د فدایي بریدونو په اړه د امام شوکاني او علامه رشید رضا (رحمهم الله) لیدلوري

لیکوال : دوکتور یوسف قرضاوي
ژباړه : عرفان الله لمر شرفزی

امام شوکاني (رح) په خپل تفسیر (فتح القدیر) کې ویلي دي:
واقعیت دادی، چې اعتبار د لفظ عموم ته دی، نه د سبب خصوص ته؛ نو پر همدې بنسټ هغه څه چې د هلاکت مصداق وي، که دنیوي وي او که دیني په ایت کې راځي. له هغې ډلې یو مورد چې د ایت مصداق گرځي، دادی: هغه کس چې په یوازې ځان د جگړې ډگر ته ور ننوځي او د دښمن په لښکر یرغل ور وړي، سره له دې چې له هغې جگړې د ځان د خلاصولو توان نه لري او د مجاهدینو لپاره هم گټور اغېز په پام کې ونه لري.(۱)
یعنې د دښمن په ډله که دغه یرغل ور وړل د اسلام د مجاهدینو لپاره اغېز او گټه ولري (لکه د دښمن د لښکر په زړه کې وېره او وحشت اچول) هلاکت نه گڼل کېږي.
زمونږ د وخت مفسر علامه رشید رضا (رح) د المنار په تفسیر کې ویلي:
“د منهیاتو له مصادیقو څخه دي، چې له هغو جنگي تاکتیکونو ناخبره چې دښمن پرې پوه دی؛ په جنگ ورغوټه کېدل داسې وي، چې هره ناروا کړنه په کې ځای نیسي لکه جگړه د خپلو ځاني غوښتنو د پیروۍ لپاره، نه د حق د بریا یا د هغې د تاﺉيد لپاره”(۲)
ددې څرگندونو مفهوم داسې دی، چې په حساب برابره شوې او روا جگړه، چې د هغې هیله دا وي چې د دښمن په زړه کې وېره او وحشت واچوي او د اسلام او حق بریا یې منظور وگرځول شي، نه د ځاني غوښتنو پیروي؛ دا “ځان په هلاکت کې اچول” نه گڼل کېږي.
زه په دې باور یم، چې په دې لیدلوریو حقیقت د ورځې په څېر روښانه شوی؛ دا ټولې ویناوې او لیدلوري هغو پیغور ورکوونکو ته کلک ځواب دی، ځکه هغه ځوانان چې په خپل څښتن (ج) یې ایمان راوړی او هدایت یې په زیاتېدو دی، هغه ځوانان چې د څښتن (ج) د خوښۍ لپاره یې خپل ځانونه په اخلاص ور ډالۍ کړي دي او په هغې لاره کې وژل شوي دي؛ په دې تورن کېږي، چې ځانونه یې په گواښ او هلاکت کې اچولي دي. زما په اند ان شاءالله دوی د خپل څښتن (ج) پر وړاندې د شهیدانو د سرلارو په ډله کې دي او په دې نړۍ کې یو ژوندی او ویښ موجود دی، چې له یو ژوندي امت څخه زېږیدلي. هغه مجاهدین چې له دښمن سره په جنگ تاکید کوي؛ ژوندي دي او هیڅکله نه مري، تل پاتې او نه ورکیدونکي دي.
هغه څه چې غواړم دلته یې په لنډه توگه ووایم؛ دادي، چې مونږ باید د فدایي دا عملیات تر علمي بحث او څېړنې لاندې ونیسو او د هغې خوبۍ او بدۍ سره پرتله کړو، نو د مسلمانانو په پراخ فکر او گډه فتوا روښانه کېږي، چې که هغوی د فدایي بریدونو په دا ډول اقدام کې خیر او نیکي ولیده، نو په څښتن (ج) دې توکل وکړي او په سم او رښتیني ډول دې پرې فتوا ورکړي.
——–
۱- فتح القدیر، شوکاني (۱-۲۶۲) چاپ دارالوفاء، مصر.
۲- تفسیر المنار: ج ۲، ۲۱۳.
(د فدایي بریدونو په اړه د دوکتور یوسف قرضاوي د لیکنې د ژباړې (هلاکت که جنت؟) ددې لړۍ په تېرو برخو کې مو د دوکتور یوسف قرضاوي، امام جصاص حنفي، امام قرطبي، امام رازي شافعي، ابن کثیر، امام طبري، او ابن تیمیه(رحمهم الله) لیدلوري وړاندې کړل، چې لاندې یې لوستلی شﺉ. ژباړن)
*****
د دوکتور یوسف قرضاوي لیدلوری
هلاکت که جنت؟
نن سبا د فدایي بریدونو په اړه گڼې پوښتنې په ذهنونو کې را پیدا شوي او هغه دا چې:
ددې عملیاتو، چې ځانوژنه هم ورته ویل کېږي؛ حکم څه دی؟
ایا د څښتن(ج) په لاره کې جهاد گڼل کېږي او که په خلکو کې وېره اچول او ترورستي گڼل کېږي؟
کوم ځوانان چې په دا ډول بریدونو کې ځان له لاسه ورکوي؛ شهیدان دي او که ځانوژونکي گڼل کېږي، ځکه په خپل لاس ځان مرگ ته ورکوي؟
او ایا د هغوی دا کار “په خپل لاس ځان په هلاکت کې اچول” نه دي، چې په قرانکریم کې له هغې منع شوې ده؟ څښتن(ج) ویلي:
{ولا تلقوا بایدیکم الی التهلکة}(۱)
“او ځان په خپل لاس په هلاکت کې مه اچوﺉ”
د پورته پوښتنو په ځواب کې باید ووایم:
دا ډول بریدونه د څښتن(ج) په لاره کې د جهاد له سترو ډولونو څخه گڼل کېږي او د اسلام د دښمنانو د وېرولو او په هغوی کې د وېرې د اچولو له ډولونو څخه دي، چې قرانکریم ورته داسې نغوته کړې:
{وَأَعِدُّوا لَهُمْ مَا اسْتَطَعْتُمْ مِنْ قُوَّةٍ وَمِنْ رِبَاطِ الْخَيْلِ تُرْهِبُونَ بِهِ عَدُوَّ اللَّهِ وَعَدُوَّكُمْ وَآخَرِينَ مِنْ دُونِهِمْ لَا تَعْلَمُونَهُمُ اللَّهُ يَعْلَمُهُمْ ۚ وَمَا تُنْفِقُوا مِنْ شَيْءٍ فِي سَبِيلِ اللَّهِ يُوَفَّ إِلَيْكُمْ وَأَنْتُمْ لَا تُظْلَمُونَ} (الانفال ۶۰)
ژباړه: “او (ای مومنانو!) تاسو د دوی (کفارو د مقابلې) لپاره هغه شیان تیار کړئ چې ستاسو وسه کېږي، چې (هغه) له هر ډول قوت څخه او د ساتلو شوو اسونو څخه عبارت دي. (تر څو) د الله جل‌جلاله دښمنان او د خپل دین دښمنان پرې وډار کړئ (چې تاسو یې پېژنئ) او (هم پرې) له دوی پرته نور (دښمنان وډار کړئ) چې تاسو یې نه پېژنئ (او علم پرې نه لرئ) الله جل‌جلاله یې پېژني (علم پرې لري). او هغه څه چې تاسو د الله جل‌جلاله په لار کې مصرف کړئ هر شی چې وي (لږ وي او که ډېر وي) نو پوره (اجرونه) به (يې) تاسو ته درکړی شي، حال دا چې په تاسو باندې به تېری ونه کړی شي”.
دا ډول بریدونه د ځانوژنې بریدونه گڼل بیخي تېروتنه ده، ځکه اسلام د مجاهدینو دا ډول کار فدایي او شهادت غوښتونکي مېړني عملیات پېژندلي او د ځانوژنې له کړنې سره له ځمکې تر اسمانه توپیر لري.
ځانوژونکی ځان د خپل نفس له امله وژني، خو فدایي ځان له خپل دین او امت څخه ځاروي. ځانوژونکی انسان هغه څوک دی، چې له ځانه او د څښتن(ج) له بخښنې ناهیلی گرځېدلی، خو د دا ډول مجاهد ټولې هیلې او ارزوگانې د څښتن(ج) په بخښنې پورې تړلې دي.ځانوژونکی د خپل نفس په وژنه، خپل ځان له رواني اندېښنو او غمونو ازادوي؛ خو فدایي مجاهد په دې نوې وسله د څښتن(ج) دښمن او خپل ځان له منځه وړي ((چې الهي تقدیر د کمزورو په لاس کې ایښې، ترڅو خپل ځان غټ لیدونکي، سرکښ او طاغوت پرې ارام کړي)).
د کمزورو مجاهدینو دا وسله په خپل ډول کې بې سیاله ده، ځکه له مجاهد څخه انساني بم جوړوي، چې په ټاکلي ځای او وخت د څښتن(ج) د دښمنانو او د ملت د دښمنانو پروړاندې چوول (منفجر) کېږي. د اسلام دښمنان ددغې مېړني شهید پروړاندې ((چې ځان یې د الهي دستور لپاره ځار کړی، سر یې په خپلو لاسونو کې نیولی او د څښتن(ج) په لاره کې شهادت غواړي)) عاجز او بې وسه پاتې دي.
دا ځوانان له خپلې خاورې ((چې د اسلام خاوره ده)) دین، پت او خپل امت څخه ساتنه کوي؛ نه باید ځانوژونکی ونومول شي، بلکې د دوی کار له ځانوژنې سره ډېره فاصله لري؛ ځکه دغه مجاهدین ((چې ځانونه یې له اسلامه ځار کړي)) رښتینې شهیدان دي او د زړه له کومې یې د څښتن(ج) په لاره کې په خپله خوښه خپل روحونه ډالۍ کړي دي. تر هغې چې د دوی نیتونه خالص د څښتن(ج) لپاره وي او تر هغې چې د څښتن(ج) د دښمنانو په زړونو کې د وېرې او ډار د اچولو لپاره د جگړې دې ډول کړنې ته اړ وي، ترڅو مغروره دښمنان او د هغوی ستر نړېوال ملاتړي قدرتونه په خپل ځواک ذلیل او تسلیم کړي؛ نو دوی نه ځانوژونکي دي او نه ترورستان.
دا مجاهدین له هغو کسانو سره، چې د دوی خاوره یې غصب کړې، اوسېدونکي یې بې ځایه کړي، د هغوی انساني حقوق یې تر پښو لاندې کړي، د هغوی راتلونکې یې ښکېل کړې او له مسلمانانو سره پرلپسې دښمني لري؛ په یوه شرعي جگړه جنگېږي، ځکه هغوی ته روا نه ده، چې په خپله خوښه د خپلې خاورې په څه برخه ((چې د اسلام خاوره ده)) ځان ناگاره کړي.
د ځینو ساده فکرو د اند پر خلاف، ددې مېړنیو ځوانانو دا کار “په خپل لاس خپل ځان په هلاکت کې اچول” څخه نه دی، بلکې دا کار په جهاد کې له مشروع او خوښو کارونو څخه دی، چې له دې څخه موخه د تجاوزکوونکي دښمن کبر او ستم را پرځول، د هغوی د ځینو وژل، په زړونو کې یې وېره او هیبت اچول او مسلمانانو ته زړورتیا او جرﺉت وربخښل دي.
اسراېیلي ټولنه یوه نظامي ټولنه ده؛ د هغوی نر او ښځې په نظامي روزنه او ډلگیو پورې تړلي دي او هره شېبه شونې ده، چې له مسلمانانو سره د جنگ لپاره وروغوښتل(احضار) شي.
که چېرې د فدایي په دې برید کې ماشوم یا سپین ږیری ووژل شي او د هغه له منځه وړل یې موخه نه وي، بلکې په تېروتنه او د جنگي ضرورتونو د حکم له مخې وژل شوی وي؛ نو څرگنده ده چې ضرورتونه حرام، مباح گرځوي.بده نه ده، هغه څه چې فقهاو او مفسرینو د سورة البقره د ۱۹۵ ایت په اړه بیان کړي دي؛ کتنه ورته وکړو.{ولا تلقوا بایدیکم الی التهلکة}
*****
د جصاص حنفي(رح) لیدلوری
امام جصاص حنفي د “احکام القران” په نوم په خپل کتاب کې ددې ایت {ولا تلقوا بایدیکم الی التهلکة} په تفسیر کې ویلي دي:
په دې ایت څو لیدلوري حکم کوي؛ له هغې څخه هغه چې محمد بن ابوبکر له ابو داوود او هغه له احمد بن عمرو بن سرح او هغه له ابن وهب او هغه له حیات بن شریح او له ابن لهیعه او هغه له یزید بن ابو حبیب او هغه له اسلم ابو عمران څخه روایت کړی دی، چې ویلي یې دي: د قسطنطنیه په غزا کې ما گډون درلود. د یوې ډلې مسولیت د عبدالرحمن بن ولید په غاړه و او رومیانو ځانونه د ښار د کلا شاته پټ کړي وو. یو مسلمان جنگیالي په یوازې ځان په هغوی برید وکړ. خلکو وویل: وای وای! لا اله الا الله ! په خپل لاس یې ځان په هلاکت کې واچاوه. ابو ایوب وویل: دا ایت زمونږ انصارو په اړه نازل شوی؛ هغه وخت چې څښتن(ج) د رسول الله (ص) مرسته وکړه او د اسلام دین یې څرگند کړ. له ځان سره مې وویل: راځﺉ د خپلې شتمنۍ په سمون او تنظیم پسې شو، چې په همدې مناسبت دا ایت را ولېږل شو:
{وانفقوا في سبیل الله ولا تلقوا بایدیکم الی التهلکة}
ځان په هلاکت کې اچول، یعنې د خپلې شتمنۍ په سمون او راټولولو کې شو او جهاد ترک کړو. ابو عمران وویل: ددې ایت له نزول وروسته ابو ایوب پرلپسې د څښتن (ج) په لاره کې جهاد کاوه؛ تردې چې په قسطنطنیه کې خښ شو(۱).
ابو ایوب اعلان وکړ، چې “ځان په هلاکت کې اچول” یعنې د څښتن (ج) په لاره کې جهاد پرېښودل او دا ایت د هغوی په اړه را نازل شوی. ابن عباس، حذیفه، حسن، قتاده، مجاهد او ضحاک په همدې تفسیر نظر ورکړی دی.
له براء بن عازب او عبیده سلماني څخه روایت شوی، چې “ځان په هلاکت کې اچول” یعنې د کړې گناه په اړه د څښتن (ج) له بخښنې څخه ناهیلی کېدل.
ځینو ددې ایت په تفسیر کې ویلي دي: ځان په هلاکت کې اچول یعنې په خرچ کې زیاتوالی؛ تر هغې چې د خوراک او څښاک لپاره یې هیڅ شی پاتې نشي او په پایله کې یې له مړینې او نیستۍ سره مخامخ شي.
ځینو ویلي دي: ددې ایت معنا داده، چې مسلمان د جنگ له سامانونو پرته جنگ ته ورگډ شي او دا د هماغې ډلې تاویل دی، چې ابو ایوب د هغوی مخالف و. هیڅ ممانعت نه لري، چې دا ایت دې دا ټول لیدلوري په ځان کې راونغاړي؛ ځکه ددې ایت لفظ دا ټول موارد په ځان کې لري او ددې ټولو معناو راټولیدل بې له ضد او نقیضه شونې دي.
د هغه چا په اړه ددې ایت د تطبیق کولو، چې په یوازې ځان جگړې ته لاړ؛ محمد بن سیرین په خپل کتاب “سیرالکبیر” کې ویلي دي: که کوم چا ((په یوازې ځان)) په درې زره کسانو یرغل ور ووړ؛ که یې د یوې ډلې د نجات او یا د دښمن په روحیه او مورال کې د وېرې او ترهې اچولو هوډ و؛ نو پروا نه لري، خو که دا کړنه یې له دې دوه موخو لپاره نه وي؛ له دا ډول کړنې سره مخالف یم، ځکه د مسلمانانو لپاره بې گټې کار خپل ځان تلف کول او بې ثمره گرځول دي. همدا ډول که د مسلمانانو د نجات لپاره هیله مندي نه وي او پر دښمن وېره او ترهه اچول په پام کې ونه نیسي او یوازې د مسلمانانو د جرﺉت او وېرې لرې کولو لپاره دا کړنه ترسره شي، چې نور مسلمانان هم دده په څېر همدا ډول کړنه ترسره کړي او دښمنان ووژني؛ ان شاءالله په دې مورد کې به هم باک ونه لري. په هغه صورت کې دا کړنه مکروه او ناخوښه ده، چې مسلمانان په دې کړنه خپل ځان په هلاکت کې واچوي او د مسلمانانو لپاره هیڅ گټه په پام کې ونه نیسي، خو که په دې کړنه د امت د نجات لپاره هیله مندي نه وي؛ د دښمن په غوسه کول په پام کې ونه گرځوي او یوازې د دښمن د وېرې او ترهې لامل وگرځي؛ بیا هم پروا نه لري، ځکه په دښمن کې د وېرې او ترهې اچول د دښمن له غوسه کولو غوره دي او د مسلمانانو لپاره گټه لري.
امام جصاص حنفي (رح) ویلي دي: محمد بن سیرین (رح) چې په دې اړه کوم لیدلوری بیان کړک دی؛ سم دی او بې له دې ډولونو نور روا نه دي. پر همدې بنسټ د ابو ایوب (رض) حدیث پردې بنا، چې یو کس په یوازې ځان د دښمن په لښکر یرغل ور ووړ او هلاک شو، چې ځينې د هغې کار مخالف وو؛ دا هغه وخت دی، چې دا یرغل د مسلمانانو لپاره کومه گټه ونه لري. په دې صورت کې باید ځان په هلاکت کې وانه چول شي(که د دین یا مسلمانانو لپاره گټه نه لري) د دین د گټې لپاره د ځان له منځه وړل یو غوره او نیک مقام دی، چې څښتن (ج) د رسول الله (ص) ملگري په هغې ستایلي دي او ویلي یې دي:
{إِنَّ اللَّهَ اشْتَرَى مِنَ الْمُؤْمِنِينَ أَنفُسَهُمْ وَأَمْوَالَهُمْ بِأَنَّ لَهُمُ الْجَنَّةَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِ اللَّهِ فَيَقْتُلُونَ وَيُقْتَلُونَ} (توبه: ۱۱۱)
ژباړه: “یقیناً الله جل‌جلاله له مومنانو څخه د دوی ځانونه او د دوی مالونه په دې عوض (پېرودلي) اخیستي دي، چې بې شکه دوی لره (د الله جل‌جلاله په وړاندې) جنت دی. (د پېرودلو صورت یې دا دی چې) دوی د الله جل‌جلاله په لار کې جنګېږي نو (کفار) وژني او دوی (هم کله د هغوی له پلوه) وژل کېږي”.
همدا ډول یې ویلي دي:
{وَلاَ تَحْسَبَنَّ الَّذِينَ قُتِلُواْ فِي سَبِيلِ اللّهِ أَمْوَاتاً بَلْ أَحْيَاء عِندَ رَبِّهِمْ يُرْزَقُونَ} (آل عمران: ۱۶۹).
ژباړه: “او ته (هر څوک چې يې او یا ای پیغمبره!) په هغو کسانو باندې د مړو ګومان مه کوه، چې هغوی د الله جل‌جلاله په لار کې وژل شوي وي، بلکې دوی د خپل رب په نزد ژوندي دي چې (په دایمي توګه) دوی ته روزي ورکول کېږي (لکه څنګه چې ژوندیو ته روزي ورکول کېږي)”.
په یو بل ایت کې یې ویلي دي:
{ وَمِنَ النَّاسِ مَن يَشْرِي نَفْسَهُ ابْتِغَاء مَرْضَاتِ اللّهِ وَاللّهُ رَؤُوفٌ بِالْعِبَادِ} (سورة البقرة: ۲۰۷).
ژباړه: “او له خلکو څخه ځینې هغه څوک دي، چې خپل ځان (په الله جل‌جلاله) باندې) خرڅوي تر څو د الله جل‌جلاله رضا حاصله کړي. او الله جل‌جلاله په خپلو بندګانو باندې زیات مهربان دی”.
همد ډول په نورو ایتونو کې هم څښتن جل جلاله هغه کسان ستایلي دي، چې ځانونه یې د اسلام له دین څخه ځار کړي دي.
بیا امام جصاص حنفي (رح) ویلي دي:
د هغه څه پر بنسټ چې بیان شول؛ باید وپوهېږو، چې د امر بالمعروف او نهې عن المنکر حکم که د مسلمانانو د دین په گټه هیله مندي په کې وي او مسلمان د امر بالمعروف او نهې عن المنکر لپاره خپل ځان قربان کړي، یعنې ځان مرگ ته ورکړي، د هغه مرتبه د شهیدانو په لوړه درجه کې ځای لري. څښتن (ج) ویلي دي:
{وامر بالمعروف وا نه عن المنکر واصبر علی ما اصابک ان ذلک من عزم الامور} (لقمان: ۱۷).
ژباړه: “او امر کوه (خلکو ته) په نیکۍ او منع کوه خلک له بدۍ او صبر کوه په هغې سختۍ چې رسیږي تاته (بالخاصه په امر او نهې کې) بېشکه دغه (یاد نصیحتونه) له مهمو مقصودي کارونو څخه دي”.
عکرمه له ابن عباس څخه روایت کړی، چې د څښتن (ج) استازي (ص) وویل:
(افضل الشهداء حمزة بن عبدالمطلب و رجل تکلم بکلمة حق عند سلطان جاﺉر فقتله) (۲).
ژباړه: “غوره شهید د عبدالمطلب زوی حمزه دی، او بل هغه کس چې د تیري کوونکي واکمن پر وړاندې حق ووایي او هغه واکمن دی ووژني”.
ابو سعید خدري له رسول الله (ص) څخه روایت کړی، چې ویې ویل:
(افضل الجهاد کلمة حق عند سلطان جاﺉر) (۳).
ژباړه: “غوره جهاد د حق کلیمې ویل دي، چې د ظالم واکمن پر وړاندې وویل شي”.
امام جصاص حنفي (رح) د ابو هریره (رض) حدیث د مرفوع په ډول بیان کړی، چې پیغمبر (ص) ویلي دي:
(شر ما في الرجل شح هالع و جبن خالع) (۴).
ژباړه: “تر ټولو بد سړی د تمې لپاره کار کوونکی دی او په جنگ کې ډارن منع کوونکی دی”.
او امام جصاص حنفي (رح) ویلي: په یو څه کې د ډار بد گڼل د شجاعت او اقدام د ستایلو داسې لامل دی، چې گټه یې اسلام ته ورشي؛ که څه هم باور ولري، چې ځان له منځه وړي. (۵)
والله تعالی اعلم بالصواب
*****
د امام قرطبي مالکي(رح) لیدلوری
{ولا تلقوا بایدیکم الی التهلکة}
امام قرطبي مالکي(رح) ددې ایت په تفسیر کې ویلي:
اسلامي علما په جنگ کې په یوازې ځان پر دښمن د یو چا د یرغل او هجوم په اړه اختلاف لري. زمونږ د علماو له ډلې قاسم بن مخیره، قاسم بن محمد او عبدالمالک ویلي دي:
“کوم چا چې په یوازې ځان په لوی لښکر یرغل کاوه، که هغه ځواکمن و او دا کار یې په خالص نیت د څښتن(ج) لپاره ترسره کاوه؛ پروا نه لري، خو که په هغه کې ځواک نه وي، نو له هلاک شویو څخه گڼل کېږي”.
ځينو ویلي، چې دا ایت:
{وَمِنَ النَّاسِ مَن يَشْرِي نَفْسَهُ ابْتِغَاء مَرْضَاتِ اللّهِ وَاللّهُ رَؤُوفٌ بِالْعِبَادِ} (البقره: ۲۰۷).
ژباړه: “او له خلکو څخه ځینې هغه څوک دي، چې خپل ځان (په الله جل‌جلاله باندې) خرڅوي تر څو د الله جل‌جلاله رضا حاصله کړي. او الله جل‌جلاله په خپلو بندګانو باندې زیات مهربان دی”.
کله چې یو څوک په خالص نیت سره په خپل دې کار شهادت وغواړي، کولی شو دا ایت پر هغه تطبیق کړو.
ابن خویزمنداد ویلي دي:
که یو چا په سلو کسانو یا د لښکر په یوه ډله یا د وسله والو غلو او یا د خوارجو په ټولي یرغل وکړ؛ دا دوه حالته لري: که په غالب گومان وپوهېږي؛ هغه څوک به ووژني، چې ده پرې یرغل ور وړی او ځان به وژغوري، نو دا کار غوره او خوښ کار دی او که په غالب گومان وپوهېږي، چې په خپله وژل کېږي، خو دښمنانو ته هم ماتې ورکوي یا د مسلمانانو په روحیه د پام وړ اغېز اچوي، نو دغه ډول یرغل هم روا دی.
روایت شوی، کله چې د مسلمانانو لښکر د فارس له لښکر سره په جگړه کې کېووت، د مسلمانانو اسونه د هغوی له فیلانو څخه تښتېدل. له مسلمانانو یو کس لاړ او له خټې څخه یې فیل جوړ کړ او خپل اس یې له هغې سره اموخته کړ، تر هغې چې ورسره عادت شو. کله چې هغه سړي ولیدل چې اس یې له فیل څخه نه تښتي؛ د فارس د لومړۍ لیکې په فیل یې یرغل ور ووړ. ځینو کسانو ورته وویل: وبه وژل شې.
هغه ځواب ورکړ:
که ووژل شم او مسلمانان بریالي شي، نو څه پروا لري؟.
همدا ډول د یمامه د جگړې په ورځ چې بنو حنیفه په یوه باغچه کې سنگر نیولی و او هغه باغچه یې د ځان لپاره ډال گرځولې وه؛ له مسلمانانو یو کس وویل:
ضعونی فی الجحفه(*) و القونی الیهم.
“ما په منجلیق کې واچوﺉ او د هغوی په منځ کې مې وغورځوﺉ”.
همداسې یې وکړل او هغه کس په یوازې ځان له هغوی سره په جگړه کې کېووت؛ تر هغې چې د باغچې ور یې مسلمانانو ته پرانیست.
قرطبي(رح) ویلي:
په دې اړه روایت شوی، چې یو سړي رسول الله (ص) ته وویل:
که زه د څښتن(ج) په لاره کې صابر او په نیک نیت ووژل شم، څه اجر لرم؟
پیغمبر (ص) وویل:
فلک الجنة “ستا لپاره جنت دی”.
هغه سړي ځان په جگړه کې واچاوه او مبارزه یې وکړه، ترڅو چې ووژل شو.(۶)
په صحیح مسلم کې له انس بن مالک (رض) څخه روایت شوی، چې رسول الله (ص) د اوه کسانو انصارو او دوه قریشو ترمنځ یوازې پاتې و. کله چې له پیغمبر (ص) چاپېره کړۍ را تنگه شوه او مشرکانو یې شا و خوا ونیول، نو ویې ویل:
من یردهم عنا وله الجنة.
“هر چا چې هغوی له ما څخه لرې کړل، د هغه لپاره جنت دی”.
له انصارو یو کس مخکې لاړ، په جگړه یې پیل وکړ او شهید شو. په همدې ترتیب یو په بل پسې مخکې شول او په جگړه یې پیل وکړ، تردې چې ټول شهیدان شول. پیغمبر (ص) وویل:
ما انصفنا اصحابنا.
مشهور روایت د فاء په سکون او اصحاب مفعول به دی؛ یعنې قریش په جگړه کې ورگډ نشول، بلکې انصار یو په بل پسې وجنگېدل او ټول شهیدان شول.
ځینو د فاء په فتحې او د باء په رفع ویلی دی؛ یعنې زمونږ ملگرو چې تېښته وکړه، ښه یې ونکړل او انصاف یې ونکړ. او څښتن (ج) ښه پوهېږي.
بیا قرطبي (رح) د محمد بن حسن دا عبارت بیان کړی:
که یو کس په یوازې ځان د مشرکانو په زرو کسانو یرغل ور ووړ، که د نجات یا دښمن ته د تاوان لپاره کومه هیله په کې وي؛ پروا نه لري، خو که دا دواړه موارد ترلاسه نشي، د هغه دا کار مکروه دی؛ ځکه مسلمانانو ته بې د کومې گټې له رسولو یې ځان په خطر کې اچولی دی. (۷)
د فدایي بریدونو په اړه د امام رازي شافعي (رح) لیدلوری
*****
د امام رازي شافعي (رح) لیدلوری
امام رازي شافعي (رح) ددې ایت په تفسیر کې ویلي:
د څښتن (ج) له دې وینا منظور چې ویلي یې دي:
{ولا تلقوا بایدیکم الی التهلکة}
یعنې په جنگ بې پروا ورغوټه نشﺉ، چې بې د ځان له وژنې د گټې هیڅ هیله په هغې کې نه وي؛ ځکه دا کار روا نه دی، بلکې هغه وخت د جنگ په ډگر بې پروا ور ننوتل واجب دي، چې د دښمن لښکر او روحیې ته د زیان د رسولو هیله مندي وي؛ که څه هم د خپل ځان د وژنې وېره هم ولري، خو که کله مسلمان بریدگر دښمن ته له زیان رسولو ناهیلی وي او په ډېر گومان پوهېږي، چې وژل کېږي؛ نو باید په داسې کار لاس پورې نه کړي. دا لیدلوری له براء بن عازب څخه روایت دی. له ابوهریره (رض) څخه روایت شوی، چې له ایت څخه منظور هغه کس دی، چې د جگړې د دوه لښکرو په منځ کې ځای ونیسي.
امام رازي (رح) ویلي دي: ځینو دغه تاویل نه دی منلی او ویلي یې دي: دا ډول وژل کېدل (د جگړې ډگر ته ور ننوتل او ځان وژلو ته ورکول) حرام نه دي او د هغې لپاره یې څو دلایل راوړي دي:
۱- روایت شوی، چې له مهاجرینو یو کس د دښمن په صف یرغل ور ووړ او خلکو چیغې کړې “ځان یې وژلو ته ورکړ” ابو ایوب انصاري وویل: زه ددې ایت په مفهوم ډېر پوه یم، دا ایت زمونږ په اړه را نازل شو [ددې کیسې لنډيز هغه دی، چې امام جصاص حنفي(رح) ددې ایت د نزول د لامل په اړه راوړی؛ هلته بیان شوی].
۲- امام شافعي(رح) روایت کړی، چې د څښتن (ج) استازي (ص) د جنت یادونه وکړه، له انصارو یو سړي وویل: ای د څښتن (ج) استازیه! که زه صابراً او محتسباً د څښتن (ج) په لاره کې ووژل شم، ستاسو نظر څه دی؟
پیغمبر (ص) وویل :
لک الجنه “ستا لپاره جنت دی”
د انصارو سړي د دښمن په لښکر بې پروا یرغل ور ووړ او د څښتن (ج) د استازي (ص) د سترگو پر وړاندې یې هغه وواژه. په یو بل روایت کې دي؛ کله چې پیغمبر (ص) د جنت یادونه وکړه، د انصارو سړي د زغرې کالي وشکول او د دښمن په ډله ور غوټه شو او دښمن هغه وواژه.
۳- روایت دی، چې د انصارو له بني معاویه و نه یو سړی وروسته پاتې شو. یوه مرغۍ یې ولیده، چې د یو وژل شوي صحابي پر جسد را څرخېده. خپلو ملگرو ته یې وویل: د دښمن پر لور مخکې کېږم، ترڅو ما ووژني او له هغه ځای څخه چې زما ملگري په کې وژل شوي وروسته پاتې نشم؛ همداسې یې وکړل او ووژل شو. دا پېښه یې پیغمبر (ص) ته ورسوله؛ هغه (ص) “بارک الله” او “احسن” ورته ډالۍ کړل.
۴- روایت دی، چې د مسلمانانو یوې ډلې یوه کلا کلابند کړه. یو کس له هغوی سره په جگړه کې پرېووت، تر هغې چې ووژل شو. ځینو کسانو وویل: هغه په خپل لاس ځان په هلاکت کې واچاوه. د هلاکت دا خبر عمر بن خطاب (رض) ته ورسېد. هغه وویل: دوی دروغ ویلي او تېروتنه یې کړې ده؛ ایا څښتن (ج) نه دي ویلي:
{وَمِنَ النَّاسِ مَن يَشْرِي نَفْسَهُ ابْتِغَاء مَرْضَاتِ اللّهِ}(بقره: ۲۰۷).
ژباړه: “او له خلکو څخه ځینې هغه څوک دي، چې خپل ځان (په الله جل‌جلاله) باندې) خرڅوي تر څو د الله جل‌جلاله رضا حاصله کړي”.
هغه کسان چې د دا ډول تاویل ملاتړي دي، دې دلایلو ته یې ځواب ورکړی او ویلي یې دي: هغه وخت دا ډول کار حرام دی، چې دښمن ته د زیان د اړولو له ارزو او انتظار پرته ځان د دښمن په ډله ور غوټه کړي او په هغوی یرغل ور وړي، خو که دا ډول ارزو او انتظار ولري؛ مونږ هغه روا گڼو.
*****
د ابن کثیر، طبري او ابن تیمیه(رحمهم الله) لیدلوري
حافظ ابن کثیر روایت کړی دی، چې یو سړي براء بن عازب انصاري ته وویل:
که زه د دښمن په لښکر یرغل ور وړم او ما ووژني؛ ایا کولی شم ووایم: ځان مې په خپل لاس په هلاکت کې اچولی؟
ځواب یې ورکړ:
نه، ځکه څښتن (ج) خپل استازي (ص) ته ویلي دي:
{َقَاتِلْ فِي سَبِيلِ اللَّهِ لَا تُكَلَّفُ إِلَّا نَفْسَكَ} (نساء: ۸۴)
ژباړه: نو د الله جل‌جلاله په لار کې جنګ وکړه، ته نه مکلف کېږي (نه نیول کېږې) مګر په خپل ځان.
امام طبري د خپل سند په تفسیر کې له ابو اسحاق سبعي څخه روایت کړی او ویلي یې دي:
براء بن عازب صحابي ته مې وویل: ای ابو عماره! هغه سړی چې ځان په زرو کسانو کې ور اچوي او په یوازې ځان په هغوی یرغل ور وړي (چې طبعي ده دا ډول کس ووژل شي) ایا دا ډول کس د څښتن (ج) ددې وینا مصداق دی، چې ویلي یې دي:
{ولا تلقوا بایدیکم الی التهلکة}
ځواب یې راکړ:
نه، هغه کولی شي مبارزه وکړي یا ووژل شي، ځکه څښتن (ج) پیغمبر (ص) ته وویل:
{فقاتل فی سبیل الله لا تکلف الا نفسک}
د ابن تیمیه لیدلوری
شیخ الاسلام ابن تیمیه په خپله مشهوره فتوا کې له مغلو (تاتار) سره د جنگ په اړه په لاندې ډول لیدلوری درلود او په هغه څه یې استدلال کاوه، چې مسلم په خپل کتاب کې له رسول الله (ص) څخه د اصحاب اخدود په کیسه کې بیان کړي، چې په هغې کې روایت شوی: د دین د څرگندتیا (ظهور) لپاره د مصلحت له مخې، زلمکي ته دستور ورکړل شو، چې ځان ووژني. کله یې چې له هغوی وغوښتل چې پر هغه غشي ووروي او ووایي: ددې ځوان د پالونکي په نوم. ابن تیمیه ویلي: په دې دلیل د څلور واړو مذهبونو اجازه ورکړې ده، چې په یوازې ځان کولی شي د کافرانو په کتار یرغل ور وړي، که څه هم ډېر گومان یې دا وي، چې وبه وژل شي. یعنې که په دې کړنه کې د مسلمانانو لپاره مصلحت په پام کې نیول شوی وي، او ما دغه سکالو په یو بل ځای کې په تفصیل بیان کړې ده.(۸)
———
۱- ابن کثیر په خپل تفسیر کې دا حدیث په ابو داوود، ترمذي، نسایي، ابویعلي او ابن حبان په خپل صحیح کې او حاکم د شیخینو او نورو په شرط نسبت ورکړی دی. تفسیر ابن کثیر: ۲۲۸-۲۲۹، حلبي چاپ.
۲- حاکم د جابر له حدیثه هغه روایت کړی او ویلي یې دي: صحیح دی؛ ذهبي په هغې نیوکه لري. الباني له دې طریقه چې خطیب یې په تاریخ کې روایت کړی، صحیح پېژندلی(۳۷۴) په دې لفظ “سید الشهداء حمزة و رجل قام الی امام جاﺉر فامره ونهاه فقتله”.
۳- ابو داوود، ترمذي او ابن ماجه دا حدیث له عطیه عرفي نه روایت کړی دی. ترمذي ویلي دي: دا حدیث حسن غریب دی هماغه ډول چې نسایي دا حدیث په صحیح سند روایت کړی دی او منذري له طارق بن شهاب څخه هغه بیان کړی دی. المنتهي (۱۳۶۴).
۴- ابو داوود (۲۵۱۱) احد (۷۹۷۷) شیخ شاکر او ابن حبان ویلي دا حدیث صحیح دی.
۵- احکام القران، ابوبکر جصاص، ج ۱، ص ۲۶۲-۲۶۳.
* جحفه هغه منجلیق دی، چې ټوټه یې له څرمنې څخه جوړېږي. ددې خبر ویونکی براء بن مالک دی؛ هماغه ډول چې طبري تاریخ بیان کړی.
۶- مسلم دا حدیث د احد په غزا کې ذکر کړی؛ ۳-۱۴۱۵، گڼه ۱۷۸۹.
۷- تفسیر قرطبي، ج۲، ص ۳۶۳، دارالکتب المصریة.
۸- مجموعه فتاوی شیخ الاسلام ابن تیمیه، ۲۸، ۵۴۰.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version