د میدان شرایط پټ او مبهم دي، د نړۍ توازن بدلیږي او د غرب د تسلط دوره پای ته رسیدلې ده؛ دا جګړه د یوې مبهمې پټې او د لویې پېښې سناریو ده چې وړاندې شوه او کیږي به. منځنی ختیځ په ۲۰۲۶م کال کې د څو لویو بحرانونو، جګړو او سیاسي بدلونونو په منځ کې ولاړ دی، د ایران، امریکا، اسرائیلو مستقیم ټکر او مقابله، د غزې جګړه، د لبنان او سوریې بې ثباتي، د خلیج هېوادونو اندېښنې، د امریکا او لوېدیځو هېوادونو رول ټول هغه عوامل دي چې د سیمې راتلونکی ټاکي، د اوسنیو حالاتو له کتنې داسې ښکاري چې منځنی ختیځ د درېیو احتمالي لارو پر لور روان دی، محدودې جګړې، پراخه سیمه ییزه جګړه، او یا د فشارونو له امله جبري سیاسي جوړجاړی.
له څو کلونو راهیسې د ایران، امریکا او اسرائیل ترمنځ سیالي د پراکسي جګړو (پراکسي جګړې هغې ته وایي، چې جګړه ظاهراً د کوچنیو لورو تر منځ وي، خو تر شا یې لوی ځواکونه ولاړ وي)، تر کچې محدوده وه؛ خو اوس دغه سیالي مستقیمې پوځي مقابلې ته اوښتې ده، ایران غواړي خپل سیمه ییز نفوذ په عراق، سوریه، لبنان او یمن کې وساتي، امریکا او اسرائیل هڅه کوي چې د ایران نظامي، سیاسي او ټولنیز ظرفیت محدود کړي.
د ایران، امریکا او اسرائیل ترمنځ د وروستیو بریدونو او متقابلو ګواښونو له امله داسې ښکاري چې دواړه لوري نه غواړي بشپړه جګړه پیل کړي، خو دواړه اړ دي چې خپل ځواک وښيي، له همدې امله به ښایي راتلونکې میاشتې د کنټرول شوې جګړې بڼه ولري؛ یعنې بریدونه به دوام ولري، خو هر لوری به هڅه کوي جګړه تر بشپړ انفجار ونه رسېږي؛ خو دا ناشونې دی، له دې وروسته به د جګړې میدان نور هم ګرمیږي.
د منځني ختیځ او شاوخوا سیمې داسې ښکاري چې د لویو سیاسي او امنیتي بدلونونو په لور روانې دي، ځینې احتمالات دا ښایي چې په منځني ختیځ کې داخلي بې ثباتۍ د نړیوال نظم په جوړښت کې د بدلون نښې ګڼل کېږي او دا پېښې ښایي چې د یو قطبي نړۍ د تسلط دوره پای ته رسي او د راتلونکي لپاره دوه قطبي یا نوي نړیوال نظم د جوړېدو پیل دی.
د اسرائیلو دا دریځ چې خبرې اترې تشې ژمنې دي او د امریکا احتمالي نظامي چمتووالی، د منځني ختیځ د راتلونکي په اړه جدي اندېښنې راولاړوي، که څه هم دغه جګړه او مذاکرات یوه ممکنه سناریو ده، خو د دغې سناریو پایلې به دومره درنې وي چې د ټولو اړخونو لپاره به زیانمنې تمامې شي، په ځانګړې توګه خلیجي هېوادونو لپاره، باورونه دا دي چې سناریوګانې د حکومتونو سقوط را منځ ته کړي او په همدې اساس د دولتونو کمزورۍ، کورنیو شخړو او حتی د ځینو نظامونو د سقوط احتمال هم زیاتیږي، سیمه ییز او نړیوال عوامل همداسې دوام مومي، امکان لري چې په سیمه کې د سیاسي بدلونونه، شخړو او بې ثباتۍ نوې څپې رامنځته شي او ځیني دولتونه سقوط شي.
دا ځکه چې په اسلامي روایتونو کې راغلي چې د آخر وخت په جګړو کې به د نړۍ ستر ځواکونه، مسلمان او رومیان (غرب، صليبيان) به سوله ییز د شام په سیمه کې راټولېږي، د اسلام پر وړاندې مقابله به کوي، او مسلمانان به د حق د دفاع لپاره یوځای شي. نن ورځ موږ ګورو چې د نړۍ ستر ځواکونه د شام په خاوره کې راټول شوي دي، د دې ځواکونو په ترکیب کې د روسیې، ترکیې، ایران، ناټو، پاکستان… او خلیجي هېوادونو پوځونه شامل دي. د دوی د حضور رسمي دلیل د نړیوالې سولې د ساتنې او یا د غزې د بیا رغونې تر شعار لاندې وړاندې کېږي، خو د ژور تحلیل له مخې، اصلي موخه د جګړې د میدان ګرمول او د مسلمانانو د کمزوري کولو هڅه ده.
د نړیوالو ځواکونو دریځ دا ښیي چې، د نړیوالو ځواکونو د حضور تر شا د ستراتیژیکو موخو انعکاس ښکاري. د سولې او بیا رغونې شعارونه یوازې د ظاهري بڼې لپاره دي، خو په عمل کې د جګړې د دوام او د سیمې د بېثباتۍ هڅه کېږي، ځکه اوس وخت کې د شام سیمه د نړیوالو قدرتونو لپاره د نفوذ او سیالۍ ستره صحنه ګرځېدلې ده؛ خو دا ارمانونه به تل لپاره په دې سیمه او اراضۍ کې خاورو ته وسپارل شي.
اوسني حالات د مسلمانې ټولنې په ګټه روان دي؛ ځکه اوس مسلمان ځواکونه د یو متحد صف په جوړولو بوخت دي، د اسلامي امت د یووالي هڅې د دې لپاره دي چې د نړیوالو ځواکونو د ګډو ارمانونو مخه ونیسي، د مسلمانانو اتحاد به د جګړې پایله بدله کړي او د نړیوالو ځواکونو ارمانونه به د خاورو سره خاورې کړي.
غزه؛ هغه زخم چې لا نه دی تړل شوی!
د غزې جګړه لا هم د منځني ختیځ تر ټولو مهمه موضوع ده، که څه هم ځینې اوربندونه شوي، خو د فلسطین مسئله لا نه ده حل شوې، تر څو چې د فلسطین د خلکو لپاره یو واضح سیاسي حل، خپلواک دولت، او د اشغال مسئله مطرح نه شي، سیمه به آرامه نه شي. غزه اوس یوازې د فلسطین موضوع نه ده پاتې؛ بلکې د ټولې سیمې د احساساتو او سیاست محور ګرځېدلې ده، په عربي هېوادونو کې عام ولس له فلسطین سره خواخوږي لري، خو ډېری حکومتونه د خپلو اقتصادي او امنیتي اړیکو له امله محتاط دریځ نیسي، همدې تضاد حالات دې ته رسولي چې نړۍ دې هر اړخیزې او یوې لویې جګړې ته ننوځي او دا د جګړې اور به د نړۍ هرکلي او کور ته داخلیږي، دا د اور شعلې د غزې د اور برخه بلل کیږي.
