د روژې مبارکه میاشت په را رسېدو وه، د رحمت، مغفرت او برکت میاشت چې هرې خوا سکون، زړه سوی او له کينو او تربګنیو د خلاصون فضا حاکمه وي، د افغان ملت زړونه د الله جل جلاله په دربار کې ځانګړي وو، د روژې په برکت یې د دښمن پر سر هم د مهربانۍ لاس تېر کړ. اسلامي امارت د روژې د حرمت په درناوي کې درې تنه پاکستاني پوځيان چې تېر کال په سرحدي نښتو کې اسیر شوي وو، په خلاص زړه ازاد کړل.
دا کار د افغان ولس له لوري یو لوی احسان و، یو پیغام و چې موږ د سولې، ورورۍ او اسلامي اخلاقو غږ یو. موږ غوښتل چې روژه د زحمت پر ځای د رحمت میاشت وي. خو څو ورځې نه وې تېرې شوي چې نمک حرام پاکستاني پوځ خپل هوايي ځواک را مارش کړ او پر هماغه مظلوم افغان ولس، چې د روژې په میاشت کې یې احسان ورسره کړی و، وحشیانه بمبارۍ پیل کړې. ننګرهار کې يې یوه بشپړه او لویه کورنۍ د ښځو او ماشومانو په ګډون له خاورې سره خاورې کړه؛ یوازې دوه تنه يې ژوندي پاتې شول. په پکتیکا کې کې يې ديني مدرسه او د الله جل جلاله مبارک کتاب پاڼې پاڼې کړل. هماغسې لکه صهيونستیانو چې په مظلومه غزه کې د الله جل جلاله کورونه او د هغه مبارک کتاب ذره ذره کړ.
ايا دا ستاسې د احسان بدل دی؟ او ايا دا ستاسې مسلماني او ګاونډيتوب دی؟ نه! نه! نه دا اسلام دی او نه هم ګاونډیتوب، بلکې دا د اسلام او انسانیت سره دښمني ده، چې د احسان بدل په تيري سره ورکړل شي.
اسلامي امارت مستنده رسنيزه کړه چې پاکستاني پوځي رژیم ملکي وګړي په نښه کړي، خو بزدله پوځ د خپل غرور په نيلي سپور وو چې، نه! موږ د پاکستاني طالبانو د تحريک او د داعش خراسان ډلې مرکزونه په نښه کړي، چې د پاکستان په وروستيو مرګوني بریدونو کې ښکيل وو.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت يا (يونما) هم تاييد کړه چې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده او آن الجزیرې تلوېزیون خو پرې له متاثره سيمې مستند راپورونه خپاره کړل، پدې کار سره پاکستان په خپل هيواد کې د الجزیرې پر نشراتو بنديز ولګاوه. د افغانستان دفاع وزارت دا بریدونه د هېواد د حاکمیت نقض او د نړيوالو قوانينو خلاف عمل وباله، او “په مناسب وخت کې د حساب شوي ځواب ګواښ يې وکړ”.
بس، څو ورځې نه ږې تېرې شوې چې د اسلامي امارت سرشارو زلميو ته د خپل ملت د غچ اخیستنې قومانده ورکړل شوه. سرحدي غازيان د فرضي کرښې په امتداد کې د نمک حرام پوځ پر پوستو او مرکزونو لکه د ابابيلو راپريوتل او د څو ساعته جګړې په ترڅ کې یې د تور مخي دښمن ليکې تس و نس کړې. لسګونه پوځیان يې له منځه يوړل، پوستې، پنډغالي او تجهیزات يې زيانمن او ويجاړ کړل. مړي او ژوندي اسيران يې هم له ځانه سره دې غاړې ته راواړول.
دا چې، احسان فراموشه پوځ بيا هم سرزوري وکړه او بيا ځلې يې د افغانستان په سرحدي ولایتونو کې پر ولسي مېنو ړنده بمباري وکړه او آن پلازمېنه کابل يې په نښه کړ، نو افغان غيورو ځواکونو خپل ابابيل په ډېره خاموشۍ د مارګلې تر غونډيو ورسول او هلته يې د پاکستان په زړه کې پوځي او نور حساس تاسیسات په نښه کړل، نه يوازې اسلام آباد، بلکې په صوابۍ، ايبټ اباد، نوښار، جمرود، وزيرستان او کويټه ښارونو کې د کرايه پوځ مرکزونه په برياليتوب سره په نښه شول. دا داسې ده لکه د پلازمېني په بدل کې پلازمېنه او د نورو ځايونو په بدل کې نور ښارونه.
دا چې کرايي پوځ افغان ځواکونو ته کمزوری حساب او اټکل کړی وو، غبرګون يې د دوی له توقع څو چنده زیات تېز او غاښ ماتوونکی وو. اوس د افغان ولس لاسونه د دوی تر ګريوانونو رسيدلي او د هر نوک ځواب په سوک سره ور کولای شي، که د امريکايي پروژو دلال عاصم منير د افعانانو په تړاو دا ګستاخي کوي او وايي چې:
“کله چې د هر یوه پاکستاني د امنیت او خوندیتوب خبره راځي، نو ټول افغانستان ملعون شي»
او يا يې دا له سپکاوي ډک الفاظ چې:
«د یوه پاکستاني ژوند د ټول افغانستان څخه مهم دی»
نو د اسلامي امارت هر کشر او مشر مجاهد ته د يوه افغان ويښته تر ټولو بهګوړا عسکرو سل ځلې ارزښت مند او مهم دی او که پخوا مو مشرانو د يوه مهاجر ورور لپاره خپل تخت او تاج قربان کړ، نور عالمه! ته خو مو د خپلې خاورې بچی يې، ستا د اوښکو په بدل کې اسلام آباد، پينډۍ، لاهور او کراچۍ ته هم اور اچولو ته تيار يو.
افغان ولس چې له تېرو لسیزو د پاکستان له لوري د استخباراتي، پوځي او اقتصادي تېريو قرباني دی، اوس یې زړه نور هم مات شوی. خو دا مات زړه به یوازې ژاړي نه، دا به د انتقام لمبې بلې کړي. هغه ځواکونه چې د روژې په برکت یې پر دښمن رحم وکړ، اوس دې ته هم چمتو دی چې د هماغه دښمن د وحشت په ځواب کې د خپل مظلوم ولس د وینو بدل واخلي.












































