له داعش څخه د سیاسي ملاتړ څو بیلابیل اړخونه

مهاجر ساپی

#image_title

ښکاره ده چې د غیر دولتي وسله‌والو ډلو رول په نړیوال سیاست کې ورځ تر بلې پیچلی کېږي، په دغه ډلو کې داعش چې د اسلامي دولت ډلې په نوم هم نومول شوې ده، د یوې داسې ډلې په توګه پېژندل کيږي چې نه یوازې د خپلې جګړې لپاره وحشتناکې لارې چارې لټوي، بلکې په سیمه‌یزه او نړیواله کچه یې سیاسي اغېزې هم پیدا کړي دي.

داعش ډله یوازې د ایډيالوژیکو هڅو پایله نه ده، بلکې د ځینو سیمه‌یزو او نړیوالو قدرتونو غیر مستقیم ملاتړ هم د دې ډلې پر ودې او پرمختګ اغېز کړی دی، په تېرو څو کلونو کې داعش په سیمه‌یزه او نړیواله کچه د سیاسي ملاتړ څخه پوره برخمنه ډله تېره شوې ده چې ياد ملاتړ په ځینو برخو کې ښکاره او په ځینو نورو کې پټ دی.

البته يوه يادونه بايد وشي چې ځینې وختونه، هغه هیوادونو چې په سیمه کې خپلې ستراتیژیکې موخې لري، د داعش له شتون څخه د خپلو ګټو لپاره په غير مستقيم ډول کار اخیستی دی؛ نو ځکه يې خپلې مرستې هم په غير مستقيم ډول د وسلو، مالي سرچینو او د داعش د مخالفینو د کمزوري کولو په بڼه وړاندې کړي دي.

خو په عمومي توګه له داعش څخه د سياسي ملاتړ ماهیت په لاندې برخو کې تشریح کېدای شي:

۱:- تبلیغاتي ملاتړ؛

داعش د ټولنیزو رسنیو او پراخو تبلیغاتي کمپاینونو له لارې د خلکو پام ځان ته اړولی او د ځینو استخباراتي کړيو ملاتړ یې ترلاسه کړی دی.

سربېره پر دې چې ټولنيزې رسنۍ د هغه خلکو په واک کې چليږي چې د خپل ګومان له مخې د تروريستيانو سره مخالفتونه لري؛ خو داعش ته يې هر اړخيزه او عمومي اجازه ور کړې ده، ترڅو له محدوديتونو پرته رسنۍ وکاروي.

داعش ډله خپلې ټولې نظریې د ټولنیزو رسنیو، وېب پاڼو او نورو ډیجیټل وسایلو له لارې خپروي، چې په مټ يې خپلو ملاتړ کوونکو ته یوه فکري او ایډيالوژیکه بڼه وربخښي او د نړیوالو افراطیانو ملاتړ ترلاسه کوي.

۲:- ایډيالوژیک ملاتړ؛

ځینې سخت‌دریځي ډلې او افراد چې د داعش له افراطي فکر سره موافقت لري، د دغې ډلې لپاره ایډيالوژیکه زمينه چمتو کوي، دا ډول ملاتړ په ځینو حالاتو کې د هغه مذهبي یا سیاسي ډلو لخوا ترسره کېږي چې په سیمه کې د خپل نفوذ لپاره د داعش ډلې له موجودیت څخه ګټه اخلي.

په منځني ختیځ، افریقا او ځینو نورو هيوادونو کې افراطي فکر لرونکي افراد او ډلې، داعش ته د افراطي نظریاتو له امله تلوسه لري، دا ډول ملاتړ که څه هم د مذهبي افراطیت د خپرولو لپاره کيږي خو کله ناکله په مالي او بشري ملاتړ هم بدلېږي.

۳:- غیر مستقیم ملاتړ؛

ځینې دولتونه په ښکاره ډول د داعش ملاتړ نه کوي خو د خپلو ستراتیژیکو موخو لپاره داسې کړنې ترسره کوي، چې په پایله کې د داعش د ځواکمن کېدو سبب ګرځي؛ د بیلګې په توګه، د داعش د مخالفو ډلو پر وړاندې ناغیړي، د سیمې د شخړو په اوږدولو کې برخه اخیستل او د داعش د مالي او تبلیغاتي شبکو د بندولو پر ځای د هغوی فعالیتونو ته پرمختګ.

ځینې هیوادونه د خپلو سیاسي دښمنانو د کمزوري کولو لپاره د داعش د شتون له پدیدې څخه په غیر مستقیم ډول ګټه اخلي او ملاتړ يې کوي، په عموم کې ويلاى شو چې له داعش څخه د سیاسي ملاتړ ماهیت داسې یوه پېچلې لوبه ده چې د ځینو سیمه‌ییزو او نړیوالو سیاسي موخو، ستراتیژیکو ګټو او مذهبي سخت دریځۍ پر محور را څرخي.

هرماس الافغاني
Exit mobile version