د داعش په اړه نا ليدل شوي حقايق/شپږمه برخه

طاهر احرار

يو ځل چې خداى (جل جلاله) چاته د ﺫلت او شرم فيصله وکړي، بيا که د دُنيا ټول قوتونه او شيطاني شبکې سره متحد شي، د الله تعالی د فيصلې مخه نشي نیولى.
رب متعال د دې لپاره چې له دغه مٶحد ملت څخه د شيطان عبادت کونکي بيل شي ، بيا خپله فيصله جاري کړي.
(والله متم نوره ولو کره المشرکون )

د امريكا د دفاع وزارت استخباراتي ادارې (DIA) ته ليږدېدونکى غږيز کلېپ افشا شو.

د (2012) کال د اګست په (5) نېټه یو پټ پیغام، چې د متحده ایالاتو د حکومت له یوې ادارې څخه د دفاع وﺯارت استخباراتي ادارې (DIA) ته لېږل کېدو، افشا شو، دغه غږيز کلیپ شواهد وړاندې کوي، چې داعش د متحده ایالاتو لخوا جوړ او د دوى په خوښه کار کوي، همداشان پنټاګون ته خبر ورکول کيږي، چې د داعش له تنظيم وېره ونلري.

Aformerly SECRET NOFORN (No Foreign Dissemination) message, dated August 5,2012, to the
Defense Intelligence Agency (DIA) from a redacted U.S. government agency, provided more evidence
that ISIL was a construct of U.S. intelligence.

دا پیغام په لاندې ډول دی:
لويديځ او بعضې عرب هېوادونه په سوریې او عراق کې د داعش ملاتړ کوي؛ پېنټاګون بايد له داعش کوم تشويش او اندېښنه ونلري او په سوريه او عراق کې چې د داعش خلاف کوم هوايي برېدونه کيږي، پېنټاګان يې بايد اول د امریکا د استخباراتي ادارو سره همغږي کړي. داعش په سيمه کې د امریکا د نفوﺫ يو ابزار دى، دا په داسې حال کې چې روسیه، چین او ایران د بشارالاسد د رژیم ملاتړ کوي،
او امریکا به دوى ته دا اجاﺯه ورنکړي.

د امريکا د قضايي څار اداره، چې یو محافظه کاره سازمان دی، په ډاګه کوي چې، د داعش په اړه د استخباراتو د کارونو پای نه دی ارزول شوی.
يعنې امريکايي استخباراتو نه دا چې يواﺯې داعش يې جوړ کړى، بلکه د دوى سره مرستې او ملاتړ یې ترې کړی، نقدې مالي مرستې، مادرن اسلحې وركوي او په نړېواله سطحه تبلیغات ورته کوي.

د غرب، موساد او داعش ترمنځ په اړيکو سلګونو شواهد موجود دي، ان تر دې چې د بعضو ايراني جنګي ګروپونو سره هم دوى اړيکې لري.
تاسې ګورى هغوى څومره له يو بل سره په ظاهره مخالفت کوي، ان پر يو بل بريدونه کوي، يو څو بې علمه ساده کسان پکې وژل کيږي، خو تر مينځ يې دوستانه اړيکي شتون لري.

There were also suspicious links between
ISIL and the Iranian exiled terrorist group Mojahedin-e
Khalq (MEK) through CIA and Israeli Mossad interlocutors.
دوى يواﺯې او يواﺯې له مسلمانانو سره جنګيږي او د هغوى وژل جهاد بولي، دوی ته له غربه انجوني راځي او هغه په وينځو نومول کيږي، دوى ورسره ﺯناګانې کوي، له بلې خوا د مسلمانان نارینه او ښځینه وو پکې قتل عام روان دی، چې دوى له جمهوريت ملاتړ کړى.
لنډه دا چې د دغه کرايه شوو قاتلانو واک او اختيار د امريکا او اسرائیلو په لاس کې دی، څرنګه چې هغوى یې استعمالول غواړي، همغه شان کيږي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version