په واخان ولکه، له هند سره ځمکنۍ اړيکې؛ د جان اڅکزي او خواجه آصف ماشومانه څرګندونې!

قاري عبدالرشيد مومند

له تېرو څو ورځو راهیسې، په داسې حال کې چې پاکستان په خپل هېواد کې د بریدونو په مخنیوي کې پاتې راغلی، پوځ يې په ټولنیزو رسنیو کې خپل پلویان، تبليغاتي دستګاوې او رسنيز مبلغين بياځلي فعال کړي دي.

له هر قسم اسلامي او قانوني اصولو څخه په سرغړونې، د پکتيکا او خوست په بمباریو کې د معصومو کوچنيو ماشومانو شهيدانول او بيا پدې اړه له جعلي ويډيوګانې څخه واخله د جان اڅکزي تر ټويټونو پورې، هغه څه دي چې موږ يې په اړه ويلای شو، چې د پاکستاني رژیم لاسپوڅو واکمنانو تل په خپلو داسې کړنو سره يواځې او يواځې نړېوال او د سيمې اوسېدونکي په ځان پورې خندولي دي.

 

داسې ښکاري چې ګواکې د بلوچستان د اطلاعاتو وزير جان اڅکزي خپل هوش او حواس له لاسه ورکړی نو يې د افغانستان شاه نیولې ده، کله په وزيرستان او نورو سيمو کې د بریدونو پړه په افغانستان اچوي، کله د پکتیکا او خوست په بمباریو کې د تحريک طالبان پاکستان د قومندانانو د په نښه کېدو درواغجنې دعوې کوي او کله بيا په ډېرې سپين سترګۍ سره د واخان د نيولو اړوند احمقانه او ماشومانه څرګندونې کوي. پدې اړه ترهرڅه لومړی دی باید پدې پوه شي چې ترڅو پورې چې په شمار یواځې لس افغانان هم ژوندي وي، واخان څه چې د افغانستان يوه لوېشت ځمکه هم نشئ نیولای، او دا کومې هوائي خبرې هم ندي، بلکې د دې تریخ او سپین ريښتيني حقيقت معلومات او تائيد تاسې له هغو خلګو څخه ښه کولای شئ کومو ته چې تاسې تل مدام د قرض او خيرات غوښتلو لپاره ور روان یاست.

 

له بلې خوا، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف چې د هېواد دفاع يې اساسي او قانوني دنده ده او باید پام ورته وکړي، د سوداګريزې کرښې په اړه خبرې پېل کړې چې دا ډېر د تمسخر وړ او خندا کار دی چې باید د يو هېواد يا دولت وزير ورڅخه ډډه وکړي.

خو دوی باید په دې هم پوه شي چې افغانستان اوس په پاکستان دومره تکیه نه لري لکه څنګه چې يې په اړه تاسې فکر کوئ. که تاسې له موږ سره د هند د مرستو یا سوداګرۍ د بندولو په اړه فکر کوئ، نو دا به زموږ په ګټه وي ځکه چې موږ به د چابهار بندر له لارې خپل تجارت او راکړه ورکړه نوره هم زیاته کړو. إن شاء الله تعالی

دوهمه خبره، که تاسو دومره پياوړي او ځواکمن یاست، نو ولې یواځې د هند لاره بندول غواړئ؟

په خلاص زړه همت وکړئ او ووايئ چې پاکستان له افغانستان سره ټولې هراړخيزې سوداګریزې اړیکې پرې کوي، خو ټول پوهېږي چې تاسې دا کار هيڅکله نه کوئ، ځکه چې تاسې هم پدې پوه یاست چې پدې کې له موږ څخه ستاسې زيات تاوان دی.

 

ستاسې په یاد به وي، چې حافظ انس حقاني د کابل له فتحې څخه څو ورځې وړاندې د یوې مشاعرې په ترڅ کې د افغانستان پخوانۍ ادارې ته په خطاب کې وویل چې داسې خبرې هيڅکله مه کوئ چې بیا وروسته پرې پښېمانه شئ.

نو زه هم په همدې لنډو ټکو کې درته وایم، چې که موږ کمزوری یو، نو تاسې هم دومره ځواکمن او پياوړي نه یاست لکه څنګه چې مو په مطالعهِ پاکستان کې لیکلي دي، نو بايد له هرڅه مخکې لومړی فکر وکړئ، بیا يې وزن وکړئ او بیا يې په اړه خبرې وکړئ.

په پای کې د پاکستان ټولو هغو خلګو ته چې له افغان ملت سره مینه لري او د مسلمان په توګه زموږ اسلامي حکومت ته احترام او درناوی لري، دا پيغام لرم چې د اسلامي ورورګلوی له مخې دې ښه او نيک ګاونډيان اووسي او خپل رژيم ته دې هم پدې اړه قناعت ورکړي.

 

د دولت واکمنان او چارواکي يې هم بايد لومړى خپلې تېروتنې او غلطې پاليسيانې سمې کړي، د امن او آمان په اړه جديت وښيي، له ماشومانه او غير مسئولانه څرګندونو ډډه وکړي او له افغانستان سره خپل تعلقات او اړيکې مثبتې وساتي، په دې کې د دواړو هېوادونو خير دى.

هرماس الافغاني
Exit mobile version