الله تعالی فرمایي، ژباړه: ولې له هر قوم څخه یوه ډله خلک نه وځي، تر څو په دین کې پوهه ترلاسه کړي، او له پوهې وروسته خپلو خلکو ته را وګرځي، هغوی ووېروي (نصیحت ورته وکړي) تر څو له غیر اسلامي چلند څخه ځانونه وساتي. (التوبة: ۱۲۲)
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:
“د علم زدهکول پر هر مسلمان فرض دی.” (رواه ابن ماجه)
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:
“په دین ځانونه خبر کړئ او نور هم خبر کړئ، د میراث او زکات مسئلې زده کړئ او خلکو ته یې هم ور زده کړئ، قرآنکريم زده کړئ او نورو ته یې هم ور زده کړئ؛ ځکه زه له تاسو څخه ځم، علم به پورته شي، فتنې به را ښکاره شي، تر دې چې دوه تنه به د یوې دیني مسئلې په اړه اختلاف وکړي، خو دومره څوک به نه وي چې د هغوی تر منځ پرېکړه وکړي.” (مشکاة شریف، کتاب العلم)
که یو څوک د شپې لهخوا یو لوړ ځای ته وخېژي او لاندې پر کورونو نظر واچوي، نو ویني چې هر کور کې څراغونه بل دي، رڼا خپره ده، ژوند روان دی؛ خو ناڅاپه یې سترګې پر یوه تیاره کور ولګېږي، نه څراغ لري او نه رڼا. دا کور، سره له دې چې د نورو په منځ کې بد ښکاري، د انسان زړه پرې هم دردېږي؛ ځکه له نور او ښکلا بېبرخې دی.
دا صحنه کټ مټ د هغې ټولنې مثال دی، چې هر کور یې د دین له علم، هدایت او تقوی څخه برخمن وي، د شرعي علومو پوهان پکې اوسېږي، د دین شمعې پکې بلې وي؛ خو یو کور بیا له دې ټولو نعمتونو بېبرخې وي، له دینه ناخبره، د جهالت په تیارو کې پټ او د الهی رڼا له برکته محروم وي.
رښتیا هم، د داسې کور بېنصیبې نه یوازې د ټولنې لپاره اندېښنه ده، بلکې د هر بااحساسه زړه لپاره یوه دردوونکې خبره ده؛ ځکه د علم او هدایت نشتوالی له ظاهري تیارو نه ډېر خطرناک وي.
ولي دیني زدکړو ته ډېره اړتيا ده؟
اسامه بن زید رضي الله عنه روایت کوي، رسول الله صلی الله علیه وسلم یوه ورځ په مدینه منوره کې یو لوړ ځای ته وخوت او ویې فرمایل: “تاسو هغه څه وینئ، چې زه یې وینم؟” موږ وویل: نه! نبي صلی الله علیه وسلم وفرمایل: “بېشکه زه ټولې هغه فتنې وینم، چې ستاسو په کورونو د باران په څېر را اوري.” (مشکاة شریف، ص ۴۶۲)
په دې حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته د هغو فتنو خبرتیا راکړه، چې تر قیامته پورې به پر مسلمانانو راځي، او دا یې وښوده چې ددې فتنو په وړاندې باید بیداره واوسو او د علم پر مټ د نجات لارې وپېژنو.
فتنه د عربي لغت له مخې هر هغه ازمایښت ته وایي، چې د انسان عقل، اراده او دین ته خطر پېښوي، او له حقې لارې د کږېدو سبب ګرځي، که هغه د باطلو افکارو په بڼه وي او که د نفسي خواهشاتو په بڼه وي. انسان کولای شي د علم په مرسته له فتنو څخه ځان او عیال وژغوري.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: “په نېکو اعمالو کې بیړه وکړئ، مخکې له دې چې داسې فتنې راشي، لکه د شپې تیاره، یو څوک به سهار مؤمن وي او ماښام به کافر شي، او ماښام به مؤمن وي او سهار به کافر شي، خپل دین به د دنیا په بدل کې پلوري.” (رواه مسلم)
نن مسلمانان په ډېر خطرناک حالت کې قرار لري او د پورته حدیث ژوندي مثالونه دي؛ ځکه موږ په داسې زمانه کې ژوند کوو چې فتنې د شپې د تیارو په څېر هر لور ته خپرې دي، څرنګه چې انسان په ژوند کې طبعي امورو ته اړتیا لري، تر څو د دنیا ختمیدونکی ژوند په سمه توګه روان وساتي؛ دا شان تر دې زياته اړتيا دیني علم ته لري، تر څو د آخرت تلپاتې ژوند په خوشالي او سکون کې تېر کړي؛ ځکه انسان د عبادت لپاره پيدا دی، د کاميابۍ راز یې هم په عبادت کې نغښتی دی او له علم پرته عبادت کول د کاميابۍ سبب نه شي جوړیدای.
باید یو ځل بیا د پخوا په څېر علمي مينه ژوندۍ شي، په مخکنۍ زمانه کې علمي پرمختګونه خورا زیات وو، هر څوک تر خپله وسه د دین زدکونکی و، کله چې به يو عالم کوم ښار ته را دننه شو؛ نو د ښار دوکاندارانو به هم د زدکړې لپاره دکانونه وتړل، د يو عالم په مجلس کې به زرګونه کسان له قلم او کاغذ سره حاضر شو، ديني زدکړو ته بېلې او دنیوي کارونو ته بېلې ورځې ټاکل شوې وې، علمي مينه تر دې کچې عامه وه چې د يوې مسئلې او حديث لپاره به خلګو له یوه هېواده بل هېواد ته سفرونه کاوه او له خورا سختو ستونزو سره به مخ شو؛ چا به د ډېرې لوږې له امله د درختو پاڼې خوړلې، د چا له پښو به وينې روانې شوې او چا به له ډېرې بې وزلۍ د تن جامې وپلورلې، خو د دومره ستونزو سربېره، بیا هم په دیني زدکړو پسي تږي لالهانده ګرځېده.
همدا لامل و چې ټوله نړۍ په علم وځليده، څلويښت کلنو علماوو لوی لوی تصنيفونه وکړل او ددوی له علمي پرمختګونو څخه نه تنها مسلمانانو، بلكې کفارو هم ګټه ترلاسه کړه.
خو موږ په داسې زمانه کې ژوند کوو چې ديني معلومات مو د نشت برابر دي، تفصيلي علم څه، چې د ايمان په اجمالي او ضروري امورو نا خبره یو او د لمانځه، حج، روژې او زکات په شان ددين ضروري ارکان په ناسمه توګه ترسره کوو، ټولنه مو له علمي قحطۍ سره تردې کچې مخ ده چې له تجارتي کاروبارونو نيولې بیا تر انفرادي او اجتماعي ژوند پوري هر څه په غير اسلامي بڼه روان دي.
نن خلک د دنیا په چارو کې مهارت لري، خو په دین کې ړانده دي. او رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي:
“بېشکه الله تعالی له هغه چا سره بغض کوي، چې د دنیا په کارونو خبر وي او د دین له کارونو ناخبر وي.” (رواه ابن حبان)
پایله:
موږ باید خپل نسلونه له ناپوهۍ وژغورو؛ ځکه ناپوهي د ټولو بدبختیو مور ده. که فساد وي، که اختلاف، که ګناه او که فتنه، د ټولو جرړه ناپوهي ده. ناپوهي هغه دروازه ده، چې له هغې څخه شیطان انسان ته ځان رسوي.
په هندوستان کې د “ندوة العلماء لکهنو” مدرسې (تعمیر حیات) مجله کې د سږني کال په دریمه ګڼه کې د یو راپور په حواله ليکل شوي، نن ورځ یوازې ۳ یا ۴ سلنه مسلمانان په دیني زدکړو بوخت دي، چې دا شمېره هغه آیت ته په کتو ډېره کمه ښکاري چې الله تعالی فرمایي: “له هر قوم څخه دي يوه ډله خلګ ولاړ شي، تر څو په دين کې پوهه ترلاسه کړي” مجله وروسته زیاتوي د یو امت چې نږدې ٩٧ سلنه خلک په دنیوي کارونو بوخت وي او يوازې ٣ سلنه خلک تعلیم کوي نو ددې امت انجام به څه وي (آیا انجام به یې اصلاح وي، که بې لاريتوب؟)
نو راځئ خپل ځانونه او اولادونه په دین خبر کړو، حلال او حرام وپېژنو، تر څو خپل ایمانونه وساتو او عبادت په سمه توګه وکړو. که زموږ اولادونه له تعلیم بېبرخې پاتې شي، داسې وخت به راشي چې په نوم به مسلمانان وي، خو فکر، لباس او فیشن به یې د کافرانو وي، تعلیم زموږ د راتلونکو نسلونو وسله ده، که دا وسله په لاس کې ونه لري، نو نفس او شیطان به یې بېلارې کړي او د دین دښمنان به یې ګمراه کړي.












































