کلونه کېږي چې په سیمه او نړۍ کې د داعش په نامه لوبه روانه ده. خلک وژل کېږي، شخصیتونه ترور کېږي، مسلمان علماء شهیدان کېږي، د مسلمانانو ترمنځ اختلافاتو ته لمن وهل کېږي، مسلمانان تکفیر کېږي، کورونه او ښارونه یې ورانیږي، او د مسلمانانو وینې تویېږي. دا ټول جرایم د اسلام او اسلامي خلافت تر نامه لاندې د یوې مجهولالهویته او مجهولالهدفه ډلې (داعش) له خوا ترسره کېږي.
د تاریخ په اوږدو کې ډېر خوارج تېر شوي دي، خو د هغو خوارجو او داعشي خوارجو ترمنځ توپیر دا دی چې هغوی د خپلې افراطي عقیدې له امله خوارج شوي وو او له کفارو او مشرکینو سره یې پټې او ښکاره اړیکې نه پاللې؛ خو داعشي خوارج داسې نه دي. د دوی افراطي عقیده د دوی خپل فهم نه دی، بلکې دا د صهیونیستانو له خوا یو تولید شوی افراطي فهم دی چې داعشي خوارجو ته له مغز وینځلو وروسته ورکول شوی او خپل اهداف پرې تعقیبوي.
محترمو مسلمانانو وروڼو!
کله چې په ۱۹۴۸م کال کې په اشغالي فلسطین کې، د تلابیب په مرکزیت، د صهیونیستانو اشغالي حکومت (اسرائیل) د ټولو بشري او نړیوالو قوانینو برخلاف رامنځته شو، د یاد حکومت جوړېدو په پراخه کچه د عربي او اسلامي نړۍ غبرګونونه راوپارول. ځینو خلکو وسلواله مبارزه پیل کړه، خو ځینو نورو بیا هڅه کوله چې د خبرو اترو او نړیوالو فشارونو له لارې د اسرائیل او فلسطین جنجالي موضوع حل کړي، خو د دې موضوع حل دومره اسانه نه و.
ورځ تر بلې په فلسطیني وګړو د اسرائیلي یهودو ظلمونه زیاتېدل، تر دې چې په ۱۹۶۷م کال کې د مصر په مشرۍ شپږو عربي هېوادونو پر اسرائیلو برید وکړ، ترڅو فلسطین ازاد کړي. دغه جګړه په تاریخ کې د عرب-اسرائیل جګړې په نامه یادیږي، چې په پایله کې یې عربي اتحاد ماته وخوړه او اسرائیلي حکومت تر پخوا لا زیات ځواکمن شو.
که څه هم اسرائیل په دې جګړه کې وتوانېد چې خپل مخالف لوري ته ماته ورکړي، خو په دایمي ډول په داسې ځای کې اوسېدل چې ټول ګاونډیان یې دښمنان وي، د اسرائیلو لپاره ستونزمن برېښېدل. نو اسرائیلو نه فلسطین پرېښود او نه هم ګاونډیان له سیمې ووتل. اسرائیلو خپله بقا یوازې په دې کې ولیدله چې په منځني ختیځ کې ګډوډي او کشمکش رامنځته کړي، ترڅو ګاونډي اسلامي هېوادونه په خپلمنځي اختلافاتو کې ښکېل او اسرائیل ترې په امن کې پاتې شي.
د همدې لپاره اسرائیلو په منځني ختیځ کې ډېرې پروژې پلې کړې، ترڅو د سیمې هېوادونه په خپلمنځي دښمنیو کې ښکېل کړي. د دغو پروژو له جملې څخه یوه هم د داعشي خوارجو پروژه ده. لکه څنګه چې په لومړیو کې امریکا او اسرائیلو ولیدل چې ټول ګاونډي هېوادونه، که شیعه دي یا سني، د اسرائیلو پر وړاندې د دښمنۍ دریځ لري، نو لومړی یې هڅه وکړه چې د هېوادونو ترمنځ جګړې رامنځته کړي، لکه د عراق او ایران جګړه چې اته کاله یې دوام وکړ.
خو د وخت په تېرېدو سره امریکا او اسرائیلو ته دا څرګنده شوه چې د هېوادونو ترمنځ د جګړو پر ځای، د نظریاتي اختلاف (د سني او شیعه ترمنځ) رامنځته کول ډېر اغېزناک دي. د هېوادونو ترمنځ اختلافات حل کېدای شي، خو د دوو نظریو یا مذهبونو ترمنځ بل شوی اور په سختۍ سره مړېږي.
هماغه و چې امریکا لومړی په منځني ختیځ کې د تکفیر نظریه ترویج کړه، او وروسته یې د خپلو استخباراتي اجنټانو له لارې د داعشي خوارجو ډله رامنځته کړه. دا هغه ډله ده چې په نظریاتي لحاظ یې منځنی ختیځ ټوټه ټوټه او په خپلمنځي جګړو کې ښکېل کړ. له دې سره سره چې په قرآن کریم کې دا خبره روښانه ده چې یهود د اسلام سخت دښمنان دي، داعشي خوارجو خپل لومړیتوبونه بدل کړل. دوی د دې پر ځای چې له اشغالګرو سره جګړه وکړي، نور مسلمانان تکفیر کړل، تر دې چې په منځني ختیځ کې د مسلمان او اسرائیل د جګړې پر ځای، د شیعه او سني ترمنځ پراخه جګړه پیل شوه، چې بېشمېره زیانونه یې اسلامي نړۍ ته واړول.
کله چې امریکا او اسرائیلو ولیدل چې د داعشي خوارجو پروژه په منځني ختیځ کې د اسلام د کمزوري کولو او د اسرائیلو د ساتنې لپاره اغېزناکه ده، نو دا پروژه یې د اسلامي نړۍ نورو سیمو ته هم وغځوله. که تاسې فکر وکړئ، د داعش له پیدایښت څو کاله وروسته دا ډله په ډېرو سیمو کې فعاله شوه.
ایا دا د داعش خپله وړتیا وه؟ که داسې وي، نو ولې داعش له عراقه افغانستان ته راتلای شي، خو اسرائیلو ته نه شي تلای؟ آن په سوریه کې داسې حالت هم و چې د داعشي خوارجو او اسرائیلي ځواکونو ترمنځ یوازې یو دیوال و، خو بیا هم کوم مستقیم برید نه و شوی. داعش په کابل، مسکو، ترکیه، لبنان، بغداد، دمشق، هند، تهران او مصر کې بریدونه کولای شي، خو په تلابیب کې نه شي کولای. دا ښيي چې د دوی فعالیتونه د استخباراتي کړیو له خوا کنټرولېږي؛ کله چې اړتیا وي، پیاوړي کېږي او کله چې اړتیا نه وي، کمزوري کېږي.
لکه څنګه چې په دې وروستیو کې د ایران او اسرائیلو اختلافات زیات شوي، اسرائیل هڅه کوي چې د منځني ختیځ په څېر په جنوبي آسیا کې هم د شیعه او سني ترمنځ جګړه رامنځته کړي. ترڅو د سیمې مسلمانان په خپلمنځي جګړو کې بوخت شي او اسرائیل ترې خوندي پاتې شي. ټول مسلمانان باید پوه شي چې نن ورځ د مسلمانانو ترمنځ چې په بېلابېلو نومونو اختلافاتو ته لمن وهل کېږي، دا د صهیونیستي فکر هغه پروژې دي چې د مسلمانانو د وېشلو لپاره طرحه شوې دي، او مسلمانان باید ځانونه ترې وساتي.
