د يو رسنيز دېو د رواني جګړې تاکتیکونه
داعش/خوارج يوه عادي افراطي ډله نه، بلکې يو پرمختللی تبليغاتي ماشين وو، چې تاوتريخوالی يې په هنر بدل کړ، دې ډلې د منځنيو پېړيو د تر ټولو ناوړه کړنو او د ۲۱مې پېړۍ د تر ټولو پرمختللو رسنيزو تخنيکونو په يو ځای کولو سره، ترهګري پر يوه زړهراښکونکې سوداګریزه توکي بدله کړه، د داعش د رواني جګړې تاکتيکونو نړيوالو ته له رسنيو څخه د ناوړه ګټې اخيستنې وېروونکي درسونه ورکړل. د داعش افراطي او وهمي ډلې د خپلو ناوړه او خونړيو کړنو په خپرولو کې له بېلابېلو تاکتيکونو کار اخيست ترڅو وېره، وحشت او خپل ناوړه عملونه د اسلام تر پوښښ لاندې د نړۍ غوږونو ته ورسوي او اسلام هغسې چې دوی يې غواړي، نړۍ ته وروپېژني. په ادامه کې د دې خوارجو ډلې ځينې رواني جګړه ييز تاکتيکونه څېړل شوي دي:
۱:- د جهنمي پيغامونو سره د هاليويډي محتوا (موادو) تولید:
داعشي خوارجو د مسلکي فلم جوړونکو په ګمارلو سره داسې ويډيوګانې جوړولې چې له تخنيکي پلوه يې د هاليوډ له غوره توليداتو سره سيالي کوله. مسلکي کامرې، حساب شوې رڼا، روان ایډیټ، حماسي موسيقي او متن، ټول د وحشت د نندارې په خدمت کې وو، دوی پوهېدل چې باکيفيته انځورونه د تاوتريخوالي باور زياتوي؛ له همدې امله يې رسنۍ او ټولنيزې شبکې یې خپل خدمت لاندې راوستلې او له دې لارې يې خپل تاوتريخوالی او وېروونکي فعاليتونه د زړه راښکونکو او په ورته وخت کې د وېروونکو فلمونو په بڼه نړيوالو ته وړاندې کول.
۲:- د سمبولونو او اسطورو جوړول:
داعش د بهرنيو جهاديانو او شهيدانو په څېر د کاريزماټيک شخصيتونو په جوړولو سره، د بې لارې ځوانانو لپاره زړهراښکونکې ذهني نمونې جوړولې. دې ډلې په ښه توګه درک کړې وه چې عصري انسان د اسطورې او اتل تږی دی؛ له همدې امله يې تل د سمبول او اسطورو جوړونې هڅه کوله.
۳:- له تضادونو سره لوبه:
په يوه صحنه کې يو جنګيالی په ارامه او ماشومډوله څېره د يوې پيشو په نازولو بوخت دی او په بله صحنه کې هماغه کس د يوه اسیر شوي کس سر غوڅوي، دې قصدي تضاد په يو وخت کې هم وېره رامنځته کوله او هم يې د خلکو کنجکاوي راپاروله، دا د زمانې د بدبخته خوارجو هنر و چې تضادونه يې سره يو ځای کول، چې نړيوالو ته هم خبرداری و او هم د پام راجلبولو وسیله.
۴:- له لويديځو رسنيو ناوړه ګټه اخيستنه:
داعشیان پوهېدل چې نړيوالې رسنۍ د ليدل کېدو لپاره ټکان ورکوونکې محتوا ګانو ته اړتيا لري، له همدې امله يې تاوتريخوالی په دقيقه توګه هغومره ترسره کاوه چې د CNN او BBC په څېر شبکو لپاره زړه راښکونکی وي، خو دومره زيات نه چې د لیدونکو د بې حسۍ لامل شي، د بشريت بدخواهانو د بې ګناه خلکو په ژوند لوبې کولې، د تمرین لپاره به یې انسانان وژل. دغو دېو صفته انسانانو په اسلام او انسانيت ملنډې وهلې؛ خو له نيکه مرغه ډېر وخت ونه وت چې د دوی د ماڼيو بنسټونه ولړزېدل او خپل شان او شوکت يې له لاسه ورکړ.
۵:- د کاذب تعلق حس رامنځته کول:
د زړه راښکونکو هشټګونو او ډيجيټلي کمپاينونو په کارولو سره يې خپل پلويان په يوه خيالي ټولنه کې غړي کول، هغو اروپايي ځوانانو چې په رښتيني ژوند کې يې د محرومیت احساس کاوه، ناڅاپه يې ځانونه د «لوی خلافت» برخه وموندل، له دې لارې به هغوی د خلافت له وهمي ډلې سره يو ځای کېدل او دغې داعشي وحشيانو د ځوانانو د بې لارې کولو لپاره له ډېرو چلونو او فريبونو کار اخيست.
۶:- له وخت او ځای سره لوبه:
د وژنو او وينې تويونې د عملياتو ويډيوګانې په دقيقه توګه د نړيوالو رسنيو په ډېرو لیدل کېدونکو ساعتونو کې خپرول، د پيغام د نفوذ کچه يې تر ټولو لوړې کچې ته رسوله. داعش ډله په دې ښه پوهېدله چې رسنيزه ترهګري، تر وسلې څخه زيات دقيق وخت ټاکلو ته اړتيا لري، په دې توګه يې خپل پيغام نړۍ او نړيوالو ته رساوه او ټول يې په غاړه پرې کولو او سر غوڅولو ګواښل.
۷:- د وېرې شخصي کول:
خبريالانو او سياستوالو ته د شخصي ګواښونکو ليکونو په لېږلو سره يې دا احساس رامنځته کاوه چې هېڅوک په امان کې نه دي. دې تاکتيک وېره له يوه ذهني مفهوم څخه په يوه محسوس خطر بدلوله.
۸:- له ديني سمبولونو ناوړه ګټه اخيستنه:
د اعدام د ويډيوګانو په پيل کې د قرآني آيتونو کارول، د اسلام او تاوتريخوالي ترمنځ يوه درواغجنه اړيکه جوړوله. دې افراطي ډلې به تل د اعدام يا سر غوڅولو نه مخکې د قرآنکريم آيتونه تلاوت کول او داسې به يې ښودله چې دا کار دوی د قرآنکريم په امر کوي او قرآن او اسلام ورته د داسې عمل اجازه ورکړې ده. په داسې حال کې چې دا د اسلام د بد او ناوړه ښودلو لپاره يوه پلمه وه او ګران اسلام هېڅکله د دې افراطي ډلې کړنې نه دي تاييد کړې او هېڅکله يې د دغو بدبختانو ملاتړ نه دی کړی.
۹:- د قدرت وهم رامنځته کول:
د جنګياليو د منظمو کتارونو او پوځي تجهيزاتو په ښودلو سره يې دا تصور رامنځته کاوه چې دوی يو نه ماتېدونکی پوځ دی، په داسې حال کې چې په حقيقت کې دغه ډېرې نندارې جعلي، له مبالغې ډکې او د نړيوالو د پام راجلبولو لپاره يو تاکتيک و. لکه څنګه چې په لږه موده کې يې ځواک او برم ټولو ته څرګند شو.
۱۰:- د بدن له ژبې سره لوبه:
د اعدام په ويډيوګانو کې به وژونکي تل ارام او ډاډمن ښکارېدل، په داسې حال کې چې قربانيان به لړزېدل، دې قصدي تضاد يو روښانه پيغام درلود: موږ پياوړي يو، تاسو کمزوري یاست
لنډه دا چې د داعش افراطي ډله په دې تاکتيکونو سره وتوانېده چې د خپل فعاليت په اوج کې هره ورځ ۹۰ زره ټويټونه خپاره کړي او د ډيجيټلي تبليغاتو له لارې ميليونونه ډالره راجلب کړي. خو دا رسنيزه بريا په پای کې په ماتې بدله شوه، ځکه د دوی سخت تاوتريخوالی حتی د لومړنيو پلويانو لپاره هم د زغم وړ نه و. نن، د داعش تبليغاتي ميراث موږ ته دا را زده کوي چې په ډيجيټلي عصر کې، جنګي وسايل بدل شوي دي: يوه کامره کيدای شي تر هاوان ډېره خطرناکه وي او يو هشټګ کيدای شي تر ماشيندار ډېر وژونکی وي.