دویم: د بواط غزاء
د بواط غزاء د غزاء ګانو په تسلسل کې دویمه غزاء ده، د هجرت په دویم کال د ربیع الأول یا ربیع الثاني په میاشت کې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته د وحيې پر مټ دا څرګنده شوه، چې د أمیة بن خلف په مشرۍ د قریشو یوه قافله مخ په مکې روانه ده، رسول الله صلی الله علیه وسلم د ۲۰۰ سپرو صحابه کرامو سره یو ځای په قافلې د حملې کولو په تکل د بواط سیمې پر لور روان شو.
د دې غزاء بیرغ سپین او وړونکی یې سعد بن ابي وقاص رضی الله عنه و، دا چې قافله تللې وه، نو د اسلام لښکر بیرته له جګړې پرته مدینې منورې ته راستون شو، دغه مهال د مدینې منورې د دولت چارې سائب بن مظعون رضی الله عنه چې په اسلام کې له سابقینو اولینو څخه دی، سمبالولې.
بواط د یوه غره نوم دی، چې له مکې نه شام ته په غځېدلې لاره پروت دی، له مدینې منورې نه تقریباً په اته څلویښت میله واټن کې پروت دی.
دریم: د عشیریه غزاء
عشیریه غزاء د جمهورو سیرت پوهانو په اند د غزاء ګانو په تار کې درېیمه پېیل شوې غزاء ده، دا د اسلام دریم لښکر دی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په شمول دوه سوه تنه مهاجرین صحابه کرام د هجرت په دویم کال د جمادي الأولی په میاشت کې د قریشو د قافلې په تکل چې د شام پر لور روانه وه، له مدینې منورې د عشریې سیمې ته ووتل.
د لارې په اوږدو کې د ابن ازهر په میدان کې د ونې د سیوري لاندي دمه شو، همدلته یې خوراک وکړ او لمونځ یې هم اداء کړ، بیا یې دویم ځل د یَلیل په سیمه کې دمه واخیسته، وروسته بیا د عشیریې سیمې ته ورسېدل.
په مدینه کې یې ځایناستی أبو سلمه بن عبد الاسد رضی الله عنه وټاکه، دا چې قافله تللې وه، نښته رامنځته نشوه، د اسلام لښکر له بنو مدلج قبېلې سره امن لیک ولیکه او بیرته مدېنې ته راستون شو.
همدغه کاروان چې د شام له لوري د مکې پر خوا روان و، مسلمانان یې بیا مخې ته ورغلل، چې په پایله کې د بدر ستره غزاء رامنځته شوه.
یوه شبهه او د هغې ځواب:
په دغو دریو غزاء ګانو د اسلام د لښکر موخه د قریشو قافلې وې، چې د شام له لوري مخ په مکې روانې وې، یا د مکې له لوري مخ په شام روانې وې، اوس دلته د اسلام مخالفین دا شبهه ایجادوي، چې ولې رسول الله صلی الله علیه وسلم ملکي او تجارتي قافلې هدف ګرځولې، ګواګې دغه عمل دوی د اسلام له اصولو سره مخالف ګڼي.
ځواب دادی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم او ملګري یې له مکې مکرمې په زور وشړل شول، مالونو، کورونه او باغونه هر څه یې ترې غصب شول، نو د رسول الله دغه غزوات د خپلو مالونو لاسته راوړل و، یا د هغوی بدیل قیمت لاسته راوړل و، کوم نوی تعرض، یا د هغوی په اموالو باندي اقدامي تجاوز نه و.
همدا لامل دی چې د بدر تر غزاء پوري کومې غزاءګانې چې رامنځته شوې، په ټولو کې انصارو هیڅ ګډون نه دی کړی، ټول برخوال یې یوازې مهاجرین و، ځکه جګړه د قریشو او مهاجرو مسلمانانو وه.