د داعش په اړه خلک څه وايي

درېیمه برخه

طاهر احرار

 

دا ځل له اندرابه:

غربي او مقاومتي مېډيا فېسبوکيان ټوېټريان د اندراب انځور داسې وړاندې کوي، ته به وايې چې هلته هره ورځ جنګ دی، خو که تاسې اندراب ته لاړ شئ، تاسې به هغه څه وګورئ چې فکر به مو نوي کړى، د ماسپښين لمانځه د امامت لپاره وړاندې شوم، خداى شته چې په تکبير تحریمة کې مو لاسونه تر غوږونو ونه رسول يو کس راته وويل تاسې وهابيان يئ؟

ما ورته وويل نه!

ولې وهابيان څنګه خلک دي؟

هغه وويل چې امريکا غواړي دا ځل افغانستان د داعش په لاس وران کړي او موږ مسلمانان په حنفيت او سلفيت ووېشي، اتفاق ورورولي مو له منځه يوسي د همدې پروژې

د پرمخ بېولو لپاره وهابيان را پورته شوي او د داعش تر نوم لاندې خلک وژني مالونه يې غلا او چور کوي.

دوى چې په افغانستان کې کوم خلافت غواړي، د هغه خلافت نمونه مو په عراق او سوريه کې ولیده.

موږ د داعش منلو ته هيڅ اماده نه يو، ځکه د هغوى سره مذهبي او فکري اختلاف لرو.

ﺯموږ مشران لګيا دي، ترڅو هغه لږ بغاوت چې په اندراب کې موجود دی ختم کړي او موږ ټول په يو ټغر کينو.

ځکه هغه تبلیغات چې نړیوال او افغان رسنيو د اسلامي امارت په مقابل کې کول ناسم او له حقيقت لرې وو.

موږ بيا نه دوکه کيږو او نه غواړو چې ترمنځ مو واټن پیدا شي.

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version