أموي خلافت: (يوولسمه برخه) بل اعتراض د خوارجو له خوا پر عثمان رض باندې ، خپلوانو ته له بیت المال څخه یو څه ورکول

د خوارجو له خوا دا إتهام دی پر حضرت عثمان رض باندي چي هغه و خپلو أقاربو ته له بیت المال څخه مالونه ورکول ، بعض مؤرخینو دا اتهامونه د یو حقیقت په ډول ثبت کړي ، مګر واقعیت دادی چي دا ټول اتهامونو د هغه د مخالفینو له لوري ور پوري تړل شوي چي هیڅ مصداق او حقیقت نلري.
أصل واقعیت دا وو چي حضرت عثمان رض د مالدارو کسانو څخه وو ، الله تعالی ورته ډیر ثروت او جایداد ورکړی وو ، او بل یي صله رحمې درلودل ، په خپلوانو کي چي کوم فقراء او مسکینان وه د هغوی پوښتنه یي کول ، نو ځکه د خوارجو دا اتهام ورباندي ولګول شو ، او مؤرخینو تري را نقل کړ .
حضرت عثمان رض ددي اتهام جواب خپله داسي کړی ( زه د خپل أهل بیت او أقاربو سره محبت لرم ، او د هغوی سره مرسته کوم ، محبت مي د دوی سره هیڅکله سبب ددي ندی جوړ سوی چي پر بل چا دي ظلم وکړم ، بلکه پر دوی مي د نورو حقوق ور بار کړي دي ، او مرسته چي ورسره کوم د خپل شخصي مال څخه یي ورسره کوم ، د مسلمانانو مال، نه د خپل ځان او نه د خپلو أقاربو لپاره حلال بولم ، ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم په دور کي أو د أبوبکر او عمر رضي الله عنهما په دور کي چي زه هغه وخت بخیل أو حریص وم ، هغه وخت مي د الله تعالی د رضاء لپاره د خپل مال لویه برخه صدقه کوله ، اوس چي مي عمر فناء شو ، خپله ټوله هستي او جایداد مي پردی راته ښکاري ، اوس دوی په ما پسي دا خبرې کوي؟ )

حضرت عثمان رض خپل مال او جایداد په «بني أمية» وو کي وویشه ، و خپل ځوی ته یي د هغو نورو په أندازه مال ورکړ ، لومړی یي شروع په «بني أبي العاص» وکړه ، و «آل الحکم» ته یي لس زره دراهم ورکړه ، خلاصه داچي خپل مال یي پر «بني أبي العاص» او «بني العیص» او «بني حرب» باندي تقسیم کړ.
په دي کار سره یي د الله تعالی دا قول چي ( ﻭﺁﺕ ﺫا اﻟﻘﺮﺑﻰ ﺣﻘﻪ ﻭاﻟﻤﺴﻜﻴﻦ ﻭاﺑﻦ اﻟﺴﺒﻴﻞ ﻭﻻ ﺗﺒﺬﺭ ﺗﺒﺬﻳﺮا ) (اﻹﺳﺮاء، اﻵﻳﺔ:26) پر ځان عملي تطبیق کړ.
خلاصه داچي د حضرت عثمان رض صله رحمي د خپلو أقرباؤ سره ، او د هغوی سره د خپل شخصي مال څخه کومک ، هیڅ د اعتراض ځای ندی بلکي له مناقبو یي دی ، دده پر حسن أخلاق او وفاء دلالت کوي.

لیکوال: عبدالرحمن محمود
#المصادر :
– ﺗﺎﺭﻳﺦ اﻟﻄﺒﺮﻱ.
– اﻟﺒﺪاﻳﺔ ﻭاﻟﻨﻬﺎﻳﺔ.
– الدولة الأموية للصلابى

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version