حضرت علي رضی الله عنه په لومړي سر کې دوی ته، د دوی د اصلاح او تقنیع په منظور کسان ورولیږل، خو حرقوص بن زهیر او زرعه بن برج د خوارجو لخوا راغلل او علي رضی الله عنه ته یې وویل: چې حکم او فیصله یوازې د الله تعالی د منلو وړ ده او الله جل جلاله ته توبه اوباسه، او موږ د خپل دښمن طرف ته ورولیږه، چې له هغوی سره وجنګیږو او کنه په الله قسم موږ به ستا سره تر هغه وجنګېږو، چې ترڅو یا ته اصلاح نه شې او یا موږ کامیابۍ او د الله رضوان ته ونه رسېږو، یعنې شهیدان شو (د دوی په ګمان ).
عبدالله بن سخبره السلمي خارجي خپلو ملګرو ته ډیر فصیح بلیغ بیان وکړ او په یوه برخه کې یې وویل: د دوی مخونه، څټونه او تندي په تورو ووهئ! تر هغې چې دوی د الله اطاعت وکړي، که تاسې کامیاب شئ، نو د الله دین به په ځمکه قایم کړئ او که شهیدان شوی نو د الله له رضا او جنت ته له تګ څخه کوم شی لوړ دي؟(البدایةوالنهایةج۷ص۴۸۲)
خوارجو ته حضرت علي رضی الله عنه عبدالله بن عباس ور ولیږه، خو حرقوص بن زهیر د اوسنیو لمسیانو په څېر خپلو کسانو ته وویل : تاسې دا سړی پېژنئ؟ دا هغه سړی دی، چې د ده او د ده د قوم په اړه الله تعالی فرمایي: بل هم قوم خصمون (بلکې دوی یو جګړه مار قوم دی )
وروسته یې علي رضی الله عنه ته جواب ولېږه، چې که ته الله ته توبه وباسې او پخپل کفر اعتراف وکړې او ووایې، چې زه د الله له دین څخه مرتد شوی وم (العیاذبالله) نو موږ به بیا ستا سره د جنګ په اړه مشوره وکړو، یعنې جنګ به نه درسره کوو.(تاریخ الطبري بتصرف ج۵ص۷۴ ،البدایةوالنهایةج۷ص۴۸۳)
خوارجو خپلو ټولو همفکرانو ته خبر ورولېږلو، چې ټول باید د نهروان ځمکې ته هجرت وکړئ، ترڅو د دوی قوت یو ځای شي، په نهروان کې خوارجو د رسوال الله صلی الله علیه وسلم صحابي عبدالله بن خباب بن الارت چې هلته اوسېده، ونیو او ورته یې وویل: چې ته د الله له دین څخه په دې وجه مرتد شوی یې (العیاذبالله) چې د علي رضی الله عنه په تحکیم رضا یې، هغه یې په چاړه ذبح کړ (د سیرت علماء وایې فهم اول من سن الذبح بالسکین في القتل، دوی لومړۍ ډله وه چې د ذبح رواج یې جاري کړ) دوی (خوارج) د ده ښځې ته راغلل، هغه یې هم ذبح کړه او هغه حامله وه، د هغې خېټه یې څیرې کړه او هغه جنین (ماشوم) یې هم ذبح کړ.(البدایةوالنهایة بتصرف ج۷ص۴۸۵)
علي رضی الله عنه د دوی سره د جنګ کولو فیصله وکړه، خو له هغې وړاندې یې د اتمام د حجت په خاطر دوی ته خبر ولیږلو، چې که تاسې موږ ته زموږ د شهیدانو قاتلین وسپارئ موږ به له تاسې څخه واپس شو، خو هغوی په جواب کې وویل: موږ د هغوی او ستا وینې حلالې بولو، نو د دوی په قتل کې موږ ټول شریک یوو، حرقوص بن زهیر خپلو ملګرو ته غږ کړ، د دوی سره خبرې مه کوئ او د الله تعالی سره ملاقات ته ځان تیار کړئ، د جنت په خوا منډې ووهئ او د هغه چا ګردنونه ووهئ چې د الله دین یې بدل کړی دی. (البدایةوالنهایة بتصرف ج۷ص۴۸۷)