نبوي کورنۍ ـ لومړۍ برخه

مولوي عصمت الله عزام

نحمده ونصلی ونسلم علی رسوله الکريم امابعد:

الله پاک هر پېغمبر ته څلور ځانګړتياوې ورکوي چې خلکو ته عذر او پلمه پاتې نه شي:

۱: پيغمبرپه غوره اواعلی نسب کي پيداکېږي.
ترڅو خلک بيا دا پلمه ونه کړي چې دا خو په کمزوري نسب کې و، موږ د ده تابعداري په دې نه کوله چې موږ تر ده په نسب کې لوړ يو، د ده په تابعداري شرمېدلو.

۲: پيغمبر د ښايسته صورت خاوندوي.
ترڅو دا پلمه چاته پاتې نه شي چې العياذبالله دا پېغمبر بد شکله و، له ده څخه موږ کرکه لرله.

۳: پيغمبردښه اوازخاوندوي.
ترڅو دا څوک ونه وايي چې موږ د ده له اواز څخه کرکه لرله، نو ځکه يې خواته نه ورتلو.

۴: پيغمبر د ښو اخلاقو خاوندوي.
ترڅو دا پلمه څوک ونه کړي چې دا خو داسي بداخلاقه و چې موږ نږدې نه شو ورتلی.

نو رسول الله- صلى الله عليه وسلم-  تر ټولو په غوره او اعلی نسب کې پيداشوی دی. الله جل جلاله فرمائلي دي: اللَّهُ أَعْلَمُ حَيْثُ يَجْعَلُ رِسَالَتَهُ(الأنعام :۱۲۴)
ژباړه: الله ښه پوه دی چې خپل رسالت (پيغام) چېري کېږدي.

يعني دا نبي الله پاک د نسب، کورنۍ، اخلاقو، کردار او نورو ښو صفاتو په اعتبار ښه پېژانده چې د ده مثل نشته، نو ځکه يې ده ته نبوت ورکړ.

کله چې د روم باچا هرقل له ابوسفيان څخه د نبي عليه السلام د صفاتو په هکله د پوښتنو په ترڅ کې وپو ښتل: كيف نسبه فيكم ؟
د ده نسب په تاسوکي څنګه دی؟
ابوسفيان وويل: هو فينا ذو نسب (دی په موږکي د(لوی)نسب خاونددی!!
هرقل وويل: وكذلك الرسل تبعث في نسب قومها.(صحيح البخاري ص:۴ج:۱)
په دې توګه پېغمبران د خپل قوم په نسب کي رالېږل کېږي، يعني په عزتمنداو شريف نسب کې.

عبدالله بن عباس رضی الله عنهمافرمايي: له قريشو هيڅ بطن داسې نه و چې له رسول سره يې نسب نه يوځای کېدی.
عن أبي هريرة ان رسول الله صلى الله عليه وسلم قال:
بعثت من خير قرون بني آدم قرنا فقرنا حتى بعثت من القرن الذي كنت فيه(رواه البخاري ص:۵۰۳ج:۱)
له حضرت ابوهريره رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: زه دآدم علیه السلام له اولاد څخه له غوره پېړيوڅخه پېړۍ په پېړۍ رالېږل شوی يم، تر دې چې له هغې پېړۍ راولېږل شوم چې زه پکې وم.

عَنْ أَبِى عَمَّارٍ شَدَّادٍ أَنَّهُ سَمِعَ وَاثِلَةَ بْنَ الأَسْقَعِ يَقُولُ سَمِعْتُ رَسُولَ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- يَقُولُ « إِنَّ اللَّهَ اصْطَفَى كِنَانَةَ مِنْ وَلَدِ إِسْمَاعِيلَ وَاصْطَفَى قُرَيْشًا مِنْ كِنَانَةَ وَاصْطَفَى مِنْ قُرَيْشٍ بَنِى هَاشِمٍ وَاصْطَفَانِى مِنْ بَنِى هَاشِمٍ ».(رواه مسلم ص:۲۴۵ج:۲)
له ابوعمار شداد څخه روايت دی چې ده له واثله بن اسقع څخه اورېدلي چې ويل یې: ما له رَسُولَ اللَّهِ – صلى الله عليه وسلم- څخه په داسي حال کي واورېدل چې ويل يې: په يقيني توګه الله پاک کِنانة د اسماعيل عليه السلام له اولاد څخه خوښ کړی دی، له کنانة څخه يې قريش خوښ کړي دي، له قريش څخه يې بني هاشم خوښ کړي او زه يې له بني هاشم څخه خوښ کړی يم.

د نبي عليه السلام کورنۍ په هاشمي کورنۍ سره پېژندل کېږي، هاشم د نبي عليه السلام نيکه و. هاشم هغه څوک دی چې کله بنوعبدمناف او بنوعبدالدار په خپل منځ کې د منصبونو د وېش په هکله صلحه سره وکړه، نو ده د حاجيانو د مېلمستيا او هغوی ته داوبو د ورکولو ذمه واري په غاړه واخيسته.

هاشم مالدار او مشر سړی و او لومړنی هغه څوک دی چې حاجيانو ته به يې ثريد (ماته شوې ډوډۍ) ورکوله، له دې امله ورته هاشم ويل کېږي ځکه چې ډوډۍ یې ماتوله. دی لومړنی هغه څوک دی چاچې د قريشولپاره دوه سفرونه رواج کړل: د ژمي او دوبي سفرونه. هاشم شام ته دتجارت په نيت لاړ،کله چې مدينې ته ولاړ، د سلمی بنت عمرو سره یې نکاح وکړه او د هغې سره مقيم شو، بياشام ته لاړ، خو سلمی د خپلي کورنۍ سره وه، په عبدالمطلب اميدواره شوه.

هاشم په دې سفرکي د فلسطين د غزې په سيمه کي مړشو، د ده ميرمن سلمی عبدالمطلب په کال ۴۹۷م کي وزېږوی، دې په شيبه سره ونوموی، دا په دې چې دده په سرکي سپينوالی وو. سلمی د خپل زوی پالنه د خپل پلار په کورکې کوله، په عبدالمطلب د هاشم له کورنۍ څخه چې په مکه کي و څوک خبر نه وو.

هاشم څلورزامن لرل چې: أسد، أبو صيفي، نضلة او عبد المطلب وو. پنځه ئې لوڼه لرلې چې : شفاء، خالدة، ضعيفة،  رقية او جنة وې.
نوربيا…
وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله واصحابه اجمعين

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version