وحدانیت

لیکوال: عباس عابد

له امام شافعي رحمه الله څخه پوښتنه وشوه: د الله جل جلاله د وحدانیت په اړه دلیل څه شی دی؟
هغه ځواب ورکړ: د توټ پاڼه يې دلیل دی، چې:
چې د ورېښمو چنجی يې وخوري، نو ورېښم ترې راوزي، چې د شاتو موچۍ يې وخوري، نو خوندور شات ترې وځي، چې مېږه (ګډه) يې وخوري، بیا صفا سوتره شيدې ترې وځي او چې هوسۍ يې وخوري، نو ښه خوشبویه مسک ترې وځي.
ماده یوه ده او صفتونه يې بېلابېل؛ نو ووایه چې جوړونکی څوک دی؟
آيا د (لا اله الا الله) څوک ویونکی شته؟

 

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version