په نني عصر کې د مسلمه أمت د کمزورۍ لاملونه او حل لارې ! اتمه برخه

بشام شهید

۷- د نفساني او شهواني غوښتنو پيروي

یو له هغو مهمو لاملونو څخه چې د مسلمانانو د زوال او ذلت سبب ګرځېدلي، د نفساني او شهواني غوښتنو پيروي ده. څرنګه چې نن سبا په نړۍ کې د ګناه او بې لارۍ اسباب او وسایل د پخوا په پرتله ډېر شوي دي، نو مسلمانان، په ځانګړې توګه ځوان نسل، ګناهونو ته مخه کړې او د ګناه ترسره کول ورته ډېر اسانه او میسر شوي دي. له همدې امله د دوی دین‌داري کمزورې شوې ده؛ ځکه ډېر خلک د خپلو غوښتنو د پوره کولو، منکراتو او ګناهونو په ترسره کولو پسې دي، آن تر دې چې نور هم منکراتو ته رابولي او له طاعت او عبادت څخه یې د شهوتونو او حرامو چارو پر لور بیايي؛ لکه زنا، شراب څښل، د موسیقۍ اورېدل، د نارینه‌وو او ښځو نامشروع اختلاط او نورې ورته ناروا کړنې.

په پایله کې د عبادتونو او اسلام سره یې مینه، رغبت او لېوالتیا کمه شوې او همدا لامل شوی چې د جهاد، د اسلام د دفاع او د دین په لاره کې له ستونزو او قربانیو څخه لاس واخلي او د کفارو او د اسلام د دښمنانو پر وړاندې کمزوري او ناکام شي. ځکه هغه مسلمانان چې د خپلو شهواني او نفساني غوښتنو د پوره کولو په لټه کې وي، له الله متعال څخه لرې کېږي او ورڅخه مخ اړوي. وروسته د الله جل‌جلاله احکام او فرامین هېروي او ارزښت ورته نه ورکوي. په پای کې ورو ورو د نفس، هوا او هوس او د انساني او پېریزو شیطانانو بندیان ګرځي. بیا نه یوازې د اسلام دفاع نه کوي، بلکې ځانونه هم بې‌طرفه ګڼي.

په اوسني عصر کې مسلمان امت، په ځانګړې توګه د غزې مسلمانان، د ظالمانو او وینې‌څښوونکو تر ظلم او تېري لاندې دي او موږ هره ورځ د دوی پر وړاندې د بې‌رحمانه بمباریو او زرګونو نورو ظلمونو شاهدان یو. خو هغه مسلمانان چې یو وخت یې د نړۍ د قدرت او واک واګې په لاس کې لرلې، نن آن د دغو مظلومانو د ملاتړ لپاره یې غږ هم نه اورېدل کېږي. لامل یې څه دی؟ لامل دا دی چې ننني مسلمانان د خپلو نفساني او شهواني غوښتنو په جال کې راګیر شوي او د مسلمانانو او اسلام د دفاع او ملاتړ توان نه لري.

آن نن سبا په اسلامي ټولنو کې داسې مسلمانان هم لیدل کېږي چې له اسلامي نظام او اسلامي حکومت څخه بد وړي. د دې لامل دا دی چې اسلامي نظام هغوی له نفساني، شهواني او حیواني غوښتنو څخه راګرځوي او نه پرېږدي چې هر هغه څه ترسره کړي چې د انسانیت او اسلامیت له فطرت سره په ټکر کې وي. کله چې اسلامي حکومت د دوی د عیاشۍ او بې‌بندوبارۍ مخه ونیسي، نو یو ډول کرکه پکې راپیدا کېږي او همدا کرکه هغوی دې ته هڅوي چې په هر ځای کې د اسلامي نظام پر ضد تهمتونه او دروغجنې ادعاوې وتړي او د هغه نظام د له منځه وړلو لپاره هڅې وکړي چې د دوی د دنیا او آخرت نېکمرغي غواړي. لنډه دا چې که مسلمانان ځانونه له ګناهونو او نفساني غوښتنو څخه وساتي، نو تل به د عزت او ځواک څښتنان وي او هېڅکله به ذلیل او خوار نه شي.

Exit mobile version