راتلونکي ته باید پلانونه ولرو

احمد منصور

عموماً حکومتونه د رعیتونو د ساتنې، پالنې له امکاني خطراتو د نجات ورکولو مکلفيتونه لري او ياد مسؤلیت په معاصر کې مونږ ته راجع دی، ځکه لاسته راوړي آدرس لوړ قيمت درلود.
د دُښمنانانو له مکر و فریب هم آګاه يو او په دې مو هم سر خلاص دی، چې مطلقاً اسلام ورته د منلو نه دی دا خو لا مونږ د منحيث نظام د پلي کېدو ادعا کوو.
لرې به نه ځو، د فعلي پيړۍ له منځني کلونو يې را ونيسئ بیا تر دې دمه هر هغه چا چې اسلامي فکر درلود واک ته د رسېدو په موخه يې د باطل د جوړې شوې پروسې (انتخابات) په مټ ځانونه رسولي، بېرته يې ډېر ژر پرځولي، یا يې د پرځېدو هڅې کړي.
تازه مثالونه يې: د مرسي بريالیتوب او په اُردوغان ناکامه کودتاګانې وې. حال دا چې که دوی څو پيړۍ هم واکمني کړې وی يا یې وکړي، مونږ چې نن د شريعت د نفاذ په کوم مقام کې يو، دوی بیا هم نه شوای رارسېدلی. نو فکر بايد وشي چې کُفر د هغوی اچاري نظام نه شوای زغملای، زمونږ سوچه نظام چې پرته له فرمايش او د باطل واک ته د رسېدو له جوړ شوي پروسس بغیر راغلی، څنګه به يې وزغمي؟

د نړيوالو خصوصا امریکا، اسراییل او روسانو په اوکراین، فلسطین او یمن کې ښکيلتيا زموږ لپاره فرصتونه دي او په راتلونکي کې د متوجې احتمالي خطراتو څخه د ځان ساتنې په موخه لارې چارې لټول مو مکلفيتونه دي. په اوکراين کې د روسيې پرمختګونه او فلسطين کې د حماس ثابت قدمي که همداسې دوام ومومي، زخمي ګيدړه امریکا به کامله ولوېږي.
په 2020 کال کې يوه پېشګويي هم شوې وه؛ چې د امریکا اقتصاد به خورا سخته ضربه وويني. امریکا په افغانستان کې له ماتې وروسته هسې هم د خپل اولس له يو شمېر پوښتنو او تنقيدونو سره مواجه وه، تازه تکيه ګاه يې چې اسرائيل دي، متزلزل حالت او يمن کې حوثيانو له لوري د لويې او نړیوالې تجارتي لارې بندېدل راساً د امریکا په اقتصادي، سياسي او نظامي برجونو ګوزار ده.
امريکا هڅه وکړه چې د حوثيانو د ځپلو په موخه له ځان سره د لسو هېوادو چې پکې سعودي عربستان هم ده، اتحاد ولري خو د هغوی زړه او ساړه حالتونه امریکا سخته اندېښمنه کړې.

پورتنیو حقایقو ته په کتو داسې ښکاري؛ چې غربي بلاک چې په رأس کې امریکا ده د شڼډېدو او غرځېدو په حالت کې ده دا چې بیا د ابر قدرتۍ تر ګدۍ څوک رسيږي؟ البته زما په آند دومره يادښت يې بسنه کوي چې ووايو آینده قصابان جغرافیوي له لحاظه مونږ ته خورا نېږدې دي، تر هغه مهال مونږ په هرې برخې کې باید چټک پرمختګونه ولرو او نفوسي ارثو ته ځانګړې پاملرنه ولرو، د سمت، قوم او لسان پالنې رواجونه کامل ورک کړو.
ضروري او د پام وړ! دا چې مونږ باید د هغوی هغه احتیاجات درک کړو، چې مونږ ته يې لري، احتياج د ضُعف په معنیٰ ده، ډېر زړور کمزوري ته پړ وي.
انسان په تدبير او پلان نیولو مکلف ده دا چې د تقدير فيصلې به څه ډول وي مونږ ته علم نه شته.
(والله اعلم)

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version