ پیاوړې شي، په هماغه اندازه د امنیت، ثبات او پرمختګ لپاره زمینه لا پراخېږي او برعکس، اختلاف، څوټوټهوالی او ځانمحوري د کمزورۍ او زیانمنېدو لپاره لاره هواروي.
نن هم د ټولنې له اساسي اړتیاوو څخه یوه دا ده چې د یووالي ساتنه وشي، د همکارۍ روحيه پیاوړې شي او هغو اصولو او ارزښتونو ته وفاداري وساتل شي چې د عزت او پیاوړتیا لامل ګرځي. که دا ارزښتونه خوندي پاتې شي، ټولنه به وکولای شي په لا ډېر ډاډ او باور د پرمختګ، سوکالۍ او روښانه راتلونکي پر لور ګامونه واخلي.
له همدې امله، اتحاد او اطاعت د هر بریالي غورځنګ له مهمو معنوي او عملي پانګو څخه ګڼل کېږي؛ هغه پانګه چې د هغې په سیوري کې ستونزې اسانه کېږي او د بریا، عزت او سرلوړۍ لارې هوارېږي.
