د پاکستان پوځي رژیم حقیقت، د تاریخ په اوږدو کې! لسمه برخه

ډاکټر همام خان

د پاکستاني پوځ په جوړښت کې د اسلام ونډه او اغېز
دا خبره پرته له هېڅ شکه او تردیده ویل کېدای شي چې د پاکستاني پوځ د نظریاتو او عقایدو په جوړښت کې د اسلام مقدس دین ته هېڅ قسم اهمیت نده ورکړل شوی بلکې له هر پلوه د اسلام بنسټیز احکام له نظره غوځول شوي. البته، د پاکستان له جوړېدو وروسته دومره بدلون ضرور راغلی چې پوځ د خپلو سرتېرو او افسرانو د احساساتو را پارولو لپاره چي جګړې کي وطن لپاره مرګ او ژوند جذبې ژوندې پاتي شي، اسلام یې په ډېر مهارت سره یوازي د یوې ذریعې په توګه کارولی دی.

د پوځ نظریاتو ته د اسلامي رنګ ورکولو هڅې تر ډېره د ضیاءالحق د واکمنۍ پر مهال وشوې، چې بېلګې په توګه د پروفېسر کرنل عبد القیوم کتاب “On Striving to be a Muslim” او د برېګېډیر ایس کې ملک تصنیف “The Quranic Concept of War” دي. دا او دې ته ورته نورې لیکنې هغو علماوو نه دي لیکلي چې په تفسیر، حدیث، فقه او نورو دیني علومو ژوره پوهه ولري، بلکې خپله د پوځ افسرانو لیکلي دي.

که له حسنِ ظن څخه کار واخیستل شي، نو تر ډېره دا ویل کېدای شي چې ښايي دا د کوم فردي پوځي له نېک نیت څخه پیدا شوې هڅه وي؛ خو عملي حقیقت دا دی چې دغه کتابونه او ورته نورې هڅې، پرته له دې چې د پوځ په بنسټیزو نظریاتو، عقایدو او کړنلارو کې کوم جوهري بدلون راولي، یو پوځي دې ته قانع کوي چې ګواکې هغه د جهاد په څېر په یوه ستر عبادت بوخت دی، د خپل افسر هر امر اطاعت پرې واجب دی، او که ووژل شي نو د شهادت لوړې مرتبې ته به ورسېږي.

خو دا پوښتنې چې:
• په اسلام کې د جهاد حقیقي تعریف څه دی؟
• د وطن لپاره د جګړې شرعي حکم څه دی؟
• جهاد کوم شرعي اهداف لري؟
• د مسلمان دوست او دښمن څوک دي؟
• د امیر د اطاعت حدود څه دي، او په کومو حالاتو کې یې اطاعت روا نه وي؟
• شهید څوک بلل کېږي؟
• شهادت په کومو شرائطو قبلیږي؟
• شریعت د جګړې لپاره کوم آداب او اصول ټاکلي دي؟

له دغو ټولو پوښتنو څخه یا خو په بشپړ ډول تېرېږي او یا یې سم شرعي ځواب نه وړاندې کېږي.
د بېلګې په توګه، په پوره باور سره ویل کېدای شي چې د پاکستاني پوځ ډېری افسران او سرتېري دا نه پوهېږي چې د جهاد اساسي موخه ”اعلاء کلمة الله“ ده؛ یعنې د توحید کلمه لوړه شي، شرک له منځه یووړل شي، شریعت نافذ شي او د کفارو برلاسي پای ته ورسېږي.

د همدې بنسټیزو شرعي مفاهیمو له ناپوهۍ پایله دا وه چې کله د پاکستان پوځیانو د بنګال مسلمانان وژل نو د بدر او احد مثالونه به یې ورکول، او کله بیا هغه عسکر چې د عربو مجاهدینو وینه تویوله ”مجاهدین“ ګڼل.

له همدې امله، د ۱۹۷۱م کال د پېښو پر مهال جنرال ټکا خان د ختیځې جبهې ځواکونو ته په خطاب کې وویل:
”د جهاد او اسلام سره د تړاو له امله یوه کوچنۍ ډله مسلمانانو تر ټولو ځواکمن دښمنان مات کړل. د بدر، احد، خیبر او دمشق جګړې د دې خبرې ثبوت دی چې مسلمانان څه کولای شي.“

همدارنګه، په ۲۰۰۴م کال کې د وزیرستان په وانا سیمه کې د عربو او عجمو مهاجرو مجاهدینو پر ضد جګړه کې ښکېلو پوځیانو ته برېګېډیر خټک وویل:
” اصلي مجاهدین زما سرتیري دي، اصلي مجاهدین تاسې یاست! “

نو ځکه، په بشپړ باور سره ویل کېدای شي چې دا پوځ نن هم د خپلو بنسټیزو نظریاتو، فکر او فلسفې له مخې هماغه د برتانوي هند شاهي پوځ دی چې د سینډهرسټ او دهره دون پوځي اکاډمیو روزلی و. توپیر یوازې دومره دی چې اوس یې د اسلامي احساس د خړوبولو لپاره پوځي مرکزونه د ”ایمان، تقویٰ او جهاد فی سبیل الله“ په شعارونو ښایسته کړي دي، حال دا چې دا پوځ نن هم له دغو درېیو حقیقتونو څخه هماغه اندازه لرې دی لکه په ۱۸۵۷م کال کې چې و.

بلکې لا تر دې هم خطرناکه خبره دا ده چې اوس هماغه غیر اسلامي موخې د دیني جذبې تر پردې لاندې تعقیبېږي.

د پوځ د اصلي نظریې لنډیز وړاندې کولو پر مهال اسټیفن پي کوهن په څرګنده لیکي:
”ټولو هغو مسلمانو هېوادونو ته چې خپلواکي یې ترلاسه کړه، له لوېدیځ څخه روزل شوي پوځونه په میراث ورسېدل… له همدې امله دغه پوځونه د کلاوزوېټز، لډل هارټ او شیلینګ له نظریاتو څخه لاس اخیستلو ته زړه نه ښه کوي. د پاکستان پوځ ډېری افسران به کله هم دا نظریات پرېنږدي.“ (پاکستان آرمی، تاریخ و تنظیم از اسٹیفن پی کوہن، ص107)

Exit mobile version