د يهودانو د صفاتو په لړۍ کې، په دې برخه کې به د هغوی يو بل صفت تشريح کړو.
۱۰- د دين د شعائرو تمسخر او استهزاء
د يهودانو د ناوړه صفاتو په تسلسل کې يو بل صفت دا دی چې هغوی د دين د شعائرو استهزاء او سپکاوی کاوه او کوي. استهزاء او تمسخر د دين په وړاندې يو ډېر ناوړه خوی دی، چې الله جل جلاله په قرآن کريم کې بيا بيا په سختو ټکو غندلی دی. يهودانو د تاريخ په اوږدو کې دا صفت درلود، ځکه چې هغوی د تکبر په مرض اخته وو، او همدې تکبر هغوی دې ته اړ کړل چې د حق په وړاندې سرکشي وکړي او د الهي احکامو سپکاوی وکړي.
الله جل جلاله فرمايي:
{يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الَّذِينَ اتَّخَذُوا دِينَكُمْ هُزُوًا وَلَعِبًا مِّنَ الَّذِينَ أُوتُوا الْكِتَابَ مِن قَبْلِكُمْ وَالْكُفَّارَ أَوْلِيَاءَ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ} (المائدة: ۵۷)
ژباړه: اې مؤمنانو! هغه کسان چې ستاسې دين مسخره کوي او لوبه يې ګرځوي، که له هغو وي چې مخکې ورته کتاب ورکړل شوی او که نور کافران وي، هغوی خپل نږدې دوستان مه ګرځوئ، او له الله څخه ووېرېږئ که رښتيني مؤمنان ياست.
له دې آيت وروسته الله جل جلاله فرمايي: {وَإِذَا نَادَيْتُمْ إِلَى الصَّلَاةِ اتَّخَذُوهَا هُزُوًا وَلَعِبًا ۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَّا يَعْقِلُونَ} (المائدة: ۵۸)
ژباړه: او کله چې تاسې د لمانځه لپاره اذان کوئ، هغوی هغه په ملنډو او لوبو نيسي؛ دا ځکه چې هغوی داسې خلک دي چې عقل نه کاروي.
د دې لپاره چې د آيت معنا او مقصد ښه څرګند شي، د دې آيت شأن نزول ته به وروګرځو. علامه قرطبي رحمه الله په خپل تفسير کې د دې آيت د شأن نزول په اړه له کلبي څخه نقل کوي: قال الكلبي: كان إذا أذَّن المؤذِّن وقام المسلمون إلى الصلاة قالت اليهود: قد قاموا لا قاموا؛ وكانوا يضحكون إذا ركع المسلمون وسجدوا، وقالوا في حق الأذان: لقد ابتدعتَ شيئًا لم نسمع به في الأمم الماضية، فمن أين لك صياحٌ كصياح العير؟ فما أقبحه من صوت، وما أسمجه من أمر!
ژباړه:
کلبي وايي: کله به چې مؤذن اذان وکړ او مسلمانان به لمانځه ته ودرېدل، يهودانو به ويل: ودرېدل، خو کاشکې نه وای درېدلي! او کله چې به مسلمانان رکوع او سجده کول، هغوی به پرې خندل. د اذان په اړه به يې ويل: تا داسې نوی کار را ايجاد کړ چې موږ د پخوانيو امتونو په منځ کې نه و اورېدلی؛ دا کومه چغه ده لکه د خره غوندې؟ څومره بدرنګه غږ دی او څومره ناوړه کار دی.
په حقيقت کې تمسخر د دين او د مقدساتو د بېعقلۍ نښه ده، څرنګه چې الله جل جلاله په پورتني آيت کې تصريح کړې ده: {ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَّا يَعْقِلُونَ}.
علامه قرطبي رحمه الله د {ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَّا يَعْقِلُونَ} په تفسير کې ليکي: واسم الإشارة في قوله: ذٰلك بأنهم قوم لا يعقلون يعود إلى ما كان منهم من استهزاء وسخرية؛ أي أن سبب صدور هذا الاستهزاء والعبث عنهم أنهم قوم سفهاء جهلاء، لا يدركون الأمور على وجهها الصحيح، ولا يستجيبون للحق الذي ظهر لهم، بسبب عنادهم وأحقادهم.
ژباړه: په دې جمله کې د اشارې نوم (ذٰلك) د هغوی هغه تمسخر او ملنډو ته راګرځي؛ يعنې د هغوی د استهزاء او سپکاوي سبب دا و چې هغوی ناپوه او کمعقله خلک وو، چې کارونه په سمه بڼه نه درک کوي او د حق له څرګندېدو سره سره د خپل عناد او کينې له امله هغه نه مني.
له سلفو صالحينو څخه منقول دي:
«مَنِ اسْتَهْزَأَ بِشَيْءٍ مِنْ دِينِ اللَّهِ فَقَدْ عَرَّضَ إِيمَانَهُ لِلْخَطَرِ» يعنې: څوک چې د الله د دين له هر څه سره ملنډې وهي، خپل ايمان په خطر کې اچوي.
لنډه دا چې له پورتنيو آيتونو څخه دا څرګنده شوه چې يهودو د شعائرو د استهزاء صفت درلود او تل به يې دا صفت تکراراوه. دغه صفت يوازې پخوانيو يهودانو نه درلود، بلکې د هغوی په نقش قدم روان ننني يهودان هم دا کار ترسره کوي او د اسلامي شعائرو سپکاوی کوي. څرنګه چې نړيوالو دا په بيا بيا ځلو وليدل چې يهودان په خپلو بوټو بيت المقدس ته ننوتل، او همدارنګه يې بار بار مساجد او مدارس بمبار کړل او د مسجد او مدرسې احترام يې ونه کړ؛ او ټولو ته دا څرګند شو چې يهود اوس هم دغه صفت لري.
