افغانستان له اوږدو لسیزو جګړو، اشغال، کورنیو شخړو او نړیوالو مداخلو وروسته ورو ورو د داسې مرحلې پر لور روان دی چې د ثبات، امنیت او ملي تمرکز نښې پکې ښکاري. دا ثبات که څه هم لا له اقتصادي ستونزو، نړیوال فشار او سیاسي محدودیتونو سره مخ دی، خو بیا هم د افغان ولس لپاره د امید یوه مهمه دروازه ګڼل کېږي. همدا علت دی چې د افغانستان د ارامۍ هره نښه د هغو استخباراتي او سیاسي کړیو لپاره د اندېښنې زنګ ګرځېدلې چې کلونه یې د جګړې له دوام څخه ګټه پورته کړې ده.
نن تر ټولو ستره پوښتنه دا ده: زموږ د ثبات دښمنان څوک دي؟ هغه څوک چې د افغانستان د هر پرمختګ او سیاسي ثبات پر وړاندې د شک، تورونو او تبلیغاتو طوفان راپورته کوي، په حقیقت کې د همدې ثبات دښمنان دي. هغوی پوهېږي چې یو باثباته افغانستان به د سیمې د ډېرو مصنوعي امنیتي معادلو پای وي، ځکه کلونه کلونه د افغانستان جګړه د ځینو هېوادونو لپاره د نفوذ وسیله، د نړیوالو مرستو سرچینه او د استخباراتي لوبو میدان پاتې شوی دی.
پاکستاني پوځي رژیم د همدې لوبې تر ټولو مهم لوبغاړی ګڼل کېږي. هر کله چې دغه هېواد له داخلي بحران، اقتصادي سقوط، سیاسي اختلافاتو او امنیتي ناکامیو سره مخ شي، نو د ستونزو د پټولو لپاره د افغانستان نوم مخې ته راوړي. کله د ټي ټي پي تر عنوان لاندې تورونه لګوي، کله د سرحدي نا امنۍ پړه پر افغانستان اچوي او کله بیا نړیوالو ته داسې تصویر وړاندې کوي، چې ګواکې د سیمې ټول امنیتي بحرانونه له افغان خاورې سرچینه اخلي، خو حقیقت تر دې ډېر ژور دی.
افغان ملت چې څلوېښت کاله یې د جګړې لمبې پر خپلو کورونو لیدلې دي، تر هر چا ښه پوهېږي چې بېثباتي څه معنا لري. هغه ملت چې نسلونه یې د مهاجرت، بمبارۍ، یتیمۍ او اقتصادي سقوط قرباني شوي وي، هېڅکله به د بلې جګړې ملاتړ ونه کړي. افغانان نن د ارامۍ، اقتصادي ودې او ملي ثبات تږي دي. هغوی نه غواړي افغانستان یو ځل بیا د سیمې د نیابتي جګړو په ډګر بدل شي.
که په سیمه کې وسله والې ډلې فعالیت کوي، دا موضوع باید د استخباراتي سیاستونو، تاریخي اړیکو او سیمهییزو رقابتونو په رڼا کې وڅېړل شي، نه دا چې هر څه پر افغان ولس یا افغانستان وتپل شي. هماغه کړۍ چې پرون یې د (ترهګرۍ ضد جګړې) او (امنیتي ستراتیژۍ) تر نومونو لاندې بېلابېلې ډلې تمویلولې، نن بیا د داعش په نوم نوې معادلې جوړوي.
داعش یوازې یوه تصادفي پدیده نه ده؛ دا ډله په هغو سیمو کې راڅرګنده او پیاوړې کېږي چې استخباراتي تشې، سیاسي اهداف او ستراتیژیکې لوبې موجودې وي. د سیمې ګڼ شنونکي په دې باور دي چې داعش د فشار، وېرې او بېثباتۍ د وسیلې په توګه کارول کېږي، څو هېوادونه د دوامدار امنیتي بحران په حالت کې وساتل شي. هغه راپورونه چې د روزنیزو کمپونو، خوندي لارو او پټو ملاتړونو یادونه کوي، د همدې لویې لوبې برخه ګڼل کېږي.
د افغان ثبات اصلي دښمنان هغه کسان دي چې نه غواړي، افغانستان پر خپلو پښو ودرېږي. هغوی وېره لري چې که افغانستان باثباته شي، نو د جګړې سوداګري به ختمه شي، استخباراتي نفوذونه به کمزوري شي او د سیمې د فشار ډېر کارتونه به له منځه ولاړ شي. خو تاریخ ښودلې چې افغان ملت هر وخت د توطیو تر سیوري لاندې هم خپل هویت ساتلی دی. دا ملت که هر څومره ستړی شوی، خو مات شوی نه دی. له همدې امله، هره هغه پروژه چې د افغانستان د ثبات د ماتولو لپاره طرحه کېږي، ممکن لنډمهاله ګډوډي رامنځته کړي، خو د یوه ملت اراده نه شي ماتولی.
نن د افغان ولس تر ټولوب ستره اړتیا دا ده چې د تبلیغاتو، استخباراتي لوبو او پردیو روایتونو پرځای پر خپل ملي وحدت، داخلي ثبات او سیاسي هوښیارۍ تمرکز وکړي ځکه ثبات یوازې د حکومت اړتیا نه ده، بلکې د هر افغان د راتلونکي، عزت او بقا اړوند موضوع ده. افغانستان نور د جګړې د ازمایښت میدان ته نه، بلکې د داخلي ثبات درلودونکې خاورې ته اړتیا لري.









































