داعش د خپلې ډلې د ډېروالي په موخه هر ډول افراد د ځان ملګري کوي، نه د افرادو مذهبي اړخ ته نظر کوي او نه شخصيت ته، دا ځکه چې داعش خو په ښکاره د اسلام د مبارک دين د اهل السنة والجماعة تګلارې دعوه کوي او دوی کوښښ کوي، نړۍ ته وښيي چې زموږ ټولې کړنې د پيغمبر صلی الله عليه وسلم پر سالمه لاره برابري دي.
کله چې دوی خپل مشر ابوبکر البغدادي ټاکه، هغه د مشرتوب ځای ته په داسي حال کې را ښکاره شو چې مسواک يې واهه، تر څو خپلو افرادو ته د رسول الله صلی الله عليه وسلم ځيني صحنې سترګو ته ودروي.
په حقيقت کې د داعشي ډلې اساسي موخه پيسې پيدا کول، د اسلام مبارک دين بدنامول، د نړۍ پر مخ فاسدو نظامونو ته د فساد لارې هوارول، په بشريت کې د وحشتونو او ظلمونو روحيه قوي کول، د دوی د اهدافو په خلاف ټولنه کې ويره خپرول دي.
داعش خپلو ليکو ته د افرادو د جلب او جذب پر وخت هيڅ ډول ټاکلي اصول نه لري، که د هر دين، مذهب، سياسي فکر، هيواد او هرې نظريې نارينه او ښځينه افراد ور شي، دوی ورته ښه راغلاست وايي؛ دوی د هر ډول خلکو او افرادو د جلب او جذب هڅې کوي.
ښکاره ده، کله چې د افرادو د جلب و جذب لپاره کوم معيار نه وي، په هره ټولنه کې فاسد او له ټولنې لري شوي افراد چې زياته کچه يې اخلاقي مجرمين، قاتلان، غله، شهوت پرستان او په نورو ناوړه عملونو روږدي کسان د داعش ډلې ته، په داسي حال کې زړه ښه کوي چې نور په خپله ټولنه کې د شپې تېر ځای نه لري.
د داعشيانو کړنې، د هغوی هويت او اراده د ټولې نړۍ انسانانو ته معلومه ده؛ لومړی چې کله داعشي خوارجو ځيني ناوړه کارونه پيل کړل، ډېر پخواني ملګري ورڅخه جلا شول اود نورو ډلو ملګرتيايې غوره کړله؛ له هغه وروسته د دوی ليکو ته د هرې ټولنې سالم او معقول شخصيتونو تګ بند کړ.
د داعشي خوارجو په ډله کې د هر ډول عمل افراد ژوند کولای شي او له بل لوري کوم کارونه چې داعش کوي، داسي کارونه هر څوک نه کوي، ځکه خو دوی مجبوره دي چې هر ډول ناسم افراد جذب کړي.