د دې عصر خوارج وپیژنئ
طالب العلم صفت الله(سیاح)
چونکه د رسول الله صلی الله علیه وسلم هره خبر مونږ ته د کاڼي کرښه ده، په همدې خاطر مونږ مکلف یو چې هره خبر (حدیث) ته یې سمعنا و أطعنا ووایو او بس.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د وحي خفي نه په استفادې مونږ ته د راتلونکي په اړه زیات څه ویلي چې زیاتره یې سل فصده سر په سر راغلي دي او په راروانو یې هم باید مونږ کلک ایمان ولرو.
مونږ ته یې د فتنو، دجال، امام مهدي، عیسی علیه السلام، خوارجو او… په اړه هر څه واضح ویلي دي، همدا وجه ده مونږ اوس حق او نا حق، جهاد او فساد، اهل سنت او بدع پیژنو.
د خوارجو په اړه په احادیثو کې زیات څه ویل شوي او زیاتې نښانې یې ذکر دي
خو زمونږ بعضې خلک د علم د نشتون او یا هم د نورو څخه د تأثر له وجې دلته په یوه نقطه کې خطا وتلي او هغه دا چې دوی فکر کوي چې د هرې زمانې په خوارجو کې باید هغه ټولې نښې موجودې وي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم بیان کړي دي.
خو داسې نه ده، بلکې دا ضرور هم نه ده چې په خوارجو کې دې هغه ټولې نښې موجودې وي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په اړه بیان کړی.
قاعده داده چې عدد اکثر د عدد اقل نفې نه کوي، مطلب دا چې که یو چا کې د خوارجو ټولې نښې نه وي، یو څو پکې وي هم خارجي دی.
لکه نن سبا چې د داعش په نوم ډله کې اکثریت هغه علامې موجودې دي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم بیان کړي.
دوی د مسلمانانو وینه هدر ګڼي، مال یې غنیمت ګڼي، قتل یې واجب بولي او اسباب ورته د دوی تر کنترول لاندې خاورې ته د هجرت نه کول یادوي او یا هم د دوی له جعلي خلیفه سره د نه بیعت په وجه دا پورتنۍ ټاپې لګوي.
هغه داعشیان چې په جوزجان یا ننګرهار کې د اشرف غني ادارې ته تسلیم شوي وو، دوی ټول تکفیر کړل او بیا به یې په باګرام کې پرې توبې ویستلې، هغه خلک چې په باګرام کې یې وخت تیر کړی وي، ورته معلومات شته.
مفتي نعمت چې د جوزجان د داعشیانو مشر وو، په همدې وجه ترې لاړ چې څنګه په تسلیم باید یو څوک کافر (مرتد) شي؟
المهم عصري خوارج نن سبا د داعش په نوم ډله ده او زمونږ خلک یې باید وپیژني.