د اشغال په وخت کې د کابل د اجیرې ادارې د بې کفایتۍ او د نیواکګرو د شتون د منفي پایلو له امله افغانستان د داعش یو مهم مرکز وګرځېد او په ځانګړې توګه په عراق او سوریه کې د دوی د ادعا شوي خلافت له نسکورېدو وروسته، دوی دا هېواد د خپلو عملیاتو د یو مهم مرکز په ډول غوره کړ.
هغه مهال د اشغالګرو او د هغوی د داخلي اجیرانو د سترګو په وړاندې د دغې ډلې زیاتره فعالیتونه په ننګرهار او جوزجان کې تر سره شول او د ډېرو په باور امریکا له خوارجو څخه د اسلامي امارت پر ضد د وروستۍ وسلې په توګه کار اخیست.
خو د اسلامي امارت په راتګ سره له افغانستانه د داعش ټغر ټول شو او د دغې ډلې دوکه شويو کسانو د اسلامي امارت له زمریالیو زلمو سره د مقابلې لپاره هېڅ وسیله نه درلوده.
په افغانستان کې د داعش له ماتې وروسته دا ډله د سیمې د هېوادونو په تېره بیا د پاکستان او تاجکستان د استخباراتو د لاس آله وګرځېده.
د المرصاد له خوا د افشا شويو اسنادو له مخې د دغې تکفيري ډلې تور مخ ټولو ته څرګند شو او اوس اسلامي امت د خوارجو په غلامۍ کې هېڅ شک نه ویني.
دا په داسې حال کې ده، چې پاکستان د خپلو ناروا ګټو د خوندي کولو لپاره په خپله خاوره کې د دې ډلې غړو ته روزنه ورکوي او له بلې خوا د پولې بلې غاړې ته تاجکستان د ساده لوحه تاجک ځوانانو داعش ته د استخدام په برخه کې ستر خدمت کړی دی. او د ځواکونو د جذب زمینه یې ورته مهیا کړې ده.
پاکستان او تاجکستان په منځنۍ اسیا کې د دغه فتنې په ژوندۍ ساتلو کې مهم رول لوبولی او د بیا ژوندي کولو لپاره یې کوټلي ګامونه پورته کړي دي.
په وروستي مورد کې د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف په دوه ورځني سفر تاجکستان ته تللی او هلته یې د تاجکستان له ولسمشر سره هم لیدلي دي.
که څه هم د دې سفر موخه دوه اړخیزې اړیکې، سوداګریزې او سیمه ییزې اړیکې ښودل شوې، خو هغه څه چې څرګندېږي، د اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې د افغانستان مخ په زیاتیدونکي پرمختګ او په تېره بیا د دوحې وروستۍ ناسته چې دغه هېواد یې له نړۍ سره نږدې کړی دی، د پخوا په پرتله، د دوی په طبعه ښه نه لګېږي، او دا کار د نامرده ګاونډیانو د سترګو اغزی دی.
څرنګه چې یو آزاد او خپلواک افغانستان د دوی په سترګو کې خار دی او دوی نشي زغملای چې د دې مجاهد پرورې سیمې پرمختګ وویني، نو د مقابلې هڅه کوي او داسې ښکاري چې دا ځل دوی د داسې اور بلولو اراده لري، چې دوی به خپلې ږیرې پکې وسوځوي.
هو! د داعش بیا را ژوندي کول او د دغې ناکامې پروژې پیلول به نه یوازې دا چې د افغانستان اوسني نظام ته کوم زیان ونه رسوي، بلکې له بلې خوا به د دوی د مصنوعي حکومتونو د بنسټ د ړنګېدو لامل شي، هغه څه چې د وخت په تېرېدو سره به روښانه شي.