ولې مو په لمونځ کې خشوع نشته؟

د ټولنې اکثریت وکړي مونږ وینو چې په لمونځ او نورو عباداتو کې یې د خشوع څرک نه وي.
ولې؟
ځکه عام دلیل داده چې استقامت نلرو.
هرڅه په استقامت سرته رسيږي ، کوم عمل کې چې استقامت نه وي هغه به ضرور نیمګړی پاتې کیږي.
همدا وجه ده چې زمونږ ځینې مسلمانان لومړی ښه په خشوع او خضوع سره لمونځ پیل کړي ، د ځینو استقامت خو دومره وي چې فقط یو یا دوه رکعته وکړي ، نور په تنګ شي .
خو ځینې نور بیا کم له کمه یوه دوه ورځې استقامت کوي.
او تر هغه روسته بیا بیرته په پخواني شکل لمونځ کول پیل کړي.

راځئ!
تر څو په لنډو توریو څو هغه اسباب ولیکو چې په لمانځه کې د خشوع سبب کیږي.

۱ – په اودس کې خشوع.
په اودس کولو کې د لمانځه په پار خشوع او آماده ګي کول هم یو هغه سبب ده چې په لمونځ کې خشوع ته لاره هواروي.
که چیرته مونږ اودس ناقص ترسره کړو نو طبعي ده چې لمونځ ته به مو توجه راټوله نشي.

۲ – دا سې ملګرو سره کیناستل چې په لمونځ کې خشوع لري.
دا چې انسانان یو د بل په رنګ باندې رنګ اخلي ، نو د لمونځ د خشوع لپاره یو موثر سبب داده چې د هغو ملګرو د لمانځه په وخت کې اووسو چې هغوی په ارامۍ او اطمنان سره لمونځ ادا کوي ، نو که په یوه ورځ نشي په دوهمه ورځ خامخا د هغه خوی او عاداتو ته دې میلان پیدا کیږي.
او کوم کسان چې په لمونځ کې يو د بله سره ضد کوي د هغوی تاثیر به خامخا په مونږ هم لویږي.

۳ – د لمونځ معنا ته فکر کول.
دا هم یو موثر سبب دی ، چې مونږ سره مرسته کوي تر څو لمونځ کې مو خشوع را پیدا شي.
تر هغه چې مونږ د لمونځ معنا ته متوجه نشو نو خشوع به له څه وکړو ؟
څنګه به پوه شو چې مونږ دلته اوس د وعد ذکر وکړ که د وعيد ؟
آیا دلته د الله عز وجل د رحمت د ذکر په وجه رجاء وکړو او که د هغه د عذاب د ذکر په وجه ویره وکړو ؟

۴ – په ورځني ژوند کې د نفس اصلاح.
که چیرته مونږ فکر وکړو هر هغه عمل چې مونږ یې د ورځې په لړ کې ترسره کوو ، هغه زمونږ په عباداتو خاصتاً په لمونځ ژور تاثیر کوي.
او طبعي ده چې یو څوک ټوله ورځ ګناه وکړي ، نو انساني نفس بیا دا نه قبلوي چې عبادت دې پر کامله توجه ترسره شي.

۵ – حياء
که مونږ فکر وکړو چې الله عز وجل له دومره لوی عظمت سره هم مونږ خپلو خبرو او کلام ته دروي ، او مونږ د الله عز وجل په حضور کې هم د دنیا فکرونو پسې اخیستي یو.
نو واقعا سالم نفس ته حیاء دریږي ، او کوښښ به کوي چې توجه او فکر یې پر لمانځه را جمعه شي.

نو …
محترم لوستونکیه!
د خشوع په موضوع به څو کتابه لیکل هم کم وي.
خو اوس په دې لیکنه کې د همدا څو مهمو اسبابو ذکر باندې اکتفاء کوم.
راتلونکې کې إن شاءلله عز وجل که وخت یاري وکړه دا موضوع به په مفصله توګه و څیړو.
لیکنه: الیاس عمر

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version