دوکتور محمد نعیم (التوحیدي)
اوله برخه:
اسلامي اُمت ورځ په ورځ د پرمختګ پر لور ګړندي ګامونه اخلي، نږدې ده، چې خپل را لویدلي برم ته بیرته ور وګرځي، کفار او د هغوی تالي څټي غلامان، ملحدین او سیکولران په دې هڅه او هاند کې دي چې د مسلمه اُمت دا ستره بریا د بل په نامه ختمه کړي او د اسلامي اُمت بالخصوص د افغان مسلمان ملت ویاړونه، پردیو ته وبښي. له همدې امله یهودیانو د خپلو منحوسو پالیسیو په مخته اچولو سره د اسلامي امت په منځ کې د خوارجو ډله را منځته کړې، هغوی یواځې مسلمانان په شهادت رسوي او کفار پر ځای پریږدي، دوی نه غواړي چې اسلامي امت د اسلام د لویو دُښمنانو د ماتولو وروسته هم د آرام ساه واخلي بلکې په محض بهانو او سستو دلائلو چې حتی الفاظ یې مشترک، مجمل، او محتمل التأویل دي، مسلمانان پرې تکفیروي او ځانونه پرحقه بولي، په همدې بنا لازمه مو وبلله تر څو خپلو مسلمانانو وروڼو ته د ( ګړۍ له کُفر پیژندنې سره یعنی کُفر څه معنی؟) تر عنوان لاندی یو بحث ولیکم، امید دی چې ستاسو علمي تنده پرې ماته او موږ ته په آخرت کې یوه برخه وګرځي. آمین.
کُفر څه معنی؟
کفر په لغت کې پټولو ته ویل کیږي او په اصطلاح د شرعه کې تکذیب او انکار د دین له هغو ضروریاتو (بدیهیاتو د دین ) څخه چې په کوم باندې نبی کریم ( صلی الله علیه وسلم ) را تلل کړي دي.
علامه حصکفي ( رحمه الله ) په الدرالمختار کې فرمایي: الکفر لغة الستر، و شرعاً تکذیبه (صلی الله علیه وسلم ) فی شئ مما جاء له من الدین ضرورة. ( الدرالمختار علی صدر ردالمحتار ۶/۳۴۴).
علامه مفتي محمد عمیم الاحسان المجددي البرکتي ( رحمة الله ) فرمائي: کفر په لغت کې هغه سَتر (پټولو) ته وایي، چې په مقابل کې یې شکر راځي او د شریعت په اصطلاح کې د رسول الله ( صلی الله علیه وسلم ) تکذیب په یو شي د راوړي دین په ضرویاتو کې، دېته کفر ویل کیږي. (نعوذبالله)
بیا کفر په څلور ډوله دی:
(1)کُفر انکار: دېته ویل کیږي چې یو سړی کفر په خپله ژبه او زړه سره وکړي (داسلام مبارک دین ) پر حقانیت عقیده او اقرار نه کوي.
(2)کُفر جحود: دیته ویل کیږي، چې حق په زړه وپیژني او په ژبه ور باندی اقرار ونه کړي، لکه د ابلیس کُفر.
(3)کُفر عناد: دېته ویل کیږي، چې حق په زړه وپیژني او په ژبه باندي اقرار ونه کړي، خو قبول یې کړي اما د دین په توګه یې و نه نیسي، لکه د هرقل کُفر.
(4)کفر نفاق: دېته وایي، چې په ژبه اقرار کوي او په زړه باندي کفر کوي، لکه د یثرب منافقین.
بل لفظ د کُفران: په ضمې د کاف سره :د منعم د نعمت پټولو ته ویل کیږي، هغه پټول په انکار یا په یوې مخالفې کړنې سره وي، دا مخالفت داسې دی، لکه انکار له نعمت د منعم نه. ( التعریفات الفقهیة حرف الکاف : ۱۸۳،مکتبة العلمیة بیروت : معروف ضم له مجموعة القواعد الفقهة سره).
بل لفظ د الکُفُور ده: کلی یا قریې ته ویل کیږي او واحد صیغه یې كَفْرٌ ده.( المنتخب من غريب كلام العرب ج۱ص۴۰۷،باب المحال .)
محقق علامه ابن عابدین الشامي ( رحمه الله ) فرمایي: (قوله : الکفر لغة الستر ) و منه سمی الفلاح کافراً لأنه یستر البذر فی الأرض. ( ردالمحتار ۶/۳۴۴).
ژباړه: ( دا قول د ماتن چې فرمایي: کُفر د لغوي معنی په اعتبار سره پټولو ته وایي) نو د همدې لغوي معنی په اعتبار بزګر، زمین کار (دهقان) ته هم کافر ویلی کیږي، ځکه چې هغه هم تخم په ځمکه کې پټوي.
نو کله چې کفر په اعتبار د لغوي معنی سره په مختلفو معانیو باندې راغلی دی، دغه ډول په کلام د شارع کې هم کله کله لفظ د کُفر څخه مراد کُفر اکبر نه وي، بلکه هلته په هغو نورو معنی ګانو باندې استعمال شوی وي.
الله عزوجل په خپل مقدس کلام کې فرمائي: وَللهِ عَلَی النَّاس حِجُّ الْبَیْتِ مَن سْتَطَاعَ اِلْهِ سَبِیلاً وَمَنْ کَفَرَ فَانَّ اللهَ غَنِیٌ عَنْ الْعَالَمِینَ. ( آل عمران : ۹۷ ).
ژباړه: او په خلکو باندې خاص د الله عزوجل ( د رضا ) د پاره د بیت الله شریفې د کوټې زیارت کول (فرض) دي (خو دا په ) هغه (چا باندې فرض دي) چې هغې ته د لارې د حیثته توان ولري، او هغه څوک چې کُفر اختیار کړي ( دفرضیت څخه یې منکر شي) نو بیشکه چې الله عزوجل د ټول عالم څخه بې پروا دی ( د دوی پروا هم نه لري )
دې مبارک آیت ته په کتو سره چې الله (عزوجل ) دلته حج نه کول په (وَمَنْ کَفَرَ) سره تعبیر کړی، نو د معنی حاصل یې داسې دی، چې هغه څوک کافر شي ( حج و نه کړي) نو الله ( عزوجل ) یې څه پروا نه لري، دلته دا پوښتنه پیدا کیږي چې آیا د حج نه کول، کُفر دی؟
ځواب دا دی: چې مفسرینو کرامو ( رحمهم الله تعالی علیهم اجمعین) ورته لاندې تفصیل سره جوابونه کړي دي:
الف : د آیت کریمه دا برخه ( وَمَنْ کَفَرَ فَانَّ اللهَ غَنِیٌ عَنْ الْعَالَمِینَ ) مستقله جمله ده او د (وَمَنْ کَفَرَ) برخه د ( مَنْ لَمْ یَحُجْ ) (چاچې حج و نه کړ ) په معنی نه ده، لکه چې په سوال کې دا معنی مطرح کړل شوې ده. ( تفسیر کبیر ج۸ ص ۱۶۴).
ب : د حج نه کولو ګناه څخه چې ډېره لویه ګناه ده، د مبالغې په توګه په کُفر سره تعبیر شوې، لکه چې په ځینو ځایونو کې د لمانځه نه کول په کُفر سره تعبیر شوي. ( اضواء البیان ج۱ص۳۴۸ ).(نږدې دی چې سړی ورباندې کافر شي).
دا ډول مبالغې په قرآن کریم کې شتون لري، لکه د خندق د غازیانو په هکله الله عزوجل فرمایي: (إِذْ جَاءُوكُمْ مِنْ فَوْقِكُمْ وَمِنْ أَسْفَلَ مِنْكُمْ وَإِذْ زَاغَتِ الْأَبْصَارُ وَبَلَغَتِ الْقُلُوبُ الْحَنَاجِرَ وَتَظُنُّونَ بِاللَّهِ الظُّنُونَا) [الاحزاب :۱۰]
ژباړه: هغه وخت چې کفري لښکرې تاسو ته ستاسو د پاس طرفه او هم ستاسو څخه د لاندې طرفه درغلي (تاسو یې احاطه او محاصره کړئ ) او چې کله سترګې ( د زیاته ډاره د خپل استقامت څخه ) کږې شوې او زړونه ستونو ته ورسېدل (نژدې وه، چې ستونو ته ورسیږي او له بدن څخه بهر ووځي ) او تاسو په الله عزوجل باندې ګومانونه کول ډېر ګمانونه.
د زیغ او حنجرة معناوې:
په (وَإِذْ زَاغَتِ الْأَبْصَارُ) کې د (زَاغَتِ) کلمه د “زَیْغٌ ” څخه لکه ” رَیْبٌ ” اشتقاقه شوې ده “زَیْغٌ ” دې ته وضعه شوی دی، چې یو شی د خپل استقامت څخه کوم پلو ته کوږ شي او میلان وکړي. ( مفردات راغب ص ۲۲۳ )
یعنې هغه وخت چې د ډېر خوف او ویرې له کبله سترګې د خپل حالت څخه واوښتې، بټې بټې راوتلې وې، کلکې پر ځای ولاړې وې او دښمن ته په ځیر وي.
او په (وَبَلَغَتِ الْقُلُوبُ الْحَنَاجِرَ ) کې ” حَنَاجِرَ ” کلمه د ” حَنْجَرَةٌ ” جمعه ده” حَنْجَرَةٌ ” د ستونې په هغه ځای دلالت کوي کوم چې له بیرون څخه اوچت دی او د یوې غوټې په شکل بریښي. ( لسان العرب ج۴ ص ۲۱۶).
دغه دواړه جملې د خوف او ډار د شدت څخه کنایه دي، دغو دواړو جملو ته ورته جملې په پښتو ژبه کې هم د ډار او د شدت څخه کنایې په توګه استعمالیږي، لکه وایو : له ډېره ډاره راباندې سترګې پټې شوې، څه مې نه لیدل، هلته زه دومره و ډار شوم چې نژدې زړه را څخه بوټ وتلی ؤ او داسې نور. (تفسیر عزیزی ج۱۰ص۲۶).
همدا راز ډېر احادیث له رسول الله (صلی الله علیه وسلم ) څخه روایت کړل شوي دي چې په دغو مبارکو احادیثو کې کلمه د کُفر د ډېرو مختلفو معنی ګانو احتمال لري.
نور بیا…