یو وخت همدا د د راولپنډۍ جنرالان و، چې د سیمې د تقدیر مالکین یې ځانونه ګڼل. دوی فکر کاوه، چې کابل به تل د فشار، محاصرې او توطئو تر سیوري لاندې ساتي. کله به یې لارې تړلې، کله به یې سوداګر وځپل، کله به یې کډوال سپک کړل او کله به یې د اور لمبې د دغې مظلومې خاورې غرونو، ښارونو او کلیو ته راوړې.
دوی ګومان کاوه، چې کابل به تل محتاج وي، تل به مجبور وي او تل به د پاکستان د استخباراتو د میز پر سر د یوې دوسیې حیثیت ولري. خو تاریخ عجیبه حافظه لري. هماغه تور لاسونه، چې پرون یې د فشار تڼۍ کېکاږله، نن د اړتیا له امله د دروازو ټکولو ته اړ شوی دی. اوس د پاکستان هغه پوځ، چې ځان یې د سیمې تر ټولو منظم او ځواکمن نظامي جوړښت باله، د اقتصادي سقوط له وېرې په بېړنیو ناستو او د هر چا د دروازو په ټکولو او د کابل پخلا کولو باندې بوخت دی.
هغه پوځي رژیم چې د زرهي ټانکونو، ډرونونو، الوتکو او نیابتي جګړو په ژبه یې خبرې کولې، نن د ډالرو، پورونو او تجارتي لارو اسیر شوی دی. دا د اقتصاد داسې غچ دی، چې توپونه او ټانګونه یې نشي درولی. کله چې یو نظام خپله ټوله ستراتیژي پر دښمنۍ، مداخلې او تخریب ودروي؛ نو یوه ورځ به حتما هماغه اور د ده تر پښو ورګرځي.
پاکستان کلونه ـ کلونه هڅه وکړه، چې افغانستان کمزوری وساتي، ترڅو د ده جغرافیه مهمه پاتې شي؛ خو اوس نړۍ بدله شوې ده او سیمې سره نور یوازې د ټوپک په ژبه مزل نه؛ بلکې اوس د انرژۍ لارې، ترانزیټ، سوداګري او سیمییز اتصال د قدرت نوي معیارونه ګرځېدلي دي.
نن اسلامآباد درک کړې، چې د کابل له ثبات پرته ټولې منځنۍ اسیا ته هره لار نیمګړې ده. سیمیېز تجارت نیمه ساه دی او د اسلام اباد اقتصادي راتلونکی له جدي خطرونو سره مخ دی. دا یوازې سیاسي بدلون نه دی؛ بلکې دا د معادلې بدلون دی. هماغه کابل، چې پرون د پاکستاني جنرالانو د فشار هدف و، نن د سیمې د اقتصادي دهلېزونو په منځ کې ولاړ دی.
هماغه ملت چې کلونه پرې محاصرې او بندیزونه ولګېدل، نن د جغرافیې د قوت له امله د سیمې په حسابونو کې مرکزي رول لري. دا روڼ حقیقت د توپ او ټانک په زور نشي پټېدای. هو، افغانستان لا هم له ګڼو ستونزو سره مخ دی؛ اقتصاد یې کمزوری دی، نړیوال رسمیت نه لري، او خلک یې له سخت ژوند سره لاس او ګرېوان دي؛ خو بیا هم دا خاوره داسې جیوپولټیک موقعیت لري، چې د سیمې لوی قدرتونه یې له پامه نشي غورځولی.
د راولپنډۍ جنرالان اوس په دې پوه شوي، چې د کابل له خوښې پرته د سیمې ډېرې نقشې نیمګړې دي. تاریخ همدا درس راکوي: هغه څوک چې د نورو د سوځولو لپاره اور بلوي، موده وروسته پخپله د همدې اور لوګي تنفس کوي. او هغه ملت، چې د صبر، قربانۍ او مقاومت اوږد مزل وهي، حتمن به یې یوه ورځ جغرافیه او اراده د معادلو مسیر بدلوي.
نن د سیمې بادونه بدل شوي دي او د دې بادونو غږ راولپنډۍ ته دا پیغام رسوي، کابل نور یوازې د جګړې میدان نه دی؛ کابل د سیمې د راتلونکو معادلو زړه ګرځېدلی دی.
