د رسول الله ص غزاګانې او ترې اخیستل شوي درسونه! نهمه برخه

أبو ریان حمیدي

د قیادت مرکز جوړول:

کله چې لښکر ځای په ځای شو، نو سعد بن معاذ رضی الله عنه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته وړاندیز وکړ، چې تاته به یوه څپره جوړه کړو، ترڅو له عاجلو حالاتو سره د مقابلې، او د احتمالي ماتي لپاره له همدې ځایه پلان جوړ شي او حالات ښه کنټرول شي، که چیرې موږ بریمن شولو نو همدا مو موخه ده، که ماته مو وخوړه، نو ستا لپاره به سورلۍ تیارې ولاړې وي، ته به په خیر له موږ شاته خلګو ته ورسېږې، ځکه زموږ تر شا خلګ تر مونږ له تاسره ډېره مینه لري، هغوی که پوهېدای چې نښته به رامنځته کیږي، نو له تا به وروسته نه وو پاته شوي، خامخا به راغلي وو.

رسول الله صلی الله علیه وسلم د سعد ستاینه وکړه، او هغه ته یې دعاء وکړه، هم هغه و چې د جګړې د میدان د شمال ختیځ لوري ته، د غونډۍ په سر په یوه حاکمه نقطه باندي څپره جوړه شوه، او د سعد بن معاذ رضی الله عنه په مشرۍ باندي د انصارو یوه ګروپ د قیادت د دغه مرکز په ساتنه مکلف شو.

علي رضی الله عنه روایت کوي، چې په دغه شپه له رسول الله صلی الله علیه وسلم پرته ټول لښکر ویده شو، یوازې هغه صلی الله علیه وسلم متعال ته رب د لپو ځولۍ نیولې وي، ژړل یې، او د نصرت دعاوې یې کولې. (رواه الطبراني)

دا راز انس له عمر فاروق رضی الله عنه نه روایت کوي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په دغه شپه د بدر میدان ته کوز شو، او مو ته یې د قریشو د مشرانو د وژلو ځایونه راوښودل، راوي زیاتوي، چې قسم په خدای که یو کس هم تر هغه ځای روغ سر تېر شوی وي، کوم چې هغه صلی الله علیه وسلم ورته په نښه کړی و. (رواه مسلم، باب من یقتل ببدر)

شپه سهار شوه، لښکرونه یو بل ته مخامخ شول:

د روژې اوولسمه شپه سهار شوه، رسول الله صلی الله علیه وسلم غږ وکړ: “الصلاة عباد الله” اې د الله بندګانو د لمانځه وخت دی، له دې وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم د یوې ونې بېخ ته ودرېده، او ټول لښکر یې په امامت باندي د سهار لمونځ اداء کړ.

له لمانځه وروسته د مکې د لښکر د بدر میدان ته راوخوځید، د اسلام لښکر هم د بدر میدان ته کوز شو، دواړه لښکرونه یو بل ته مخامخ شول، رسول الله صلی الله علیه وسلم چې کله د کفر د لښکر ځواک ولید، نو دغه دعاء یې وکړه: “اللهم هذه قریش قد أقبلت بخیلائها و فخرها تحادک، و تکذب رسولک، اللهم فنصرک الذي وعدتني، اللهم احنهم الغداة ”

ژباړه: یا الله! دا قریش په ډېر کبر او غرور سره دلته په داسې حالت کې راغلي، چې له تاسره دښمني کوي، او ستا رسول تکذیبوي، یا الله! ستا نصرت… هغه چې تا یې وعده راسره کړې ده، یا الله! ته نن د دوی ملا ور ماته کړې.

لښکر یې ترتیب کړ، د لمانځه د صفونو په څېر صفونه جوړ شول، لومړی صف د نېزه بازانو و، تر څو د سپرو د هجوم مخنیوی وکړي، ورپسې نور صفوف د غشي ویشتونکو او توره وهونکو و، د معرکې په میدان کې درې بیرغونه و، یو توغ له علي، بل توغ له مصعب بن عمیر، او دریم توغ له یو بل انصاري صحابي سره و.

د لښکر سپاهیانو ته یې وویل: “إذا دنا القوم فانضحوهم بالنبل ” کله چې قوم رانږدې شو، بیا یې په غشو وویلئ، زیاتوي: “ولا تسلوا السیوف حتی یغشیکم” تر هغو د تورو وارونه مه کوئ، ترڅو چې صفونه په یو بل کې نه وي داخل شوي. بیا زیاتوي: “واستبقوا نبلکم” غشي مو پرېږدئ، یعنې د غشی په کارولو کې لږ احتیاط کوئ، هسي نه چې له فقدان سره یې مخ شئ.

دغو توصیوو او أوامرو ته که متوجه شو، نو د یو عادي انسان أوامر نه بریښي، دا هره توصیه په ځان کې بلها حکمتونه لري، چې له همدې امله کم شمېر لښکر په مجهز او لوی شمېر لښکر غالب شو، همدغه سالم مدیریت و، چې د نصرت وعدې تحقق وموند.

عجیبه خو لا دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په همدې ورځ میدان ته راکوز شو، نو مخ یې د ختیځ پر لور لمر ته برابرو، بیرته یې لښکر ته امر وکړ، چې د لویدیځ لوري ته مخ واړوئ، تر څو مو لمر د جنګ په اوږدو کې مزاحمت ونکړي، په دې سره د کفر د لښکر مخ د لمر په لور شو.

بیا یې د اسلام لښکر ته یوه وینا وکړه، چې د جهاد فضائل یې ورته واورول، ورته ویې ویل: “قوموا إلی جنة عرضها السموات والارض ” ژباړه: هغه جنت ته پورته شئ، چې د ځمکې او اسمان په څېر سور لري.

عمیر بن الحمام چې دا خبرې واورېدې: ویې ویل: بخ بخ ، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته ویل: ولي دي داسې وویل: ده ورته وویل: د الله رسوله! هیله لرم چې د دغه جنت اهل شم، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل: ته یې اهل یې، بیا عمیر له جېبه درې خرماوې راوایستې، په خوراک یې پیل وکړ، او ویې ویل: تر څو چې دا خرماوې خورم، داهم اوږد ژوند دی، هغه یې بیرته وغورځولې، بیا یې له کفارو سره تر وروستۍ سلګۍ مبارزه وکړه، چې په اخېر کې شهید شو.

کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم صفونه برابرول، نو یو غشی ورسره و، او صفونه یې پرې نېغول، دغه مهال یو تن صحابي (سواد بن غزیه) له صفه وتلی و، هغه یې په خېټه کې پرې چوخ کړ، هغه ورته وویل: خوږ دي کړم، زه بدله غواړم، ده مبارک خپله خېټه ورته لوڅه کړه، او ورته ویې وویل: واخله بدله، سواد ترې راتاو شو، او په خېټه یې مچ کړ، او ویې ویل: د الله رسوله! حالات خو ته وینې، غوښتل مې په وروستي وخت کې مې پوستکی ستا له پوستکي سره ولګوم، بیا ورته رسول الله صلی الله علیه وسلم د خیر دعاء وکړه.

Exit mobile version