د پاکستان رژیم، چې يو وخت د «اسلام مرکز» په شعار سره رامنځته شوی و، نن د سیمې د ناامنۍ او بېثباتۍ له اصلي لاملونو څخه شمېرل کېږي. دا رژیم، چې باید د پاکستاني ولس د ګټو ساتونکی وای، په عملي توګه د فاسدو جنرالانو او واکلټو سیاستوالو په لاس کې يوه وسیله ګرځېدلې، چې يوازې د خپل واک او شتمنۍ د ساتلو هڅه کوي.
د پاکستان پوځ، چې د هېواد د پولو ساتونکی بلل کېږي، په يوې ظالمي ډلې بدل شوی، چې د بېګناه بلوڅانو، پښتنو او کشمیریانو د وژنې په اړه هېڅ ډول رحم نه لري. د دې پوځ جرمونه په بلوچستان کې دومره پراخ دي، چې د بشري حقونو نړيوال سازمانونه يې «خاموشه نسلوژنه» بولي، هره ورځ د بلوڅ ځوانانو جسدونه په دښتو کې موندل کېږي او هره اوونۍ لسګونه کسان په جبري توګه ورکېږي.
په کشمیر کې هم د پاکستان پوځ، د خوارجو په ملاتړ سره، نه يوازې د سيمې بېثباتۍ ته لمن وهلې، بلکې د کشمیر بېګناه خلکو ته يې هم کړاوونه او عذابونه ور اړولي دي. دا رژیم د ترهګرۍ له اور سره په لوبه کولو، د ټولې سيمې امنيت له سخت خطر سره مخ کړی دی.
د پاکستان کورنی حالت د هغې له بهرني سياست څخه هم بدتر دی. منظم فساد، د بېکارۍ چټک زياتوالی، د نرخونو لوړېدل او د برېښنا او ګاز دوامداره بندښت د عامو خلکو ژوند دوزخ کړی دی، په داسې حال کې چې جنرالان او سیاستوال یې په لوکسو ماڼیو کې ژوند کوي، عام خلک د خپلې ورځنۍ ډوډۍ د برابرولو لپاره له سختو ستونزو سره مخ دي.
د پاکستان د ولس ناراضیتۍ ورځ تر بلې په زياتېدو دي، په بلوچستان، سند او پښتونخوا کې ولسي خوځښتونه ورځ تر بلې پياوړي کېږي. خلک اوس ښه پوهېږي، چې اصلي ستونزه د اسلاماباد فاسد نظام دی. د «غاصب حکومت، قاتل پوځ» شعارونه نن د پاکستان له هرې سيمې څخه اورېدل کېږي.
د پاکستان رژیم د خلکو د پام د اړولو لپاره تل هڅه کوي بهرنی دښمن جوړ کړي، خو دا زوړ چل نور اغېز نه لري. د پاکستان خلک پوهېدلي، چې اصلي دښمن د دوی د پولو دننه دی؛ يو فاسد نظام، چې ملي شتمني لوټي او د هېواد ځوانان په نيابتي جګړو کې قرباني کوي.
افغانستان د پاکستاني رژیم له شومو سیاستونو څخه د بل هر هېواد په پرتله ډېر زيان لیدلی دی، دا رژیم د داعش افراطي ډلي په ملاتړ سره د زياتي مودي راهيسې د افغانستان امنيت له ګواښ سره مخ کړی دی. دا رژیم، د دوستۍ تر نامه لاندې، کلونه کېږي چې په سیستماتیک ډول خپل ګاونډیان کمزوري کوي.
د داعش وحشي ډلي ملاتړ د دې رژیم رسمي تګلاره ګرځېدلې او د پاکستان د ولس له مالیې راټولې شوې بودیجه د داعش ډلي په تجهيز او روزنه کې لګول کېږي، د پاکستان استخباراتي ادارې د خوارجو د تولید او روزنې په مرکزونو بدل شوي او پاکستاني جنرالان په ویاړ سره دې کړنو ته «پټ جهاد» وايي.
نړیواله ټولنه باید درک کړي، چې نن ورځ پاکستان يو قانونپال دولت نه، بلکې يو پوځي ـ سیاسي مافیا ده، چې وحشت د بهرني سیاست د وسيلې په توګه کاروي، تر هغې چې دا رژیم خپلو جرمونو ته دوام ورکړي، په جنوبي آسيا کې سوله او ثبات ناشونی دی.
اوس وخت رارسېدلی، چې نړيواله ټولنه دې جنایتونو ته د پای ټکی کېږدي، د پاکستان ولس هم باید راويښ شي او دا فاسد نظام د تاریخ کثافاتو ته وسپاري، د پاکستان راتلونکی د دې فاسد نظام پر ضد د خلکو په مبارزه او د یوه ولسپاله نظام په جوړېدو پورې تړلی دی؛ داسې نظام چې رښتينی د خلکو د ګټو ساتنه وکړي. یوازې په دې صورت کې به پاکستان وکولای شي، چې په سیمه کې یو خوندي او اسلامي هېواد وګرځي.
