د داعش لخوا د اسلام د مشایخو وژنه

(درېیمه برخه)

 

د شیخ جلال بایرلي شهادت:

شیخ جلال بایرلي د شام په لاذیقه کې د جبل الترکمان اوسېدونکی و، یو نامتو حنفي فقیه او لوی عالم و، په خپله سیمه کې د الفقیه الحنفي په نوم سره پېژندل کېده، کله چې په لاذقیه کې د داعش او کتائب الهجره اِلی الله تر منځ اخ وډب (جګړه) پیل شوه، نو شیخ بایرلي د دوی ترمنځ د درېیم ګړي په توګه قدم اخیستل وغوښتل، دی د داعش مشر ابو ایمن العراقي ته ورغی، کله چې ابو ایمن ته دا معلومه شوه چې د لاذیقې خلک په شرعي معاملاتو کې شیخ ته رجوع کوي؛ نو دې ظالم هغه په خپلو لاسونو په شهادت ورساوه، د ابو ایمن په هکله د داعش په تشکیل کې پوره خبره تېره شوې ده، چې د صدام په بعثي حکومت کې د استخباراتو غړی و، دې ظالم په خپلو لاسونو ډېړ مجاهدین شهیدان کړي دي.

 

(د شیطان لښکر له کتاب څخه)

ابوحمزه مؤحد
Exit mobile version