د رسول الله صلی الله علیه وسلم غزاګانې او ترې اخیستل شوي درسونه! شپږ ویشتمه برخه

أبو ریان حمیدي

د بنو قینقاع کلابندي او شړل:
کله چې د مسلمانې ښځې د مظلومیت او د یهودو د مکر خبر رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورسېد، نو سخت دردمن شو، نوره یې د صبر کاسه په ډکېدو شوه، أبو لبابه بن عبد المنذر یې په مدینه کې خپل ځایناستی وټاکه، د لښکر توغ یې حمزه ته ورکړ، د هجرت په دوهم کال د شوال د میاشتي په نیمایي کې د شنبې په ورځ د بنو قینقاع پر لور وخوځېد.

یهود چې کله خبر شول نو خپلو کلاګانو ته ننوتل، د اسلام لښکر یې کلابندي پیل کړه، پوره پنځلس ورځې کلابندۍ دوام وکړ، بالآخره د یهودانو په زړونو متعال رب وېره واچوله، ټول راکوز شول، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم امر ته خم شول.

مسلمانانو دوی وتړل او ټول یې بندیان کړل، دا مهال د منافقینو مشر عبد الله ابن أبی ابن سلول راغی، او رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یې وویل: زما له حلیفانو سره نېک سلوک وکړه، بنو قینقا او خزرج د یو بل حلیفان وو، تر منځ یې تړون شوی وو، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم ځواب ورنکړ، بیا یې غوښتنه تکرار کړه، رسول الله صلی الله علیه وسلم مخ ترې واړاوه، بیا یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ګرېوان ته لاس واچاوه او ورته ویې ویل: دوی (یهود) درې سوه یې زغرې، او څلور سوه زغره‌وال جنګیالي دي، چې زه یې له هر ډول دښمن نه ساتلی یم، ته یې په یوه ورځ رېبې؟ والله چې زه د زمانې له اوښتونو نه وېرېږم.

رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: پرې مې ږده، خو ده ورته وویل: تر هغو به دي پرې نه ږدم چې زما له حلیفانو سره دي نېک سلوک نه وي کړی.

رسو ل الله صلی الله علیه وسلم د ابن سلول د دې ټینګار له امله یهودان عفوه کړل، خو دایې ورته وویل چې په مدینه او شاوخوا سیمه کې د اوسېدلو اجازه نه لرئ، په دې توګه سره هغوی له مدینې ووتل او د شام په اذرعات نومې سیمه کې یې واړول، لږ موده وروسته یې زیاتره یهودان هماغلته هلاک شول، مسلمانانو ډېر غنیمتونه لاسته راوړل، رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل ځان ته درې تورې، درې لېندې، دری نېزې او درې زغرې خوښې کړې، د خمس له بېلولو وروسته یې نور غنیمت په مجاهدینو ووېشل.

د بنو قینقاع له غزا اخیستل شوي درسونه:

۱. یهودو تل د پست او لویدلي اخلاقو لاره غوره کړې ده، که د تړونونو کې غدر او خیانت دی، که په ټولنیز مجال کې د ښځو په وړاندي بد اخلاقي او رذالت دی. دوی اخلاقي پولي نه لري، یوازې پخپلو مفاداتو پسې ځغلي، که نن یې د مسلمانانو په وړاندي د وحشت او ظلم پالیسي را واخلې، که پرون یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وړاندې د مکر، خداع او فریب تګلاره را واخلې، ټول دا جوتوي چې دوی د سرطاني غدې په څېر دي، هره ټولنه یې مسمومه کړې ده.

۲. د یهودو په وړاندي د رسول الله صلی الله علیه وسلم عاجل اقدام دا ثابتوي، چې د یوې مسلمانې خورکۍ پت او عفت باید د اسلامي دولتونو سره کرښه وي، له پامه ونه غورځي، او که څوک یې عزت لوټوي نو باید غاښ ماتوونکی ځواب ورکړل شي، دا نبوي تکلاره ده، د بنو قینقاع په غزا کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم راپاتي میراث ده، خو له بده مرغه دا تګلاره داسې ترک شوې ده، چې په دومره پراخ امت کې نن د غزې د زرګونو خویندو چیغې غیرت نه راپاروي، جذبې نه ویښوي، او ویده ضمیرونه له خوبه نه راپاڅوي.

۳. موږ ولوستل چې عبد الله ابن ابي ابن سلول څومره د بنو قینقاع په شفاعت کې ټینګ وو، یهودو له منافقینو سره ټینګې اړیکې درلودلې، دوی د اسلامي دولت په وړاندي له یو بل سره ګډې همکارۍ درلودې، متعال رب دې خبرې ته په دې ایت کې اشاره کړې ده:
“أَلَمْ تَرَ إِلَى الَّذِينَ نَافَقُوا يَقُولُونَ لِإِخْوَانِهِمُ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ لَئِنْ أُخْرِجْتُمْ لَنَخْرُجَنَّ مَعَكُمْ وَلَا نُطِيعُ فِيكُمْ أَحَدًا أَبَدًا وَإِنْ قُوتِلْتُمْ لَنَنْصُرَنَّكُمْ وَاللَّهُ يَشْهَدُ إِنَّهُمْ لَكَاذِبُونَ”
ژباړه: ایا تا نه دي كتلي هغو كسانو ته چې منافقان شوي دي، دوى خپلو هغو وروڼو ته له اهل کتاب څخه چې كافران شوي دي؛ وايي: قسم دى كه تاسو ووېستل شئ (نو) خامخا به مونږ هم له تاسو سره وځو، او ستاسو په باره كې به د هیچا خبره هیڅكله هم ونه منو، او كه چېرې له تاسو سره جنګ وشي نو مونږ به خامخا ستاسو مدد كوو او الله ګواهي وركوي چې بېشكه دوى دروغجن دي.

خو په دې سربېره بیا هم رسول الله صلی الله علیه وسلم د ابن ابی شفاعت قبول کړ او یهودو ته یې عفوه وکړه، له دې څخه فقهاء دا ثابتوي چې له منافق سره په دنیا کې د مسلمان په توګه معامله کیږي، که څه هم ډېرې قرائنې او نښې یې په نفاق باندي موجودې وې، خو بیا هم شریعت په ټولنه کې د یو مسلمان په سترګه ورته ګوري، د دې موضوع د لا ښه وضاحت لپاره ښه دا ده چې لږ نور تفصیل هم ورکړو.

اسلامي احکام په مجموع کې دوه اړخه لري، یو یې هغه اړخ دی، چې په دنیا کې تطبیقیږي، بنده ګان یې باید تطبیق کړي او همدوی یې په عملي کولو باندي مکلف دي، بل یې هغه اړخ دی چې په آخرت کې تطبیقیږي او دا متعال رب ته راجع دی، بنده ګان پکې کوم دخل نه لري.

لومړی اړخ په ظاهري، محسوسي او قضائي دلائلو ولاړ دی، قرائنې او وجداني دلائل پکې کوم رول نه لري، دوهم اړخ په نیت متکي دی، د هغه څه په اساس فیصله کیږي چې په زړه کې وی، همدغه فیصله متعال رب کوي او په آخرت کې یې کوي، نو د منافقینو لومړنی اړخ هم د دوی په ظاهري اسلام بناء دی، کوم چې دوی یې دعوه لري، خو داچې په حقیقت کې او د دوی په نیتونو کې څه دي، دا په دویم اړخ پوري مربوط دي، په آخرت کې به یې متعال رب په اړه قضاء او فیصله کوي.

Exit mobile version