په کوهي کې د مشرکینو د لاشونو غورځول:
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د امر په اساس د مکې د لښکر (۲۴) تنه مړي د بدر په یوه کنده کې وغورځول شول، د رسول الله صلی الله علیه وسلم معمول و، چې کله به یې بری ترلاسه کړ، نو دری ورځې به په هماغه ډګر کې پاته کېده، کله چې د بدر د غزا دریمه ورځ شوه، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم کوهي ته راغی، کوم کې چې یې د مشرکینو جسدونه اچولي و، هر یوه ته یې پخپل او د پلار په نامه غږ وکړ، او ورته ویې ویل:
“هل وجدتم ما وعد ربکم حقا، فإني وجدت ما وعدني ربي حقا”
ژباړه: ستاسو رب چې د څه وعده درسره وعده کړي وه، هغه مو حقه وموندله (یعنې ترلاسه مو کړه)؟، ما خو هغه څه حق وموندل چې زما رب یې راسره وعده کړې وه.
دغه مهال عمر بن الخطاب ورته وویل: د الله رسوله! ته له بې روحه جسدونو سره خبرې کوې؟
ده ورته وفرمایل: قسم مې دي په هغه ذات وي، چې زما روح یې په لاس کې دی، تاسو زما خبرې تر دوی ښې نه اورئ، مګر هغوی ځواب نشي راکولای، له هغه وروسته د مکې پر لور رهي شول، بدر یې شاته پرېښود.
مکې ته د مشرکینو د ماتي خبر رسېدل:
د مکې د لښکر تیت او پرک سرتیري په خوړونو او دښتو کې ورک شول، ټولو هڅه کوله چې مکې ته لاړ شي، خو لاره ترې ورکه وه، بالآخره لومړنی کس چې مکې ته ورسید حسیمان بن عبد الله و، ده د ماتي خبر د مکې خلګو ته واوراوه، هغوی په مړیو ډېر وژړل، خو وروسته یې ژړا بنده کړه، تر څو یې محمد صلی الله عليه وسلم په ژړا خوشال نشي.
ابو لهب د مکې د سرادارانو څخه و، هغه په مکه کې پاته و، د ماتي خبر دومره ذلیل کړ چې د مکې ضعیفو او کمزورو خلګو یې هم لاسونه ګرېوان ته ور اچولای شوای، ابو لهب اوه ورځې نور ژوندی و، هغه په عدسه مبتلا شو (عدسه یو قسم دانه یا طاعون دی، چې عرب یې په بد فال نیسي) او له همدې عدسې مړ شو، له مړینې وروسته یې چا وجود ته لاس نه ور ووړ، دری ورځې وروسته یې زامنو د خلګو د پېغور له امله مجبور شول، یوه کنده یې ورته وایستله، او له لري نه یې په لرګي باندي کندي ته ورواچاوه، او خاورې یې پرې امبار کړې.
دا د هغو مغرورو د غرور انجام و، چې په مکې کې یې به کمزورو مسلمانانو وحشتونه کول، او د اسلام د راوړلو له امله یې د هیڅ وحشت درېغ ترې ونکړ، خو دا ګمراه قوم د قدرت نشي پسې اخیستي و، د متعال رب له بطش نه ناخبره و.
د مکې هر کور او هره کوڅه په ویر لړلې وه، ولي به نه وه لړلې، چې د یو قوم لسګونه تنه سرداران ووژل شي، زور او قوت یې خاورې شي، له هر کوره مړي ولري، نو حتمي ده، چې په مکه به د ویر ټغر هوار و، خو کاش د وژل شویو عاقبة محمود وای، او د کفر له تیارو را بهر شوي وای.
مدینې ته هغه وخت د مسلمانانو د بري خبر راورسېده، چې صحابه کرامو د رسول الله صلی الله علیه وسلم په لور او د عثمان رضی الله عنه په بي بي مبارکه (رقیه) باندي خاورې اړولې، هغه ناروغه وه، همدا لامل و، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم عثمان رضی الله عنه ته په مدینه کې د پاته کېدو امر وکړ.
د غنیمتونو د وېش خبره:
د بدر له میدان نه د اسلام لښکر لا نه و راروان شوی، چې د غنیمت په اړه بېلابېلې نظریې او اختلافونه را ولاړ شول، هغه صحابه کرام چې مشرکین یې ځغلولي و، او له شا پسې تللي و، غنیمت یې د خپل ځان حق باله، د رسول الله صلی الله علیه وسلم ساتونکي ګروپ بیا د خپل ځان باله، او هغوی چې غنیمت یې راټول کړی و، د خپل ځان حق یې باله.
خو دا نزاع ختمه شوه، وحي نازله شوه، متعال رب دغه آیتونه نازل کړل: “یسألونک عن الأنفال قل الأنفال للله والرسول، فاتقوا الله واصلحوا ذات بینکم… ”
ژباړه: دوی له تانه د غنیمتونو په اړه پوښتنه کوي (اې پیغمبره) ورته ووایه چې غنیمتونه د الله او د هغه درسول دي (یانې هر ډول چې غواړي هماغسي دې تقسیم کړي) له الله نه ووېرېږئ، پخپل منځ جوړه وکړئ.
بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم مکې ته پر لاره، په صفراء سیمه کې غنیمت په ټولو سپاهیانو برابر تقسیم کړ، د امام بخاري او امام ابن جریر په نظر پنځمه برخه ترې ووایستل شوه، هیڅ یوې ډلې شکایت ونکړ، ټول سپاهیانو د الله جل جلاله په امر او د هغه د رسول صلی الله علیه وسلم په تقسیم راضي شول.
د غنیمت په مال کې اتو هغو کسانو ته هم سهم ورکړل شو، چې بدر ته د رسول الله صلی الله علیه وسلم په امر یا اجازه سره نه و تللي، هغوی عثمان بن عفان، طلحه بن عبید الله، سعید بن زید، أبو لبابه، عاصم بن عدي، حارثه بن حاطب، حارث بن الصمة او خوات بن جبیر وه.
د صفراء په سیمه کې له بندیانو څخه دوه تنه (نضر بن حارث او عقبه بن ابي معیط) ووژل شول، دوی رسول الله ډېر ځورولی و، پوچې خولې او بدې ژبې یې درلودې، په قول او عمل دواړو کې یې رسول الله صلی الله علیه وسلم تر خپله وسه ځورولی و.