په اسلام کې د جهاد فلسفه

پنځمه برخه

طاهر احرار

 

ځيني هغه کفار چې د اسلام په مُبارک دين کې څېړنه کوي او يا د مسلمانانو د ګمراه کولو لپاره د اسلام زده کړه کوي، تر څو د مسلمانانو ترمنځ په دين کې شکوک او شبهات پيدا کړي (لکه د تلابيب اسلامى پوهنتون) يا د غرب غلامان چې د غرب د خوشالولو لپاره کار کوي او يا سیکولران چې يوازې د دين نوم مني او د عملي کولو سره يې مخالفت کوي، د اسلام له نظره په جهاد باندې داسې اعتراض کوي.

 

لومړی اعتراض:

د اسلام په مُبارک دين کې اقدامي جهاد جائز نه دی. دوى وايي چې جهاد هله روا ګرځي؛ چې کفار حمله وکړي او د ملک واګې پخپل لاس کې ونيسي.

دليل¹ : خداى جل جلاله فرمايي: ( وقاتلوا في سبيل الله الذين يقاتلونکم).

تاسې جنګ وکړئ، له هغو خلکو سره چې له تاسو سره جنګیږي.

دليل² : بل ځاى الله جل جلاله فرمايي: (فمن اعتدى عليکم فاعتدوا عليه بمثل مااعتدي عليکم)

هغه څوک چې پر تاسو تجاوز وکړي، نو تاسې هم پر هغوى هغومره تجاوز وکړئ.

دليل³ : فانماعليک البلاغ وعلينا الحساب.

او يا نور دېته ورته آيتونه

له دې آیتونو دا معلوميږي، چې اقدامي يا تعرضي جهاد جائز نه دی.

 

جواب:

مخکې له دې چې جواب ته راشم، تمهيدا دا ذکر کوم، چې په قرانکريم کې خداى جل جلاله ځيني احکام منسوخ کړي دي او نسخ په قرانکريم کې يو معروف او مشهور شى دی، چې انکار ترې نشي کېدلاى.

مثلا د شپې ورځې روژه!!!

پخوا فرض وه، خو وروسته منسوخ شوه.

نسخ څلور ډولونه لري، چې يو ډول يې منسوخ الحکم دون التلاوة دی.

مشهور مفسر محدث فقيه علامه ملا احمد جيون رحمه الله پخپل تفسير ” تفسيرات الأحمديه في بيان الآيات الشرعيه ” کې داسې ليکي:

ټول هغه آيتونه چې په هغوى کې مسلمانان له تعرضي جهاد څخه منع شوي او يا د عفوې درګذر ته تشويق شوي، ټول په دې آيت سره منسوخ شوي دي.

(وقاتلوالمشرکين کافة کما يقاتلونکم کافة)

همداشان په دې آيت سره (فاذا انسلخ الاشهر الحرم فاقتلوا المشرکين حيث وجدتمواهم)

امام زاهد فرمايي: تقريبا 70 آيتونه په آيت القتال منسوخ شوي.

صاحب الإتقان ليکي: چې په دې آيت سره(فاذا انسلخ الاشهر الحرم فاقتلوا المشرکين حيث وجدتمواهم)

124 نور آيتونه منسوخ شوي دي.

 

د جواب پاتې برخه، په بله لېکنه کې…

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version