زمونږ قدمونه، د امت برخلیک جوړوي!

عابر سلمان

امتونه د شعارونو، تمو او هيلو پر بنسټ نه، بلکې د افرادو پر عمل، کردار او تصمیم ولاړ وي. زموږ هر ګام، هر فکر او هره پرېکړه یوازې شخصي اغېز نه لري، بلکې د ټول امت راتلونکی پرې تړلی وي. که زه او ته سست شو، یو نسل وروسته به زموږ اولادونه د همدې سستۍ تاوان پرې کوي.

په اوسني عصر کې اسلامي امت له فکري، سیاسي، اقتصادي او اخلاقي ازمېښتونو سره مخ دی. دا بدلون نه یوازې له بهر راځي، بلکې زموږ د دننه غفلت، بې‌پروايۍ او بې‌مسؤلیتۍ زېږنده ده. ډېری ځوانان وایي “زه څوک یم، زما پرې څه؟” — خو همدا ډول فکرونه، امتونه ورانوي.

یو بې‌مطالعې، بې‌هدفه او بې‌فکره نسل، د زوال پیلامه ده. برعکس، که یو ځوان هم په ځان کار وکړي، خپل فکر روښانه کړي، د حق لپاره راپورته شي، نو دا یو چټک بدلون ته لاره هواروي. ځکه خو وایي: “یو انسان که سم شي، یو کور سمېږي؛ یو کور که سم شي، یوه ټولنه بدلېږي.”

زموږ ګامونه که د علم، تقوی، صداقت او اخلاص پر لار وي، دا امت به بېرته خپل عزت ومومي. که نه، نو همدا غفلت به مو تاریخ برباد کړي. د اسلام تاریخ د همداسې بیدارو، مؤمنو او مسؤلو ځوانانو په لاس، روښانه شوی دی، لکه امام حسین، صلاح‌الدین ایوبي او محمد بن قاسم.

راځئ دا درک کړو چې “زما قدمونه، یوازې زما نه دي؛ دا د یو امت برخلیک ته لار جوړوي.” که نن مې سم تصمیم ونیوه، سبا به مې ټولنه روښانه وي، که نن ما د غفلت له کبله سترګې پټې کړې، سبا به همدغه امت له ستر زوال سره مخ وي.

نو اوس پریکړه وکړه! ځکه وخت د هېچا انتظار نه کوي او تاریخ تل هغه کسان یادوي چې کار یې کړی وي، نه خبرې. که ته نن یو کوچنی ګام هم پورته کړې، دا کولی شي د بدلون پیل وي. خو که چوپ پاتې شې، سبا به ته هم د هغو کسانو له ډلې وې چې یوازې کتل یې، خو هېڅ یې ونه کړل. نو ولاړ شه، عمل وکړه، ځکه د امت راتلونکی ستا په تصمیم پورې تړلی دی.

Exit mobile version