د داعش په وړاندې د اسلامي نړۍ مسؤليت/دوهمه برخه

#image_title

غير مسلم ممالک تر اوسه د جنګ او قربانۍ له لارې پر مسلمانانو نه دي غالب شوي، که د تاريخ پاڼو ته وکتل شي، معلومه به شي چې غير مسلمو هر وخت په مسلمانانو کې د تفريق او اختلاف له امله مسلمانان مات کړي او د هغوى دبدبه يې ختمه کړې ده.

د کفارو دا سياست تر ډېره حده د مسلمانانو د نه‌پاملرنې له وجې ظاهراً کامياب شوى دى.

خو بيا په هر عصر کې حق ويونکو له حق ويلو خوله نده بنده کړې او د حق ويلو په ذريعه يې خپل اولس او هېوادونه له کفري تسلط او غلامۍ څخه ژغورلي دي.

يو وخت د معتزله خوارجو فتنه په خورا زور او شور وه، له حضرت امام شافعي رحمه الله څخه چا پوښتنه وکړه چې خداى جل جلاله څرنګه په عرش استوا کړې!؟
د سوال کونکي مقصد يواځې يوې لويې فتنې ته پوکى ورکول و.

حضرت امام شافعي رحمه الله ورته وفرمايل چې: الاستواﺀ معلوم وکيفيته مجهول الاعتقاد به واجب والسوال عنه بدعة.

پدې سره سوال کونکى چپ پاتې شو، موقع يې پيدا نکړه چې اور ته لمن ووهي او فساد پورته کړي.

د فتنې په وخت د فتنې د ختمولو او يا دفع کولو لپاره تر ټولو مهمه داده چې علماﺀ کرام، خطيبان او مخور په خپلو وختونو کې جرات وکړي، حق ته حق ووايي او باطل رد کړي او د وخت علماﺀ کرام او مسؤولين بايد دښمن ته هيڅ موقع ورنکړي چې اختلافاتو ته لاره هواره کړي.

دا اختلافات کله ديني مذهبي او کله قومي سمتي وي، دا ځل غرب په مسلمانانو کې د مذهبي تفريق او جدايي لپاره د داعش په نوم فتنه راپورته کړې، په ټوله نړۍ کې يې د مسلمانانو قوت کمزورى کړ، وحدت يې له منځه يوړ او مذهبي نفرت ته يې د حنفي، سلفي، اهل حديث په نوم کار پېل کړ، دا چې داعش د اسلام له نوم پر استفادې کوم کارونه وکړل نو ليدونکي به ان شاءالله خبر وي.

د اسلامي نړۍ حکمرانانو، مسؤلینو، منصوبينو، نظامي غير نظامي کارکوونکو، مبلغينو، معلمينو، علماوو، خطيبانو او مدرسينو ګډ مسؤليت دى چې په امت کې د تفريق مخه ونیسي او اجازه ورنکړي چې دښمنان د مذهبي ديني، قومي سمتي اختلاف اچولو له لارې موږ مات کړي او شوکت مو له منځه يوسي او هغه فرعي اختلافات چې په بحث کولو نه ارزي، د خلګو د بحث له دایرې نه وباسي.

نظامونه بايد د دغه فارمول د تطبيق لپاره ټول امکانات په کار واچوي ترڅو ټول اسلامي ممالک خصوصاً د افغانستان اسلامي امارت له دغې او دېته ورته فتنو څخه په امن کې پاته شي.

وما ذالک على الله بعزيز

هرماس الافغاني
Exit mobile version