غزه د اور په لمبو کې! پنځمه برخه

أحمد یحیی

بې‌دفاع قربانیان

د جګړې د لمبو او د ویجاړۍ د دوړو ترمنځ، د نړۍ په چوپتیا کې یو انساني ناورین راڅرګندېږي. دلته د تراژیدۍ زړه د هغو کسانو په څېرو کې نغښتی دی چې نه سرتېري دي او نه مبارزين؛ هغه ماشومان چې د خپلو میندو په غېږ کې ساه ورکوي، هغه ښځې چې خوندي ځایونه یې په هديرو بدلې شوي او هغه ملکي وګړي چې یوازینی «جرم» یې د غزې په نوم په یوه ټاټوبي کې اوسېدل دي.

دا د نړۍ چوپ قربانیان دي، په داسې نابرابره جګړه کې چې نه د فریاد کولو توان لري او نه یې غږ د هغو کسانو تر غوږونو رسېږي چې لیدل غواړي، خو اورېدل نه. د دغو درېیو ډلو د وضعیت څېړنه د هغې فاجعې ژوروالی څرګندوي چې نه یوازې پوځي جوړښت، بلکې د یوه ملت د ژوند او راتلونکي بنسټ په نښه کوي. د غزې بې‌ګناه ماشومان، هغه چې «امنیتي ګواښ» بلل کېږي.

هغه نسل چې باید د کورنیو په غېږ او د لوبو په ډګرونو کې لوی شي، اوس د مرګ تر سیوري لاندې ژوند کوي. د ښوونځیو او روغتونونو پرله‌پسې بمبارۍ د دوی یوازیني خوندي ځایونه له منځه وړي دي. ډېرو دغو ماشومانو خپل پلار، مور یا ورور او خور له لاسه ورکړي او د دې ضایع دروند رواني بار د هغوی پر روح داسې ژور ټپ پرېږدي چې رغېدل یې نسلونو ته اړتیا لري. دوامداره وېره، د محاصرې له امله رامنځته شوې خوارځواکي، سړه سوزوونکې هوا، پاکو اوبو او حفظ‌الصحې ته نه لاسرسی، نه یوازې د هغوی فزیکي روغتیا زیانمنوي، بلکې د زده‌کړې وړتیا او راتلونکې هیله هم ترې اخلي.

هغه ماشوم چې هره ورځ د خپلو همزولو مرګ ویني، څنګه به په ژوند او سولې باور وکړي؟ دا ماشومان د دې جګړې تر ټولو بې‌وسه اسیران دي؛ نه یې د زېږېدو ځای ټاکلی او نه د خپل برخلیک د بدلولو ځواک لري. د غزې راتلونکی د همدې ټپي روحونو سره تړلی دی.

د ښځو وضعیت؛ د نړېدلو کورنیو ستنې!

په دې شرایطو کې ښځې څو چنده دروند بار پر اوږو وړي. همدا دوی دي چې د کنډوالو ترمنځ د وږو ماشومانو لپاره د ډوډۍ یوه ټوټه لټوي. دوی بې‌درمله نرسانې او بې‌امکاناتو مرستندویانې دي چې د خپلو عزیزانو د بدن او روح ټپونه رغول غواړي. ډېری یې د خپلو کورنیو سرپرستي یوازې پر غاړه لري، په داسې حال کې چې د خاوند، پلار یا ورور د له لاسه ورکولو درد هم ورسره دی. د ماشومانو د ژوند لپاره دوامداره وېره او د بقا لپاره هڅې، په داسې حال کې چې د ژوند لومړني امکانات هم نه موندل کېږي، د ښځو رواني روغتیا سخت ګواښي.

جنسي تاوتریخوالی او ناوړه ګټه اخیستنه هم د سپکاوي او ډله‌ییزې سزا د وسیلې په توګه یو جدي خطر دی چې د زیاتېدو راپورونه یې ورکول کېږي. د غزې ښځې، سره له دې چې په زړورتیا مقاومت کوي، خو خپله د دې کړکېچ له تر ټولو زیانمنو قربانیانو څخه شمېرل کېږي.

ملکي وګړي؛ هغه قربانیان چې تل هدف ګرځي!

د «نابرابرې جګړې» فلسفه او د «ځان‌دفاع» ادعا په دې شخړه کې د یو ډول ډله‌ییز انتقام لامل شوې ده. د استوګنې سیمو، بازارونو، جوماتونو او حتی د رسنیو مرکزونو بمبارول، په دې پلمه چې ښايي پوځي مهمات یا جنګیالي پکې وي، د نظامي او ملکي ترمنځ کرښه په بشپړه توګه له منځه وړې ده. په دې معادله کې هر غزه‌یی وګړی په بالقوه توګه «ترهګر» یا «انساني ډال» ګڼل کېږي او د هغه د ژوند حق تر پښو لاندې کېږي.

دا چلند په ښکاره ډول د نړیوال بشردوستانه قانون نقض دی، هغه قانون چې د ملکي وګړو ځانګړې ساتنه لازمي ګڼي. پایله یې پراخ قتل‌عام دی چې شمېر یې ورځ تر بلې زیاتېږي: کورنۍ چې په یوه شېبه کې له منځه ځي، پلرونه چې د ډوډۍ په کتار کې ساه ورکوي او زده‌کوونکي چې د ښوونځي پر چوکیو د راکټونو هدف ګرځي.

دا چوپ کړاو یوازې یو وچ او بې‌روحه شمېر نه دی؛ دا د انسانیت نړېدل دي. هر شهید شوی ماشوم یو داسې خوب دی چې هېڅکله به پوره نه شي. هره ښځه چې تر کنډوالو لاندې پاتې کېږي، د یوې کورنۍ زړه دی چې له ټکانه درېږي. د دې انساني تراژیدۍ له پامه غورځول نه یوازې بې‌عدالتي ده، بلکې د انساني کرامت له بنسټیز اصل سره خیانت دی. د دې صحنو پر وړاندې د نړۍ چوپتیا د بشریت وجدان ته یوه ستره پوښتنه وړاندې کوي: آیا ځینې ژوندونه «کم ارزښت» لري؟ آیا د زېږېدو جغرافیه د انسان د ژوند ارزښت ټاکلی شي؟ د دغو پوښتنو ځواب به زموږ د نړۍ اخلاقي راتلونکی وټاکي.

Exit mobile version