الله تعالی جلجلاله اسلامي امت د منځني امت په نوم یادوي او دوی د تر ټولو غوره ملت په توګه چې په ځمکه کې خلق شوي یادونه کوي. دا امت هغه امت دی چې بنسټیز اصل یې په هر کار او هر اړخ کې اعتدال، توازن او منځلاریتوب دی؛ له همدې امله، د بشریت لپاره د بېلګې وړ امت ګڼل کېږي: ﴿كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ﴾
«تاسې هغه غوره امت یئ چې د خلکو د ګټې او اصلاح لپاره را منځ ته شوي یاست.»
د قرآن عظیمالشان د لارښوونو او تعلیماتو له مخې څرګندیږي چې اسلامي امت، چې د عقیدې او عمل له پلوه غوره او قرآني ټولنه ده یو معتدل، متوازن او منځنی امت دی. له همدې امله نه افراط کوي او نه تفریط؛ بلکې په کړنو، وینا، اقتصاد، خوړو او ټولنیز ژوند کې د اعتدال لار نیسي او په عبادتونو کې هم له افراط او تفریط څخه ځان ساتي.
د رسول الله صلیاللهعلیهوسلم اعتدال:
درې تنه د رسول اکرم صلیاللهعلیهوسلم کور ته ورغلل او د هغه مبارک د عبادتونو پوښتنه یې وکړه. کله چې د آنحضرت د عبادت په اړه خبر شول، ځینو یې عبادت کم وګڼلو او ویې ویل: موږ له رسول الله صلیاللهعلیهوسلم سره څه ورته والی لرو، په داسې حال کې چې د هغه تېر او راتلونکي ګناهونه بښل شوي دي؟
یوه یې وویل: «زه به د ټول عمر لپاره د شپې ټوله برخه په لمونځ بوخت یم.»
بل یې وویل: «زه به ټول عمر روژه نیسم.»
درېیم یې وویل: «زه به له ښځو ځان لېرې ساتم او هېڅکله به نکاح ونه کړم.»
رسول الله صلیاللهعلیهوسلم تشريف راوړ او ویې فرمایل:
«أنتم الذين قلتم كذا وكذا؟ أما والله إني لأخشاكم لله وأتقاكم له، ولكني أصوم وأفطر، وأصلي وأرقد، وأتزوّج النساء؛ فمن رغب عن سنتي فليس مني.»
«ایا تاسې هماغه کسان یئ چې دا خبرې مو کړې دي؟ قسم په الله! زه تر ټولو ډېر له الله تعالی جلجلاله څخه وېرېدونکی او تر ټولو زیات متقي یم، خو سره له دې، روژه نیسم او نه همېشه، لمونځ کوم او استراحت هم کوم او له ښځو سره نکاح کوم؛ نو څوک چې زما له سنت څخه مخ واړوي، له ما څخه نه دی.»
رسول اکرم صلیاللهعلیهوسلم د اعتدال په اړه په بل ځای کې داسې فرمايي:
قال رسول الله صلیاللهعلیهوسلم: يا أبابكر! ارفع من صوتك شيئًا»، وقال لعمر: «اخفض من صوتك شيئًا»، وهذا يدل على أن الإفراط والتفريط غير محمود، بل خير الأمور أوسطها؛
ابو بکر رضياللهعنه ته یې وفرمایل: «خپل غږ لږ لوړ کړه.» او عمر رضياللهعنه ته یې وفرمایل: «خپل غږ لږ راټیټ کړه.» دا څرګندوي چې افراط او تفریط دواړه ناسم دي؛ بلکې تر ټولو غوره لار منځنۍ لار ده.
منځلاریتوب او له افراط او تفریط څخه ځان ساتل د انسان د هدایت، د چارو د سم مدیریت او ټولنیز نظم لپاره بنسټیز اصل دی. قرآن عظیمالشان حتی پیغمبرانو ته هم د اعتدال سپارښتنه کړې ده. په پایله کې، رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپل ټول ژوند عبادتونو او ورځنیو چارو کې اعتدال مراعتاوه. نو د اسلامي امت لپاره لازمه ده چې ځانونه په همدې ستر اصل سینګار کړي؛ ځکه ځینې مسلمانان د شریعت په پلي کولو کې افراط کوي او بالاخره ځان له حق لارې منحرف کوي.











































