د پاکستان دا هڅې د څه لپاره؟

لیکنه: مستغفر ګربز

د پاکستان اداره له ګڼو ننګونو سره مخ ده، استخباراتي ضعف، اقتصادي بد وضعیت، د ولسونو بې باوري او خپلمنځي اختلافات یې تر ناممکنه بریده راسیدلي دي.

 

دوی د دې تاوجنو حالاتو له رایستلو لپاره هڅه کوي چې په یو نه یو ډول په خپلو کمزوریو پرده واچوي او هغه باور چې پر نړیوال سټیج یې له لاسه ورکړی، بیرته و لاسته راوړي.

 

دوی د دې طرحې د عملي کولو لپاره افغانستان د لوبې ډګر ګرځولی او د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره ورباندې ډول ډول تورونه پورې کوي او نړیوالو ته یې د ترهګرو په نوم ورپیژني، څو خپل باور او لویدلی حیثیت له دې طریقې راپورته کړي.

 

د پاکستانۍ ادارې تربګني د افغانستان سره ډېر لاملونه لري، چې مستقمل حکومت، اقتصادي پیاوړتیا او د نړیوالو سره ښې اړیکې یې د مثال په ډول یادولی شو.

 

پاکستانۍ اداره تل د خپل ناکام سیاست او غلطې پالیسۍ له امله د نورو د لاس اله ګرځېدلې او پر داسو کړنو یز مجبوره کړې، چې بیا یې جبرانېدل ورته په سترو زیانونو او سختو سرخوږیو تمام شوي دي.

 

موږ د پاکستان له عوامو سره هیڅ ډول دښمني نه لرو، د اسلام مبارک دین موږ ته د دوستۍ او دښمنۍ دواړو معیارونه تعین کړي دي.

 

زموږ دښمنې له هغې ورځې د پاکستانۍ ادارې او پوځ سره لوېدلي، کله چې په ۲۰۰۱ کال کې امریکا په افغانستان د یرغل اراده وکړه، نو دې پاکستانۍ ادارې یې ملاتړ وکړ او د جیک آباد او شمسي هوایې اډې یې په واک کې ورکړې او دغه راز یې د ځمکې او بحر له لارې د دوی د نظامي وسایطو او وسایلو د حمل او نقل ترتیبونه ورته وکړل.

 

دې ادارې تل هڅه کړې چې نړیوالو ته افغانستان یو نا امنه او د ترورستانو د ځالې په شکل وښیي او خپلې ګټې د افغانستان په بربادۍ کې وپلټي

 

دوه ورځې وړاندې ‏د ټي‌ټي‌پي پخواني ویاند احسان الله احسان په خپلو څرګندونو کې ویلي چې پاکستان خپلو موخو ته د رسېدو لپاره، د افغانستان پر وړاندې د ځینو وسله‌والو ډلو ملاتړ کوي، چې د تاجکستان او پاکستان د استخباراتي ادارو ترمنځ یو هوکړه لاسلیک شوی چې له مخې به یې دواړه هېوادونه د خپلو نیابتي ډلو؛ داعش خراسان او د افغانستان د ملي مقاومت جبهې ملاتړ زیاتوي.

 

هیره دې نه وي، چې پاکستان پر افغانستان په داسې حال کې د ترهګرۍ تورونه پورې کوي، چې داعش ډله د پاکستان د خیبر پښتونخوا په تیرا سیمه کې بې شماره مرکزونه لري، د دوی له لوري مستقیماً حمایه کیږي او له هغه ځایه داسې بریدونه کوي چې د امریکا او د دوی د ګټو د خوندیتوب احمتال پکې وي.

 

مهمه ده! چې د پاکستانۍ ادارې په اړه ژور فکر وکړل شي، نیت او اراده یې وڅېړل شي او د دوی هره کړنه د دقیقې څارنې لاندې ونیول شي، ځکه چې دا اداره په سیمه کې د سرطان ناروغۍ مثال لري، چې ددې زهرجنې ناروغۍ کنټرولول او یا یې هم لامنځه وړل په سیمه کې د ثبات راوستلو په مانا ده.

هرماس الافغاني
Exit mobile version